fbpx

دغې مصرۍ ښځې ۴۳ کاله د سړی په شکل د خپلو اولادونو کفالت کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۲۹مه ۱۳۹۳ل): د مصر پلازمېنه قاهره کې يوې ښځې د خپل خاوند له مرګ وروسته ۴۳ کاله د خپلو اولادونو د کفالت په موخه د سړي په شکل کې له کوره بهر د موچي په توګه کار کړی او په نړۍ کې يې د يوې تکړه او نوميالۍ مور نوم ګټلی دی.

عربي رسنۍ وايي، چې د سيسا خاوند له واده څه موده وروسته ومړ او چې لور يې پيدا شوه، نو هېڅوک يې د کفالت نه و.

د خپل ځان او وړې لور د پاللو لپاره فکر وړې وه او غوښتل يې، چې د خپلې لور او ځان لپاره د يوې مړۍ روزي په لټه کې له کوره ووځي، مګر ټولنه کې يې د ښځو حالت ته په کتو يې پرېکړه وکړه، چې د سړي شکل به غوره کوي او ۴۳ کاله يې د خښتو بټۍ کې کار کاو او د پرديو خلکو بوټونه رنګول.

د سيسا لور پيغله شوه او واده يې کړه. دې هم فکر وکړ، چې که خير وي نور له کار او مزدورۍ بې غمه شوه، مګر قسمت يې ياري ونه کړه، د لور له واده څه موده وروسته يې زوم ناروغ شو او له مزدورۍ او کاروباره پرېوت.

سيسا يو ځل بيا د سړي پټکی له ملا تاو کړ او دا ځل يې نه يوازې د خپلې لور کفالت پر سر و، بلکې د لور تر څنګ يې د زوم او لمسيانو بوج هم پر سر اخيستی و.

سيسا وايي، چې له سوال او در په در ګرځېدو يې د لاس مزدوري او د پرديو خلکو بوټونه رنګول ډېر خوښ و، تر څو د خپلې لور، زوم او لمسيانو نفقه وګټي.

سيسا زياتوي، د دې لپاره، چې د سړيو له بدو سترګو خوندي شي، د سړي شکل يې غوره کړ، د سړيو کالي يې واغوستل، پټکی يې له سره تاو کړ او سړيو سره يې په يو بازار کې ۴۳ کاله کار وکړ، مګر هېڅوک پرې پوه نه شول، چې دا ښځه ده.

د مصر حکوت د دې ښځې همت او غيرت ستايلی او دا يې «نوميالۍ» ښځه نومولې او د تاريخي کفيلې ښځې نښان يې ورکړی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د