افغانستان

روان کال: ۶ خبریالان وژل شوي،۱۶ ټپيان او ۱۷نیول شوي دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۲۸مه، ۱۳۹۳ل): د افغانستان د خبریالانو ټولنه وايي چې روان لمریز کال د افغان خبریالانو لپاره د تېرکال په پرتله ډېر خونړی او بد کال ګڼلی شو.

دوی پخپله اعلامیه کې ويلي چې سږ ۱۳۹۳ لمریز کال د ۱۳۹۲ لمریز کال په پرتله د خبریالانو لپاره له تاوتریخوالي ځکه ډک و، چې پکې ۶ تنه خبریالان وژل شوي، ۱۶ ټپیان شوي او ۱۷ د بېلابېلو لوریو له خوا موقتي نیول شوي دي.

د اعلاميې له مخې په تېر کال کې له خبریالانو سره د زور زیاتې ۸۰ پېښې ثبت شوې وي، خو په سږ کال کې ۱۰۳ پېښې ثبت شوې دي.

افغان خبریالانو د کب د میاشتې ۲۷مه د خبریالانو ورځ اعلان کړې او پر دې مناسبت يې د غونډو او خبرو اترو په ترڅ کې د خبریالانو په پرمختګ، خنډونو او ستونزو خبرې کړې دي.

د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي شورا دفتر هم په خپره کړې اعلامیه کې افغان خبریالانو ته د ورځې مبارکې ويلي د وژل شويو، نیول شویو او ټپیانو خبریالانو پر حالت يې اندېښنه ښوودلې ده.

له خبریالانو سره تاوتریخوالی

د خبریالانو په قول له دوی په زور زیاتي کې دولت لومړی مقام لري، چې په تېر کال کې په بېلابېلو ولایتونو کې د دولتي مامورینو له لوري ګڼ خبریالان ګواښل شوي او ان مرګوني ډبول شوي دي.

د روان کال په لومړیو کې د زابل په مرکز کلات ښار کې د عامه نظم د پولیسو له لوري د یووالي راډیو خبریال نثاراحمد څپاند او د هغه ملګری عیسی محمد قلمیار مرګوني وډبول شول، چې د روان کال په دریو میاشتو کې د خبریالانو په وړاندې د تاو تریخوالي دا شپږمه پېښه ګڼل کېده. تر دې وړاندې د روان کال د حمل په شپاړلسمه په ننګرهار کې د پژواک کیمره مین د ملي اردو عسکرو له خوا دومره وهل شوی و، چې تر روغتونه ورسول شو، ورپسې په پکتیا کې ازاد خبریال لمر نیازی د دولتي چارواکي ساتونکو وواهه او له هغه وروسته بېرته په ننګرهار کې د ژوندون راډيو تلویزون خبریال زیارخان یاد د دې ولایت د نظم عامه پولیسوله خوا وډبول شو.

د پژواک د عکاس د وهلو په مهال په ختيځ کې د دوی خبريال محبوب شاه محبوب ويلي و چې دوی غوښتل د ټاکنو مرکزونه او رايې ورکوونکي خلکو ويديو وکړي، د ملي اردو عسکرو ددوی خبريال ببرک اميرزاده وهلي، وسایل يې ورمات کړي او نيم ساعت يې بندي کړی وه.

له پورته پېښې سره په نږدې وخت کې په لوګر ولایت کې د بهرنیو ځواکونو له لوري د ملي پیغام راډیو پر دفتر چاپه ولوېده، چې د راډیو وسایل يې مات کړل او دوه خبریالان له ځانو سره یووړل.

همدارنګه د وږې په دویمه په سرپل ولایت کې د پژواک خبري اژانس او اریانا تلویزون خبریال د ملي اردو یو لوړ پوړي قومندان د خپلې کورنۍ تر مخ وډبول، د وږې په اتلسمه په کابل کې د نن ټکی اسیا خبریال صمیم سعادت د احمدشاه مسعود د ټوپکوالو له خوا ووهل شو، د تلې په ۲۳مه د خورشید تلویزون خبریال نوراحمد پاییز په کابل ښار کې د ملي امنیت د کسانو له لوري د خپلې مېرمنې تر مخ وډبول شو.

له پورته پېښو سره جوخت د لېندۍ په ۲۵مه په پکتیکا کې دوه سیمه ییز خبریالان عبید الله سروضه وال او عبدالباري نعیمي د پکتیکا د خلکو له لور د لاریو په ترڅ کې وډبول شول، د دې میاشتې په ۳۰مه په کندوز کې د عسکرو له لوري دوه نور خبریالان وډبول شول، د کندوز امنیه قومنداني ویاند سرور حسیني د پېښې د پخلي تر څنګ د پلټنې ژمنه هم وکړه خو څرک يې ونه لګید.

نږدې دوه میاشتې وړاندې د سلواغې په ۱۸مه هم په هرات ولایت کې پولیسو د سیمه ییز تلویزون خبریال تر مرګه وواهه او د دې کال وروستۍ پېښه هم د کب په ۲۵مه دولتي چارواکو ترسره کړه چې په سرپل ولایت کې د دې ولایت مقام عسکرو د اریانا تلویزون خبریاله اتیلا نوري او ازاد خبریال یعقوب علي وډبول.

د اريانا تلويزون ښځينه خبرياله اتيلا نوري وايي، چې دا لومړی ځل نه دی، چې د امنيتي ځواکونو له لوري ډبول کيږي، بلکې تېره مياشت هم د جميل په نوم د ملي اردو يو قوماندان د والي په سلا هغه مهال نوموړې وډبوله، چې د خپلې کورنۍ له غړو سره کور ته روانه وه.

د آغلې نوري په وينا له تېرې اوږدې مودې د والي نږدې کړيو ورته د تيليفون له لارې د مرګ ګواښونه کول او د دې ټولو ګواښونو يوازنی لامل د والي خبره نه منل او د ده له غوښتنو خلاف خبرونه خپرول دي.

دولتي چارواکي معلومات نه ورکوي

د خبریالانو په ستونزو کې یوه هم معلوماتو ته نه لاس رسی یا هم د چارواکو له لوري د معلوماتو محدودل ګڼل شوي دي.

پرون د خبریال ورځې په پلمه په جوړه شوې ناسته کې د پژواک خبري اژانس مشر دانش کړوخېل په دولت نیوکه وکړه چې د بیان ازادي یوازې شعاري شکل لري او عملي بڼه نه ده ورکړل شوې.

نوموړي وویل چې د دوی اداره او نورې خبرې ادارې لا هم د خبر په اړه د چارواکو د معلوماتو په موندنه کې ستونزه لري او چارواکي له رسنیو سره همکاري نه کوي.

له دې سره جوخت څو ورځې وړاندې ولسي جرګې هغه قانون تصویب کړ چې له مخې يې د دولت له لوری رسنیز فعالیتونه لا محدود شول.

د دې قانون له مخې هر دولتي ارګان پخپله ساحه کې له رسنیو سره معلومات شریکولی شي، دفاع وزارت د عملیاتو برخه کې، بهرنیو چارو وزارت د بهرني سیاست اړوند او نورې ټولې ادارې پخپله محدوده کې باید رسنیو ته باید معلومات ورکړي.

په کابل کې د شمشاد تلویزون نشراتي مسوول خپلواک ساپي له بې بې سې سره په خبرو کې دا قانون ښه وګاڼه خو ويې ویل چې لا هم د دولتي ارګانو تر منځ همغږي نشته او نه هم دغه ارګانونه د ګڼو خبریالانو لپاره چټک معلومات شریکولی شي.

د دې قانون له مخې په افغانستان کې داعش ته منسوبي ډلې اړوند یوازې د ملي امنیت ریاست معلومات ورکولی شي او د سولې د ګونګې پروسې اړوند بیا یوازې ارګ د معلوماتو ورکولو صلاحیت لري.

یاده دې وي له امریکايي یرغل سره جوخت په افغانستان کې رسنیز فعالیت خورا ګړندی روان شو، خو د ټولیزو شبکو او ځينو ازادو انلاین رسنیو په فعالیت سره پر ډېرو هغو رسنیو ولسي باور کمزوری شو، چې د خلکو په وینا د دوی د ارزښتونو خلاف خپرونې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x