د امريکا يرغل ولې اوږد شو؟ (۲)

لیکوال: لطف الله خیرخوا

د راوړل شوي نظام حکم

تېر جهاد کې د راوړل شوي نظام او ادارې حکم معلوم و. کوم خلک چې د روسانو او کمونزم پلويان وو، ملحدين بلل کېدل او د همدې حکم پر بنسټ ورسره تعامل کېده. سوال دا دی، چې ولې هغوی په خپل فکر وعقيده ملحدين وو او دوی په خپل فکر وعقيده ديموکراسي+سېکولرزم+لېبرالزم+امپريالزم= مسلمانان دي؟

د پورته نظامونو تړاو داسې دی، لکه زموږ د اسلامي احکامو تړاو. په دې معنا چې اسلام بايد هممهاله عقيده، عبادت او شريعت وګڼل شي، که څوک يې هممهاله عقيده، عبادت او شريعت نه مني، مسلمان نه ګڼل کيږي. دغه ډول څوک چې ديموکراسي د سياسي نظام په توګه مني، اړ دی، چې فکرا سېکولر شي، اجتماعا لېبرال شي او اقتصادا امپريالست يا سوشلست شي،ګنې ديموکرات نه دی. که د ځان د خلاصون لپاره څوک وايي، چې موږ افغانستان کې ديموکراسي يوازې د يوې سياسي ډانچې په توګه منو، خطاوتي دي، ځکه چې دا نظام دلته راوړل شوی، بشپړ او متکامل دی. يو نظام يې ړنګ کړی، بل يې پر ځای قايم کړی. انتخاب سېستم نه دی، چې ښه ترې واخلي او بد يې پرېږدي، بلکې د ښو او بدو استازېتوب او دفاع يې کوي.

کمونستان اوسنيو سره يوازې د اقتصادي نظريې فرق لري، هغوی اقتصادا سوشلستان وو، دوی امپريالستان دي او نورو اړخونو کې يې يوازې د انداز فرق دی، خو کفر کې يې هيڅ فرق نه شته. دا اوس چې کمونستان دې حکومت کې داسې هېښوونکې بڼه باندې څرګنديږي، همدا ښيي، چې دوی سره په ارزښتونو کې شريک دي، ګنې امريکا سره هغه د کمونستانو د دښمنۍ خبرې چې سړی ذهن ته راولي، هيڅ نه تصور کيږي، چې دا غربي حکومت دې کمونستان په پښو ودروي او کليدي خلک دې شي. کابينه وګورئ، په څه مهارت په کې کمونستان ځايوي. د کابل شاخوا اوه ويشت حوزو ته يې کمونست امران معرفي کړي. د دوی «جهادي» وفادار امران يې له مخې ګوښه کړل. څه نږه کفر دی، چې هغه تش په نوم «جهاد» هم نه مني!

همدلته د دې دعوې قوت زياتيږي، چې يوازې د نظام ملاتړي شکلي توپير لري، هغه نظام روسانو حاکم کړی و، دا امريکايانو حاکم کړی، ولې د هغوی لاسپوڅي ملحدين وو، دوی نه دي؟ دا چې د ځينو ذهن ته دا نه لويږي، چې دا نظام کفري دی، د کمونستانو له هېښوونکي ګډونه وروسته يې څه ګڼي؟

له څوارلسو کلونو وروسته به هم لا ډېرو ته نه وي ښکاره چې د دې نظام د کفر دلايل به څه وي، خو که ځغلنده نظر واچوي، ورته جوتيږي، چې دا نظام د اسلام پر ضد اعلان شوې جګړې په دې خاوره مسلط کړی. کوم نظام چې د اسلام او مسلمانانو د دښمنۍ نتيجه کې پلی شي، هغه څنګه کفري نه دی؟ هغه خلک چې د داسې نظام د پايښت او ټينګښت لپاره هلې ځلې کوي، څنګه د مسلمانۍ دعوه کوي؟

ځينو علماو ان د هغه چا په کفر د امت اجماع نقل کړې، چې د مسلمانانو پر ضد اعلان شوې جګړه کې کفارو سره اوږه په اوږه جنګيږي. د هند ستر عالم او د ولاء وبراء د نظريې ژوندی کوونکي مولانا حسين احمد مدني رحمة الله عليه ته د انګرېزانو قاضي وويل : موږ سره کار کوونکی ستا په نظر څه حکم لري؟ مولانا صيب ورته فرمايي : دغه ډول کس چې کفارو سره اوږه په اوږه د مسلمانانو پر ضد جګړه کې شريک وي، يوازې دا نه چې ګناهګار دی، بلکې کافريږي.

همدا ډول پورته ذکر شوي «ازمونه» په مباديو او ځانګړتياو کې اسلام سره څرګند ټکر لري، ګويا هر هغه څوک چې دغه ډول غربي نظريات عقلا او عقيدتا مني، له اسلامه خارجيږي. امام موصلي حنفي په خپل مشهور کتاب «الاختيار» کې ليکي :«کل بدعة تخالف دليلا يوجب العلم والعمل به قطعا، فهو کفر». هر هغه بدعت چې د اسلام د داسې دليل خلاف وي، چې علم او عمل پرې لازم وي، کفر دی.

درځئ دا ازمونه په حاکميت کې څه وايي؟ په تشريع کې څه وايي؟ په طاعت وعبادت کې څه وايي؟ تجارت او معاملات يې په کومو قوانينو استوار دي؟ که څوک سترګې نه پټوي دا فلسفې په دغو تمامو برخو کې، بلکې د ژوند په ټولو اړخونو کې صريحو قرآني او نبوي نصوصو سره ټکر لري، چې پر موږ يې زده کړه او تطبيق فرض دی او دا نظام په خپل حلف(لوړه) کې دا تعهد کوي، چې د وارد شوو قوانينو رعايت به کوي او مواظبتاً به پرې عمل کوي.

په همدې نظام کې چې پر اسلامي احکامو کومې ملنډې ووهل شوې، د دې خاورې هره بې دينه دوره يې وروسته پرېښووله. د دې ملنډو وروستۍ بېلګه د حجاب پر ضد لاريون و، چې څو ورځې وړاندې مدني فعالانو وکړ. اوس نو سوال دا دی، چې دا نظام ولې ملحدانه او کفري نه دی؟

موږ وينو چې جهادي لوری «اجيره اداره» او «ګوډاګۍ اداره» ترکيبونه کاروي، چې سم نه دي او په لوی لاس د دې ادارې او نظام حکم پټوي. دا منو چې دا اداره اجيره او ګوډاګۍ ده، مګر دا به هم منو، چې ګوډاګيتوب او اجرت يې خپل حکم نه دی، بلکې صفت يې دی. موخه دا ده، چې ګوډاګيتوب يې له کفره وروسته دی.

همدا نامناسبه نرمه رويه د دې لامل شو، چې خلک په دې نظام وغوليږي، کار په کې روا وګڼي، بلکې ځينې يې دفاع هم لازمه وبولي. زما ياديږي،چې د دې نظام په اوايلو کې شېرزي وړانديز وکړ، چې نور افغانستان سره اسلامي لفظ ونه کاروو، ښه به وي، ځکه خلک له اسلامه بده استفاده کوي. ځينو خلکو کلک غبرګون وښود او خبره زړه په زړه پاتې شوه. همغه وخت زما ذهن ته دا خبره راتله، چې دوی مازې د خلکو ذهن دې ته اړوي، چې ګورئ دا نظام اسلامي دی او که څوک د اسلام پر ضد څه وايي، دغسې غاښ ماتی ځواب به ويني. څه دغسې دښمن هوښيار و او څه موږ نرم لاړو، پايله دا شوه، چې دا نظام په پښو ودريږي او دومره اوږده جګړه وکړي. ځينې ورونه حکم کې يو قدم وړاندې ځي، دې ادارې ته «مرتده اداره» وايي، خو که فکر وکړو، مرتد هغه چا ته وايي، چې له اسلامه وروسته کافر شي، مګر دا اداره او نظام اساسا او ا بتداءً کفر سره راغلی. ګويا دا نظام رأساً کفري نظام دی. البته د هغو خلکو په اړه به د ارتداد خبره سمه وي، چې له اسلامه وروسته يې عقلاً او قلباً ځان د کفر غېږې ته غورځولی وي، مګر د نظام په اړه نه.

نور بيا…

avatar
7 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ف-ا
میلمه

خیر خوا صاحب. نو حل لاره څه ده. موږ مستفل نسو پاتی کیدلای ځکه چه د استقلال ساتلو عناصر څموږ په ټولنه کی دومره خواکمن ندی چه خپلواکی تضمین کړی. موږ په خپل تاریخ کی ډیر ځله خپلواکی آخستی خو یو ځل مو هم نده ساتلی ځکه چه ساتلای نسو. که دا نظام دامریکا له وجی کافر دی نو اسلامی امارت خو هم هامریکایی پروژه ده که د حق نه سترګی وا نه ړوی نو ته به هم دا راسره ومنی. اوس موږ مستقایمآ غلام یو خو د امارت په وخت کی موږ د پاکستان غلام و او پاکستان د… نور لوستل »

صفي الله
میلمه

جزاک الله خيرا، اللهم يا مقلب القلوب، ثبت قلوبنا علی طاعتک، اللهم يا مصرف القلوب، صرف قلوبنا الی دينک

Hameed
میلمه
Hameed

ف-ا ته
خبره د غلامی او نه غلامی نده ځکه ددی ثبوت به بحث ‌ډیر اوږد کړی چی څوک غلام ده او څوک نده اصل خبره داده چی د خارجی ځواکونو په موجودیت کی زمونږ او تاسی دینی او فرهنګی ارزښتونه له خطر سره مخامخ دی که ستا په زعم طالبان د پاکستان او یا په اصطلاح دوهم لاس غلامان دی خو په خپل وخت کی یی شرعی نظام نافذ کړی و او زمونږ دین او فرهنګ له خطر نه مصون و

غوربندي
میلمه
غوربندي

ټولو ته سلامونه او احترام د افغانستان د اشغال له پیله د اشغالګرانو له پلان او فوځي وحشي عملیاتو تر څنګ د دوی د مختلفو ادارو لکه usaid لخوا د مایکرو-پروجګټس په نوم له شمیر وتلې برنامې تر کار او عمل لاندې نیول شوې او پلې شوې دي. مایکرو-پروژې نه مطلب هغه نالیدلې وړې وړې دسیسې دي چې د افغانانو د دین فرهنګ او تاریخ پر ضد یې په کار اچولې دي. یادې پروژې په دوه ډوله خلکو باندې تر اجرا لاندې نیول کیژي: لومړی ډله هغه خلک دي چې په ناخبره توګه د یادو پروژو په تطبیق کې عمل… نور لوستل »

lممتاز خان
میلمه
lممتاز خان

ګرانه خیرخواه صاحب! مونګ خو اشغال نه مخکی حکومتونه هم ولیدل هغه ظلم او جفا چه به هغه وقت کی پدی مظلوم اولس وشوه تاسو چیری وای چه فتوا مو ورکری وای- ایا دا حکومت دیر ګرم ده او یا هغه د اسلام ټیکداران چه به سروبی او نور مختلفو سیمو کی پاتکونه لرل او کله چه به یی خلکی هلک او یا جنلی دسپارلو په موتر کی ولیدل او کوزول او بی ناموسی به یی کوله – په شمالی ولایتونو کی د بچه بازی قصی خو لا پریده – زه دا وایمه مونګ تول افغانان که میاه ده که… نور لوستل »

انصار
میلمه
انصار

که دشتیا خبره وکړو نو همدغه د دین حقیقی تصور دی چه ستاسی (خیر خواه صاب) وړاندی کړی دی، ها، یوه خبرده چه همیشه حقایق په نفس باندی بوج وی او نفس یی نه غواړی ځکه خلک دلایل وایی، بس ستا دا خبره چه شا مله دفاع- شا مله دفاع- شامله دقاع – بس ورځی پری ،شامله دفاع که ځان شامل کړی. مننه

الحمد الله چه ستاسی غوندی خلک لرو.

ف-ا
میلمه

د ملگرو نه مننه چه کامنـت یی ورکړی. ستاسی خوښه چه هر څه می بولی هر څه چه یم زه او ځما خدای جل جلاله سره پوهیږو. خو پردی خبره هم کلک ولاړ یم چه امارت هم امریکایی پروژه ده . دا خبره زه نکوم دا خبره محترم مشرف صاحب هم کوی او هر د عقل او فکر خاوند یی تحلیل کولای سی . نور نو د اسلام په نوم د وحشت اوبربریت او مخدرو موادو د قاچاق پروژه منفوره او رسوا سویده. داسی ښکاری چه دا پروژه نوره پر ختمیدو ده، او یا به هم په داعش کی منحل… نور لوستل »