ټولنیزه برخه

باب دی په بيان د ګڼکپانو کې

احمدالله احمدزی

ګڼ ګپان، کندهاريان يې پډه ماران بولي، د هر ځای به ډېر خطرناک وي، مګر د پېښور والا يې نو بيا بيخي نوم لري، داسې کارونه کوي، چې د شيطان په کتاب کې به هم نه وي.

زموږ ګاونډي خليفه کيسه کا، چې دوی يې نايي بولي، وای يو وخت له وختونو څخه يو چټه چبلبازه، د پېښور لوی دولتي روغتون ته ولاړه او سرجن ډاکټر سره يې داسې خبره وکړه، چې لږه موده کيږي، واده يې کړی، مګر مېړه يې نه دی سنت شوی او ډاکټر ته زارۍ کوي، چې دا به د شخصي کلينيک لګښت دلته ورکړي، مګر ډاکټر صيب بايد په يو چل د دې جلکۍ مېړه سنت کړي، بس ډاکټر صیب، هم جلکۍ ته ښکته پورته ګوري او سينه يې وډبوله، چې بس رايې وله او دی به يې ډېر په اسانه او ژر سنت کړي. جلکۍ له روغتونه، د پېښور طلايي مارکيټ «اند شهر» ته ولاړه، ناز او انداز يې هم ډېر د پام وړ و، بس څه ګوري، چې نه ګوري، د بازار ټول حاجي صيبان يې په ننداره دي او جلکۍ هم د سترګو له کونجه خپل بازاري عاشقان څاري، بس پر يو دوکان ور برابره شوه، په ډېر سمارټ انداز طلا بيعه کوي، نقشې ګوري، دا خوښوي او نور ردوي، حاجي صیب هم چې جلکۍ ته ګوري، نو هغه هاي ليول او نوي ماډل شيان ورته را اخلي. جلکۍ، چې لس شل لکو روپيو سودا وکړه، نو حاجي صيب ته وايي، چې خاوند يې دې مخامخ روغتون کې مشر سرجن دی، يو کاريګر دې ورسره ولېږي، چې پيسې يې ورکړي.

حاجي صيب، چې د جلکۍ ناز او انداز ته کتل، په ږېره يې لاس تېر کړ، چې ځه ياره په خپله ورسره لاړ شه، په لاره به يو څه خبرې هم ورسره وکړې، او ډاکټر سره به هم اړيکې هم جوړې شي او خپلې پيسې به په خپل لاس راواخلې.

جلکۍ مخکې حاجي صيب ور پسې دی، بس روغتون کې يې پر ډاکټر سترګې ولګېدې، نو ډاکټر صيب په خوږو سترګو جلکي ته اشاره وکړه، چې له ناروغانو فارغيږي، بس بيا به د دوی کار وکړي، دې وخت کې جلکي پر ډاکټر صيب غږ وکړ، چې دا حاجي صيب دی، بس ډاکټر هم يوه خوږه مسکا وکړه او ډاډ يې ورکړ، چې حاجي صیب دوه منټه کېنه بس کار به وشي، جلکۍ پر ډاکتر غږ وکړ، چې دا لاړه شي؟ ډاکټر ورته د بای بای اشاره وکړه او جلکۍ لاړه.

ډاکټر، چې له ناروغانو خلاص شو، نو حاجي صيب ته په ډېر ادب وايي، چې بس خیر دي، جي دا خو دنيا ده، دا وړې خبرې دي اوس هم شکر دی، چې په دې عمر راغلې، کنه ډاکټرانو ته خو  د شپېتو او اوياوو کالو کسان راځي، راځه، چې اپرېشن تياټر ته ولاړ شو، بس لس منټه کې به دې سنت کړم.

حاجي صيب ډاکټر ته ګوري او وايي، چې ته څه وايې، زه خو سنت منت نه کړم، د سرو زرو پيسې راباسه

ډاکټرـ د څه شي پيسې

حاجي ـ دا چې ښځې دې، د شل لکو روپو سره اخيستي او راته يې وويل، چې ډاکټر به پيسې درکړي.

ډاکټر ورته وويل، ځه حاجي صيب بس ته خو يې ښه سنت کړی يې غم مه کوه….

له قاري صيبه يې دوه موټر سايکله څنګه بوتلل

زموږ يو ملګری قاري صيب و، چې يوه يې مور، يو يې جومات او يو يې موټر سايکل و بس ډېر بې چاره سړی و، هذا خانه هذا مسجد و، بس د ده هم کار جوړ و، موټر سايکل يې د مړي ژوندي لپاره ساتلی و، يوه ورځ يو چېرته نکاح ته تللی و، چې راوځي، د قاري صيب موټر سايکل نه شته، بس د سړي له پښو دمه ووته، چې په دې غريبۍ خو يې موټر سايکل ورک شو، نو څه به کوي، بس، چې ډېر يې يو خوا بل خوا لنډې منډې وکړې، خو خوند يې ونه کړ، چې بالاخره نهيلی کور ته ستون شو او د خپلې بې وسې کيسه يې مور ته وکړه.

مور يې هم غله ته ښېرا او بلا وکړې، مګر کار يې ور نه کړ.

درې څلور مياشتې وروسته قاري صيب روان دی، چې يو سړي پر اوږه لاس ورکېښود، چې کاري صيب ډېره ماپي کوه، يوه خبره درته کوم، چې خفه کېږې به نه او ګوزار به هم نه کوې.

قاري صيب اوس حيران دريان دی، چې دا سړی اوس څوک دی، چې دومره عاجزي کوي، بس قاري صيب هم ډاډ ورکړ، چې هېڅ خبره نه ده، خبره کوه.

سړی په ډېر عاجزۍ وايي، چې ډېر غريب و، واړه واړه بچي يې کور کې وږي تږي و، کور کې يې د اوړو درک نه و، بس له تا مې هغه ستا موټر سايکل غلا کړ او د خپلو بچو خېټه مې پرې مړه کړه، قاري صيب رنګ تک سور شو او غواړي، چې سړي ته څه وايي، مګر سړی قاري صيب ته زارۍ او منت کوي، چې اوس شکر دی حالات ښه شوي، کاروبار يې جوړ دی او قاري صيب يې له لاسه ونيو او ورته وايي، چې د موټرسايکلو مېلې ته به ځو، ته به پرې لاس ږدې او هغه موټر سايکل به درته اخلم.

قاري صيب هم له خدايه همدا سات غوښته، بس لاړل بازار ته قاري صيب او غل دواړه د يو موټر سايکل په  اخيستو سلا شول، سړی قاري صيب ته وايي، چې کاري صيب، بس يو چکر پې ووخه که خوښ دې، شو، چې خبره ورسره ختمه کړو.

قاري صيب په موټر سايکل دوره ووهله او راغی، چې شی خو يې خوښ شو، دې وخت کې غل هم ورته وايي، چې که د کاري صيب خوښه وي، نو دی به يې هم يو چکر وګوري، قاري صيب هم سر ورسره وښوراو، بس سړی، چې په موټر سايکل سپور شو، هماغسې ورک شو او قاري صيب يې دوکاندار ته ګرو پرېښود.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قاري سعيد خوستى

هاهاهاها احمدزى صيب :كله كله خو داسي ٹوكي راسره شريكه وه

گلاب

والا عجیبه ده

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x