نظــر

ځوانانو ته دکویټ د یوه مسافر پیغام‎

بسم الله الرحمن الرحیم: الحمد لله نحمد ونصلی علی محمد مصطفا صلی الله علیه وسلم، ونعوذ با الله من شرور انفسنا ومن سئیات اعمالنا.
امابعد
محترمو!
دا لیکنه مي لومړنی پیل ده، کیدای شي  نیمګړتیا وی او خالی ګاوی ولري، نو ستاسو له محترم حضور نه بخشنه غواړم.

زما دوطن پتمنو عزتمنو غیرتی ځوانانو، که له هرچا سره بل ملک ته دتللو تلوسه اوتکل وی، دا تلوسه او تکل دي پریږدی او په خپل وطن کی دي د کار او مزدوری  لپاره لیڅې را ونغاړي، د بل ملک او یا وطن ارمان ما تر هر چا ډیر کاوه او هم می کوششونه کــول، چي اوس هغه د چا خبره لاس په نامه ورته ولاړ ژړا کومه، زه به دخپل ځان یو حقیقت ولیکم چي مسافري څه شي ده او زمونږ افغانان مسافر څنګه په نورو ملکو کی ترخه او بی کوره وختونه تیره وی.
دطالبانو حکومت کی دښرنې په لیسه کی می زده کړی کولی، ښه درسونه وو ، او په څنګ کی ورسره مو د دینی علم مکمل تعلیم شروع کړی وو ، خو لکه چي دلوی رب دا خوښه نه وه، نو د دولسم صنف نه چي فارغ شوم یو ناڅاپه راته بدمرغه او زما د ټول ژوند ختمونکي ناروغی پیښه شوه،  هر څومره چې ډاکټرانو ته ولاړم فایده یی نه وه او مرض می ورځ تر بلی زیاتيدو، اخیر کی یی نتیجه دا شوه چي له درسونه دری کاله مکمل لیري پاته شوم، او لکه څنګه چې عصری تعلیم را نه ړنګ پاته وو هم دغسي نحوه هم رانه نیمګړي پاته وه، دطالیبانو تحریک هم سقوط وکړ اوس نو بیخی دتعلیم په کیسه کی نه وم، دلته نو یوی بلی بلا راپیښه وکړه، هغه داچي دبل وطن دمسافري ارزوګاني اوهیله مي په خوټیدا شوي، لکه څنګه چې زمونږ غریبه کورنۍ وو، نو مرحوم پلار جان می نشواي کولاي چې چیرته کوم پوهنځي او یا د مدرس غم یی راته خوړلاي وای، دوه کاله پس مي مرحوم پلار رحمة الله علیه دګوزن په ناروغي اخته شو اوس نو دکور لا د ډیرو جنجالو راپیښه کړه ، د تعلیم او تدریس نوم یی رانه ورک کړ او د بل وطن په کوشــــش او زیار لګیا شوم ، مشر ورور می په کویت کی مسافري نیم خوړلي وو، مګر زما سوچ بیا بل شان ته وو، مابه تل دا فکرونه وهل چي دغه مسافران چې راشي ، ددوئ نوی جامي او ورسره په سنګ کی شایسته موټر، چوروت به می دلته دبل ملک د سفر په لوری وو، بل وخت کي خبر شوم چې ورور می دکویت ویزه راته اخیستي ده نو دخوشحالي او مزو په جامو کې نه ځاییدم، ملګري هم څوک راته بختور وایی څوک راته دخپلو دوعاګانو غوشتنه کوی، زه هم له ځانه سره وایم چې ته به  نه یی، چیرته زه او چیرته  ویزا،  دانو یو نوی کار ده خوشحالۍ ده چې په ما راغله، نور نو زما دګوتو په شمیر شپی پاته دی او ځم بل وطن ته.
څوشپی بعد می دسپینږیری ګوزڼ وهلی پلار، ګرانې مورکي له خوږي غیږی د رخصت دوعا واخیسته، او شاته می  کنکلي وروڼه ولاړ  دی، زه دغزني جان په موټر کي کیناستم، دغزني د ښار په طرف پس له دوو  ساعتونو ورسیدم، په غزنی کی د یوی شپی په کولو سهار د کابل په طرف روان شوم، په فکرو اواندیښنو می شپه تیره کړه  او سهار می ویزا له یوی  ایجنسی نه واخیسته، ټیکټ یی هم راکړه چي صبا مازدیګر به که خیر وو ځی، نو دلته لا خوشحاله شوم چیرته زه او چیر ته طیاره سبا مازدیګر راغی، دحامید کرزے هوایی میدان په طرف روان شوم، زیړ مازدیګر ده د وطن له خوشبویه هوا نه پور ته  شوو،  طیاره دکویت په لور روانه شوه،   سفر ته مو  ادامه ورکړه، او د تخنیکی ستونزو له امله مو سفر په دوبی کی لیږ وځنډیده، له یو شپی بعد د کویت نړي وال هوایی میدان کي طیاری خپلي پایې کیښودلی.
کوم وخت چې له میدانه ووتلم، محترم ورور می استقبال ته راغلي وو، او هلته د میدان په دروازه کي دغریبي په جامو کي زما انتظار کوول، له پوښتنی او روغبړ وروسته اوس نو استوګنځای په طرف روان شو، موټر ته چي راغلو دلته نو بله ننداره وه، په موټر کي غټ غټ څیټکان سیلمټی بلاوی پرتي دی، ورور می ماته دکیناستو ځای په ډېر مشکل په دی سیلمټو کی پیدا کړ، نو زما زړه دلته بل ډول خیالونه وهی، چیرته هغه مسافر او چیرته دغه ژوند، بیا زړه تکیه کوم، چې خیر دا به یی دبل چا موټر راوستي وی، خوهغه  موټر مو دمحترم ورورخپل موټر وو او دغریبی واقعًا دغه موټر وی، مګر زما فکر خو دلته د داسی غریبی نه وو، ناداني وه چي همدا را وشول، وروڼو خواری اوغریبی عیب نه ده باید هر وخت سړی کار او مزدوری وکړي، خو په بل وطن کې نه په خپل وطن کې.

استوکنځای ته راغلو کلیوال هم پوشتنی ته راغلل، خو لکه سنګه چي په وطن کي وو  دلته یی هغه دم هغه چم بیا نه وو، هر څوک د ځان په غم او درد لګیا وو ، او د بی وسي نشانی یی له ورایه په مخونو کي څرګندی وی، چې دا ټول شیان ماته یو بل ډول ژوند ښکاریده، ځکه چې ما خو هلته دغه سوچ هم نه وو وهلي چي په بل وطن کي هم خپګان شته نو دا ټول شیان راته د زړه دردونکي وو، او هم یی زما په ژوند کي د خپګان  موسکا خپره کړه.

محترم ورور! راته د یوه زاړه موټرسایکل بندوبست وکړ او وروسته له لسو شپو یی راته د کار د پیل وړاندیز وکړ چي ما هم په ناهیلو سترګو قبول او د غریبی په موتړسائېکل می دکار پیدا کولو کوششونه کول، لکه څنګه چې زما مینه اومحبت له علم ، کتاب، قلم او کتابچي سره فطرتی او پلرنۍ وو نو به می کله کله قلم یا کتاب را واخیست د غم داستانانونه او شعرونه به می لیکل او یا به می  ویل، نو دلته بیا مسافرو کي یوه بله انګازه خپره شوه، هغه دا چي چا به راته بي همته او چا به راته دلیوني لقبونه راکول او هم آخیر کي مشهور په لیونۍ شوم، او زما فطرتي محبت یی له خاورو سره خاوری کړ او ما هم نور له قلم او کتاب نه ځان لری ساته او هم می ورنه کرکه راتله نعوذ بالله، دلته دا مهمه بولم چي دمسافرو په ژوند لیک یوه رڼا واچوم ، دا ځکه چي تنکی ځوانان مو چیرته بل ملک ته زړه ښه نه کړي.

【دکویټ مسافر】

زمونږ افغانان مسافر چي په کویت کي اوسیږی، ډیر باتوره غیرتي او مهربانه خلګ دی، خو دهغوئ ذهنونه بل شانته اوښتي دی، ځکه چي یو یی له کوره د ډیری مسافري په وجه او بل دلته د عربو د بی رحمه چلند له وجي، زمونږ مسافر وروڼه چي دلته په کویت کۍ اوسیژی، ډیر یی روحي مریضان دی چي اوس علم او پوه بیخي نه پیژني او نه پوهي او زده کړي ته قایل دی، هر یو یی سیاسی مبصر هم ده، ډاګتر هم ده، انجنیر، مثلاً چي کوم مسافر دلته ویني دغه ټول علمونه لکه چي ده حاصل کړي وي.
یوټوکه ده وایې 《یو وخت کي له یوه نفر نه چا پوښتنه وکړه، چي څو زامن لرې، ده ورته وویل چي دوه، او هم دواړه د اصحابو ډاکټران دی، دا بل ورته په جواب کې وویل: ها ها د اعصابو ډاکټران، ماشاءالله داخو ډیره شه ده ، ده ورته وویل چي هو هرکله چي زه کومه خبر وکړم کله یو او کله بل راته وایی چي بابا اعحاب دی خراب دی، نو ماته ګومان راځي چي دواړه داعصابو ډاکټران دي.
نو د کویت مسافر هم ټول ماشاء الله دکتوری لري.
مسافری یی ذهنونه دومره خراب کړي چې ډیر یی علم دومره بد ګڼې چي بیخې دا دی بی عقلو او جاهلو کار بولي، ځکه چي دوئ وای چي عالم سړي هیڅکله هم چیرته نشي پیسه دار کیدلي، نو ځکه له علم نه دومره کرکه کوي او هم یی بد بولي، دا هغه زما ارمان وو چې ما ورته بی دریغه کوششونه کول.
د څلور کلو مسافري په تیریدا می د مرحوم پلار رحمة الله علیه سایه له سره ښکته او د حق جام یی نوش کړ، له دی فانی دنیا نه ابدی دنیا ته ولاړ، روح دی ښاد وی اویاد دی تل وی،  ماهم یوڅه تجربی وکړې او هم دلته لږ بلد شوم، نو می د مرحوم پلار صیب د ارمانونو خوا ته پام واړاوه ، او د کویت ستانفورد البرطانیه یونیورسټی کی د کمپیوټر دعلم ثبت نام وکړ، او ورسره مي د مطالعاتو لړی پیل کړه، نن چي دری کاله پوره کیږی او د کمپیوټر دعلم شهادتنامه می هم واخیسته، خو په څنګ کي می اقتصاد ته داسي ضربه واړوله چي له صفر سره می ضرب کړه، او اوس هم دا ده چي لا له کړاونو اودردونو خلاص نه یم، الله خبر چي څومره به نور دوام وکړی او زما هغه خوشحالیاني چي په سیند کي لاهو شوی، دهغو حساب خو شته نه.
په اخیر کي می له ځوانانو نه هیله اوتمه داده چي زما دغه دي مسافری کیسه باید هر یو د ځان پند وګرزوی، په خپل وطن کی کار وکړي، هغه که مزدوری وی او یا کومه پانګونه وی، خو د الله لپاره دبل ملک سوچونه اوفکرونه له زړه نه لری کړی..
دنن ټکي آسیا له تخنیک ګرانو نه غواړم چي زما دغه لومړنۍ هیله خاوری نه کړي، ومن الله توفیق
(صبورګل، صابر) ستاسو همیشنی کتونکي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حق جو

دردمنه کیسه وه صابر ګله الله تعالی دی صبر او استقامت نصیب کړه

ببرک دروېش

صابره وروره ستا همت او ستړي ژوند ته په خپله افغاني مینه سلام کووم خو ددې ټولو ستړیاوو سره سره د پردیسۍ په دغه تریخ ژوند کې ستا د علم او پوهې لپاره هڅه او بیا په کویټ کې د کموپیوټر په برخه کې د زدکړو مبارکي تاسې او ستاسې ټولې کورنۍ ته وایم خدای دی په خیر خپلې کورنۍ او هېواد ته راستون کړه.

سنګین

ان شا الله کامیابی به دی په نصیب شي، ځکه چی پوه او هوښیار انسان یی.

sabawoon

سلام وروره رښتیا درته ووایم زه اوس له پوهنتون څخه فارع یم خو تراوسه بیکاره یم نو ما هم عوښتل چی عربو ته لاړشم حو اوس…….

ابوانس

بي زحمته راحت نشته زما وروره
كه عزت غوارى زحمت درته رابويه

صبورګل صابر

ملګرو اوخوژو، له هریوه نه نړي مننه کوم ،الله مو هریوکامیابهداوخوشحاله لره، دغه پیغام ټولوتنکیو ځوانانو ته ورسوی او ورته داکیسه وکړی.

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx