
کليفورنيا کې يو امريکايي عسکر وژل شوی
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۲۹مه ۱۳۹۳ل): د امريکا سمندري ځواکونو يو عسکر کليفورنیا ايالت کې وژل شوی دی.
ايسوشيټيډ پريس خبر ورکړی، چې د امريکا د سمندري ځواکونو يو عسکر کليفورنيا ايالت کې د نظامي روزنې پر مهال وژل شوی دی.
د سمندري ځواکونو وياند وايي، چې ۲۵ کلينټن جيمز ۲۰۰۸ ز کال کې له حربي ښوونځي فارغ شوی و او له هغې وروسته د امريکا سمندري ځواکونو کې يې د يو عسکر په توګه دنده درلوده.
اسوشيټيډ پريس زياتوي، چې چارواکو تر اوسه د وژل شوي عسکر د وژنې لامل نه دی په ډاګه کړی.
تېره اونۍ هم د امريکا اووه سمندري او څلور ځمکني پوځيان هغه مهال تري تم شوي وو، چې چورلکه يې د امريکا فلوريډا ايالت کې د هوا د خرابۍ له امله د ډسټن او پينساکولا تر منځ سمندر کې پرېوتې وه.