
کابل: د روزګان په «امپراطور» مشهور؛ امنیه قومندان مطیع الله خان ووژل شو
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۲۸مه، ۱۳۹۳ل): د روزګان امنیه قومندان مطیع الله خان په پلازمېنه کابل کې په یوه سرتيري برید کې ووژل شو.
تېره شپه شاوخو اته بجې د کابل ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې د چاودنو غږ واورېدل شو، چې امنیتي مسوولینو يې پخلی وکړ، خو ويې ویل چې تلفات نه لري.
د کابل امنیه قومنداني او د کورنیو چارو وزارت د برید د پخلي تر څنګ وویل چې په دې برید کې یوازې دوه تنه سرتيري بریدګر وژل شوي دي او بل چاته زیان نه دی اوښتی.
نن ټکی اسیا ته د باوري سرچینو له قوله رسیدلي معلومات ښيي چې قومندان مطیع الله خان پرون ماښام شاوخوا اته بجې د کابل ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې په همدې سرتيري برید کې ووژل شو.
د سرچینې په قول دولت هڅه کوي، چې د قومندان مطیع الله خان د وژل کېدو خبر رسنیز نه شي، خو په قول يې چې نوموړی په دې برید کې ځای پر ځای وژل شوی دی.
قومندان مطیع الله خان چې د رزوګان په امپراطور هم شهرت درلود، د روزګان د امنیه قومنداني پر مسوولیت سربېره يې د کندهار – ترینکوټ په لویه لاره د بهرنیانو د اکمالاتي کاروان د امنیت مسوولیت هم پر غاړه درلود.
مطیع الله خان چې د امریکایان نږدې کس بلل کېده، له هغوی سره د اړیکو او هغوی ته د اخلاصي خدمت په بدل کې هغه ته د نږدې سرچینو له قوله د نوموړي میاشتنی عاید دوه نیم میلیونه ډالره ښوودل شوی دی.
مطیع الله خان د روزګان په مرکز ترینکوټ کې د امریکايانو د ځانګړې قرارګاه په سل مترۍ کې اوسېده، د نوموړي په اړه د دې قرارګاه یو لوړ پوړي مسوول رسنیو ته ويلي و: «په دې ځای کې مطیع الله تر ټولو ښه کس دی.»
یاده دې وي د دې سرتيري برید مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.
داخو ډیر په زړه پوری خبر دی چی داسی یو خبیث مرداریګی دا سخت دی پشتون ډشمن وو ډیر بیګناه انسانان یی دی خاورو سره خاوری کل او باتی دی نه وی چی دا هم یو دی رازق دی ډیر سرسختو یارانو څخه وو انشاالله دی رازق هم ده همداسی یوی ورځی په هیله .