افغانستان

د څرخي پله له زندانه ۱۰۷ زندانيان خوشې شول

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۲۹مه ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني د ځانګړي فرمان له مخې د کابل څرخي پله له زندانه ۱۰۷ بنديان خوشې شول.

راپورونه وايي، چې دا بنديان د ښځو د ورځې په مناسبت خوشې شوي دي.

د څرخي پله د زندان مشر مسؤول سردار محمد ځاځي تېره ورځ ناوخته په خپل دفتر کې رسنيو ته وويل، چې څرخي پله زندان کې د پخوا په پرتله اسانتياوې زياتې شوي او دغه بنديان يې د قضايي حکم له څېړلو سره سم خوشې کړي دي.

د ښاغلي ځاځي په وينا اوس هم ګڼې ستونزې شته، مګر د پخوا په پرتله څرخي پله زندان ډېر ښه شوی دی او دوی هڅه کوي، چې روانې ستونزې هم د وخت په تېرېدو له منځه يوسي.

« څرخي پله زندان د مهمو امنيتي او قضايي ارګانونو له خوا څارل کيږي او هېڅوک نا قانونه کړنه نه شي تر سره کولی او که څوک دغسې يو کار وکړي، نو چارواکي ترې پوښتنه کولای شي.»

ښاغلي ځاځي د يو سوال په ځواب کې ومنله، چې لا هم څرخي پله زندان کې د نشه يي توکو د کارولو او زندان ته د دغو توکو د راواردولو ستونزه پر ځای پرته ده او دې کې د زندان يو شمېر مهم کارکوونکي هم لاس لري.

د ښاغلي ځاځي په وينا په دې وروستيو کې يې د پنځو مامورينو به ګډون شل تنه زندان ته د نشه يي توکو د راوړلو په جرم نيولي او دوسيې يې څارنوالۍ ته لېږل شوي دي.

د ښځو د ورځې په مناست د ښځو له زندانه پنځلس ښځې او ماشومان هم له بنده خلاص شوي دي.

د ښځينه زندان مسؤول عزيز احمد سرباز رسنيو ته وويل، چې د پنځلسو ښځو او ماشومانو د خوشې کولو سربېره د ګڼو ښځو او ماشومانو د بند موده کې کمی راغلی دی.

بل پلو له بنده راخوشې شوي زندانيانو د چارواکو د ادعاوو خلاف رسنيو ته وويل، چې د زندان مسؤولين دوی او رسنيو ته د اسانتياوو خبرې کوي، مګر عملا هېڅ اسانتياوې نه تر سترګو کيږي او د زندان زرګونو زندانيانو په دې اړه څو څو ځله شکايتونه کړي، مګر د چارواکو په ګډون هېڅ بشري ټولنې د دوی غږ نه دی اورېدلی.

يو راخوشې شوي بندي د څرخي پله زندان مخته رسنيو ته په قهرېدلې لهجه وويل: «زه حيران دې ته يم، چې بشري ټولنې او ملي شورا څه کار کوي؟ ايا د څرخي پله زندانيان د هېواد وګړي يا لږ تر لږه انسانان نه دي؟»

بنديان تل د خپلو حقونو غوښتنه کوي او د دې لپاره يې څو څو ځل اعتصابونه کړي، مګر د چارواکو او امنيتي مسؤولينو د ناوړه چلند له امله دغه اعتصاب په تاوتريخوالي اوښتی دی او څو ځله د همدې تاوتريخوالي له امله زندانيانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې، مګر چارواکو تر اوسه د زندانيانو ستونزو ته هېڅ توجه نه ده کړې.

د بنديانو حقونه

د جنګي بندي حق دا دی، چې بايد د خپل مدافع وکيل پر وړاندې وغږيږي او د مدافع وکيل له شتون پرته هېڅوک حق نه لري، چې دی وغږوي.

جنګي مجرم بايد يوازې د خپل نوم، دندې او رتبې په اړه خبرې وکړي، مګر د څرخي په ګډون د هېواد په بېلابېلو محبسونو کې پراته زندانيان، عملا نه جنګي مجرمان بلل کيږي او نه هم جنګي بنديان.

په فرمانونو کې څوک ازاديږي؟

دا راز هغه بد نصيبه افغان ته معلوم دی، چې د څرخي پله يا بل کوم زندان کې يې د کورنۍ کوم غړی يا دوست بندي وي او د ازادۍ په تمه شپې ورځې تېروي.

د بنديانو کورنۍ او دوستان وايي، چې څارنوالۍ، قاضيان او لوړپوړي چارواکي د خپلو کمېشن کارانو په واسطه له دوی په لوړه کچه رشوتونه غواړي، چې په بدل کې يې بندي ورته راخلاص کړي او هغه څوک، چې د چارواکو رشوتونه نه شي پوره کولای، نو د هغوی بنديان په کلونو کلونو د زندان تورو تمبو شا ته پراته وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x