نړۍ

سبا د دوه ساعته لمرنيونې اټکل شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۲۸مه، ۱۳۹۳ل): اټکل کېږي چې سبا – جمعه – به په ډېرو اروپايي هېوادونو کې دوه ساعته لمر نېونه – کسوف – رامنځ ته شي، چې په ګڼو ښارونو کې باید احتیاط وشي.

ویل کېږي دغه پېښه نږدې شپاړلس کاله وړاندې تکرار شوې وه، چې په دومره اندازه وخت سپوږمۍ د لمر مخې ته ولاړه وه.

په اروپايي هېوادونو کې به سبا د کب پر ۲۹مه چې د مارچ له ۲۰مې سره سمون خوري د سهار په نږدې اتنیمو بجو سپوږمۍ د لمر مخې ته راشي او تر لس نیمو بجو به دوام وکړي.

د نجومیانو په قول په اسیايي هېوادونو کې ښايي د دې کسوف څرک نه وي، خو په اروپايي هېوادونو کې ممکن ۹۳ سلنه لمر وپوښل شي، ځکه خو باید په دې ورځ په ګڼ مېشتو ښارونو کې پوره احتیاط وشي.

په داسې حالاتو کې عموماً د طبعي افتونو په وخت همکارې ادارې پر عامو وګړو غږ کوي چې له ډېرې اړتیا پرته دې ورځنیو کارونو ته نه ځي او موټر دې هم ښار ته نه راولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x