عراق: بغداد کې ۱۳ پرلپسې چاودنو ۶۳ تنه مړه او ۱۸۵ تنه ټپيان کړه
نن ټکی آسیا: د عراق په پلازمینه بغداد کي د ۱۳ پرلپسې چاودنو کې ۶۳ تنه مړه او تر ۱۸۵ تنه زیات ټپیان شوي دي.
د عراق څخه د امریکایانو دوتلو د رسمي اعلان وروسته دا لومړی ځل دی چي په دومره پراخه او منظمه کچه داسي غټي چاودني را منځته کیږي.
د بي بي سي د خبریال په قول نن د بغداد ښار په ۱۳ جلا جلا سیمو کې بمونه وچاودل چي له کبله يې یاده مرګ ژوبله را منځته شول،
او ګمان کیږي چي د مړو شمېر به تر دې هم زیات سي.
ددې چاودنو په اړه ویل کیږي چي اکثره یې د موټر بمونو په واسطه تر سره شوي چي په ګڼو سیمو کې د سړک پر غاړه درول شوي وه.