افغانستان

دیني علماوو نوروز نمانځنه قطعي حرامه وګڼله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۲۸مه، ۱۳۹۳ل): سلګونو دیني علماوو په پلازمېنه کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې د نوروز نمانځنې په اړه فتوا ورکړه او ويې ویل چې دا قطعي حرام عمل دی.

علماوو پر دې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د نوروز په نمانځلو کې افراط کېږي چې له دیني اصولو سر بشپړ ټکر عملونه پکې ترسره کېږي.

دوی وویل چې که څوک د نورو دې نمانځلو ته دیني دلایل تراشي هغوی په دین کې زیاتونه کوي او دا له دین سره لویه جفا ده.

په یاده غونډه کې چې پرون په پلازمېنه کابل کې جوړه شوې وه، د «دارالافتا شمسیه» په نامه د دينې مرکز مشر مفتي شمس الرحمن فروتن وویل چې دوی د نوروز نمانځل حرام بولي او که څوک مناظرې ته اړتیا ويني، دوی ورته حاضر دي.

د مفتي فروتن په وینا که دا ورځ یوازې په دودیز شکل نمانځل کېږي، نو د سخي جنډه پورته کول، د تکبیر نارې او نور مسایل څه معنی لري، د دوی په خبره په دې ورځ ډېرو عملونو ته د عبادت په سترګه کتل کېږي او خلک يې د ثواب په تمه ترسره کوي.

نوروز یا د لمریز کال لومړۍ ورځ د کابل په سخي کارته کې او د مزارشریف ښار کې د سخي جنډه پورته کېږي، چې خلک پکې په همدې پلمه مېلې او ساعت تېري کوي.

سره له دې چې دیني علماوو په اتفاقي ډول د دې ورځ نمانځنه حرامه ګڼلې، خو افغان دولت وايي چې دوی به دا ورځ په پلازمېنه کابل او مزارشریف ښار کې په شاندارو مراسمو نمانځي او  نږدې میاشت وړاندې يې د دې ورځې لپاره تیاری نیولی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Ahmad

ميلى او ساعت تيرى؟ ايا كه دا داسلام به جوكات كى برابرو ى ناروادى. اسلام امر كوى جى هميشه خوشحاله و اوسى او يوازى له الله نه وويريزى

رحمان الله

دنوروز حرام ولی دیر روشانه ده خو که سوک یی اومنی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x