نړۍ

سوریه: چاودنوکي ۵۰ امنیتی کسان وژل شوي او له سلو څخه زیات ژوبل شوی دي

انفجار في دمشق (نن ټکی اسیا دیسمبر۲۰۱۱/۲۳) دسوریه له پلارزمیني دمشق څخه امنیتی چارواکو خبرورکړي دی چی دښارپه مرکزي سیمي کی دپولیسو یوه مرکزته څیرمه چاودنو په لسګونوپولیس وژلی او له سلو څخه زیاتو کسانوته یی ژوبله اړولي ده.

دپیښی له ځایه دبي بي سی خبریال عساف عبود خبرورکړی دی چي دوژل شویو کسانو شمیره له هغه څخه زیاته ده کوم چی دولتی چارواکی یی یادونه کوي، اودژوبلو کسانو شمیره تراوسه پوري سلوتنوته رسیدلي ده.

عصاف عبود وایی چی وژل شوی کسان ټول امیتی کارکونکي وو، چي دچاودني پروخت همدغي اداری کی په کاربوخت وو، نوموړي زیاته کړه چاودنه دومره زوروره وه چی له وداني شا اوخوا یی دسلو متروپه شاو خواکی لویه کنده رامنځ ته کړی ده،کیدای شي دوژل شویو کسانو شمیره له اویا کسانو څخه هم زیاته وي او ژوبل کسان د۱۵۰ شا اوخواوي.

شنونکي وایی دنن ورځي چاودنه په داسی وخت رامنځ ته کیږی چی دعربي ټولنی له لوری څخه ټاکل شوی ډله نن دسوریی هیواد ته رسیدلي وه ترڅو دبشارالاسد او دنوموړي داداری دمخالفت کونکوترمنځ ددریمګړي په توګه دنده اجراکړي.

  اوهمدارنګه دنن ورځي برید له هغو بریدونو څخه ډیرمختلف وو کوم چی دسوریی دحکومت او دحکومت دمخالفت کونکوترمنځ دمخالفت له پیله بیا تراوسه پوری رامنځ ته شوی دي.

  دواړه حکومت او دحکومت مخالفت ددغه برید پړه یوپراله وراړه وي، حکومت وایی چی دغه برید دالقاعدي دوسلوالو له لوری ترسره شوی دي، او وایی چی دحکومت مخالفت کونکو دالقاعدي ډلي دسوریی دحالاتو دخرابوولو او دنظام دګډوډي لپاره یو له بل سره لاس ورکړي دی، او دسوریی حکومت دسوریی له اولس سره نه بلکه ددوي په اصطلاح له ویره اچونکوسره په جنګ اخته دي، چي دغه ډله دځیني عربی او اوروپایی هیوادونو ملاتړ له ځانه سره لري.

خو دحکومت مخالفي ډلي مشران بیا وایی چی دنن ورځي چاودنه دسوریی حکومت دڅارګري اداري دکاروکونکو له لوري رامنځ ته شوی دي، او دابرید په داسي وخت کی رامنځ ته شوو چی سیمي ته دعربي ټولني له لوري څخه ټاکل شوی هﺉت درسیدو په حال ک وو.

له برید څخه وروسته دعربی ټولنی له لوری څخه ټاکل شوی ډله دسوریی دبهرنیو چارو له وزیر سره یو ځای دپیښي ځای ته ورغله، هلته دسوریی دبهرنیو چارو وزیر دخپلو څرګندونو په ترڅ کی وویل، دادی وینو چی ترهګرنه غواړی دغه هیواد کی سوله ویي، دعربي ټولني له لوري دټاکل شوی ډلي پع اوله ورځ یی اولس په وینو سورکړ، او کوښښ یی وکړ چی ددغي ډلي هڅي له خنډ سره مخ کړي.
له بلی خوا څخه په اوروپا کی دسوریی دحکومت دمخالفي ډلي ویان بسام شعاره له دسنیو سره دخبرو پروخت ویلی چي داڅرګنده خبره ده چی برید دسوریی دحکومت له لوری رامنځ ته شوی دي ترڅو کوښښ وکړي دهیواد دبی وسی او مظلوم اولس په وړاندی ظالمانه کړنو باندی پرده واچوي اود عربي ټولنی له لوري څخه ټاکل شوی ډلي ته داپه نظرکی ورکړی چی دلته دحکومت اوترهګرو ترمنځ جکړه روانه هیڅ اولسي پاڅون وجود ونه لري.

نوموړي زیاته کړه نوره نړی په دی پوهیدلی ده چی دسوریی حکومت داولس په وړاندی څومر ظلم اوتیری کړي او دهیواد ټول اولس نورپه تنګ شوی دي او ترمرګه پوري یی دپرامنه مظاهرو او لاریونونو هوډ کړي دي، چی داخبره نړیوالو ته ترلمرهم څرګنده ده چی سوریه کي هیڅ ترهګر اوویره اچونکی نشته څوک چی دبشارلاسد داداري په وړاندی راپورته شوی دي هغه یواځي اویوآځی دډیموکراسي او ازادي دلاري ننګیالي دي.
نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x