نړۍ

خیبرپښتونخوا: طالبا نو یو شمیر عسکر وژلی اوتښتولی دي

(نن ټکی اسیا دیسمبر۲۰۱۱/۲۳) نن سهار وختي پاکستاني طالبانو دخیبرپښتونخوا ایالت ټانک ولسوالي کی دپا کستاني عسکرو یوه پوسته ترسخت برید لاندی راوستلي ده، طالبانو دبرید په ترڅ کی پوستي ته اوراچولي یو عسکریی وژلی، دوه یی ژوبل کړی دي، اودیرش نوریی ورسره تښتولی دي.

په سیمه کی دپولیسو یوه چارواکي عابد له رسنیو سره خبرو پروخت وویل، وسلوالو له سپيدو داغ څخه مخکي دعسکرو پوسته ترسخت برید لاندی راوستلي ده، پوستی ته یی اور اچولی دي او یو شمیرسپکي او درني وسلی یی هم ورسره وړي دي.

عابد زیاته کړه دبرید له کبله یو عسکر وژل شوی دوه نور ژوبل شوی او ۱۵ تراوسه پوری نادرکه دي داسي ګمان کیږي چي وسلوالو به ورسره بوولي وي.

دپاکستاني طالبانو ویاند احسان الله احسان درویټر خبري ازانس سره تلیفوني اړیکه نیولی ده، نوموړی زیاته کړه چی برید زمونږ دملګرو لخوا دیوه وژل شوی قومندان په بدل کی ترسره شوی دي، اودبریدپه نتیجه کی یی عسکرو ته مرګ ژوبله اړی وله ده او ۳۰ کسه عسکر مو راسره تښتولی دي.

له بله لوری یو بل طالب قومندان شاهین هم دعوه کړی چی برید زمونږ دملګرو له لوري ترسره شوی دي او ۱۵ تنه عسکر اوس زمونږ سره زندانیان دي.

نوموړي زیاته کړه په اول کي دتښتول شویو عسکرو شمیره زیاته وه خو وروسته بیا ځینو عسکرو وکړای شول چي په تیښته بریالی شي.

دطالبانو قومندان شاهین وایی برید مو دیوملګری قومندان تاج ګل په بدل کی ترسره کړی دي کوم چی داکتوبرپه میاشت کی دامریکایی بی پیلوټه الوتکو دبرید له امله وژل شوی وو، نوموموړي زیاته کړه ځکه مو پاکستاني عسکرو باندی برید وکړ، چي پاکستاني حکومت دامریکایانو په وینا دترهګري په وړاندي روانه جګړه کی دامریکی ملګري دی.

دطالباو ویاند همدا هم وویل چي دتښتول شویو عسکروپرسربه له حکومت سره هیڅ ډول تیره بیره ونکړي، بلکه دغه عسکربه ټول ټوټی ټوټي شی او غوښي به یی ددوي قومندانانوته په لاس ورکړل شي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x