نظــر

دبشر د حقونو د څار اداری نیمګړی راپور

لیکوال: ډاکټر نعمت الله نیازی

تیره اونی د بشر د حقونو د څار اداری د یو شمیر جنګي جنایت کارانو لست خپور کړ. که څه هم دغه افراد له ډیره پخوا په جنګی جرمونو، لکه د بیګناه کسانو په وژنو، د دولتي او د خلکو دځمکو د غصب او عامو وګړو په زورونو پړ ګڼل شوي وو خو د دوی د کړنو خبر دې ورستیو کې له دې حقوقي مرجع څخه خپور شو.

لیکوال: ډاکتر نعمت الله نیازی
لیکوال: ډاکتر نعمت الله نیازی

بنیادی خبره داده چې ایا د بشر د حقونو د څار اداری دا وروستی رپورټ څومره عادلانه دی او څومره په حقوقی معیارونو برابر خپورشوی.

د ثور کودتا نه وروسته، هیواد د بیلا بیلو ډلو ټپلو له خوا قبضه شو او په دې لړ کې بشري حقونه په بیساري ډول تر پښو لاندی شول. د بیلګې په ډول د کمونیستی رژیم د حاکمیت په دوران کی د هیواد بیلا بیلو برخو کی خلک چې یوازې جرم یې عقیده وه او د کمونیستی مفکورې سره يې موافقه نه درلودله د  پلجرخی په پولیګونونو کی ژوندي تر خاورو لاندی شول چې د ځینو اړوندې کورنۍ خو لا تر اوسه د دوی د راتګ لارې څاري.

د مجاهدینو د بریا نه وروسته جهادي رهبرانو د قدرت د خپلولو په نتیجه کې کابل ښار کې خپلمنځي جګړې پیل کړې چې په پایله کې تر ۶۰،۰۰۰ زیات د کابل ښاریان و وژل شول او نورې داسې د بشر ضد کړنې او جنایتونه وشول چې د قلم ژبه یی په ویلو شرمیږی.

وژل، لوټ او تالان، جنسي تیري او داسې نورې کړنې د دوی له خوا تر سره شوې چې ځانونه یې د اسلام دین او د محمدي شریعت نافذین بلل.

د هیواد مشهور جنګسالار جنرال دوستم چی په ګلم جم مشهور دی د طالبانو د جګړی پر مهال د زرګونو اسیرانو د وژنو مسول دی. د شمال په جګړو کې اسیر شوي طالبان په کانتینرو کې واچول شول او بیا په ډزو ووژل او بیا یې هم د امو سیند ته وا چول.

وروستی ۱۳ کلونه هم له جنایاتو ډک کلونه وو. غیر قانوني وژنې، د خلکو د ملکیتونو غصب کیدل، په نوامیسو باندې تیری او اداري فساد له هغه مشکلاتو څخه و چې افغان ولس یوار بیا تجربه کړل. اوس نو سوال د بشر د حقونو د څار کمیسیون نه دادی چې ایا د ۳۵ کلونو په جریان کی چی د ۲ میلیونو په شا او خوا کی خلک و وژل شول په میلیونونو نور انسانان معیوب، بی سر پناه او وځوریدل، ایا دا ټول همدې ۸ کسانو تر سره کړی ول؟

ښکاره خبره دا ده چې هیواد له جنګي مجرمینو ډک دی، داسې مجرمین چه دا اته کسان خو د دوی په ټیټو افرادو کې هم نه راځي بیا نو ولې د دوی د مشرانو نومونه نه خپریږی. حقیقت دا دی چی دا راپور تر ډیره بریده سلیقه وي بڼه لري تر دې چې حقوقی بڼه ولري.

داسی بڼسټونه باید حقوقي مسایلو ته سیاسي رنګ ورنه کړي ګنې داسې کړنې ممکن باعث شی چی د دوی اعتماد په خلکو کې کم شی.

البته ولس ته د دې اتو کسانو د څیرو بربڼدول یو مثبت کار و خو اصلی لوب غاړي باید هم همداسی بربنډ شي. د بشر د حقونود څار اداری غوښتنه له دولت څخه چې دا مجرمین دې مجازات شی عجیبه ده ، ځکه تر ټولو ستر جنایت کاران د دولت په لوړو مقاماتو کی ګمارل شوی چی د همدی ۸ مجرمینو اصلی ريښه له همدی ځاینه منشأ اخلی او له همدوی نه په ډیر صراحت دفاع کوی بیا نو له مجرم نه د انصاف غوښتنه شاید چه په منطق ولاړه نه وي.

افغانان هیله من دي تر څو د جنګي جنایت کارانو نومونه نړیوال سازمان ته وسپارل شی او په نړیواله سطح دغه افراد محاکمه شي تر څو راتلونکي کې د داسې کړنو څخه مخنیوی وشي.

په درناوی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x