افغان اربکي مليشو – په خلکو کې وېره او ترهه خپره کړي

لیکوال :  جوزیف ګولډسټن   —-  د نیویارک ټایمز ورځپاڼي وتلی او مشهور خبریال

ژباړه : موسی فرهاد

یادونه :  له ډېره وخته راهیسي زموږ هیوادوال د اربکي ملیشو له خودسرانه کړنو او ظلمونو څخه سر ټکوي چې هیڅوک ورته غوږ نه نیسي . په کلیو او بانډو کې یې د خلکو ژوند له یو سخت ګواښ سره مخ کړی دی . د امریکا په مرسته د جوړي شویو ملیشو دغي پروژې اوس د افغانانو لپاره د یو بشري ناورین بڼه اختیار کړي ده .  ان داچې اوس بشري ټولنو هم درک کړي او وخت ناوخته ورباندي راپورونه خپروي .  د اربکیانو په اړه د نیویارک ټایمز د خبریال جوزیف ګولډسټن دغه وروستی راپور د یوې بیلګي په توګه لوستلای شی .
————————————————————————————————

رحیم الله یو عادي بزګر افغان کلیوال سړی ؤ ، چې کښت کرهڼه یې ورځنۍ مشغله وه . خو اوس هغه د یوې شل کسیزي اربکي ډلي مشر دی . د امریکایانو د وتلو له ستراتیژي سره اوس ځان یو غښتلی قومندان محسوسوي .

د شل کسیزي ملیشې دغه 56 کلن مشر رحیم الله له خپلو شل تنه اربکیانو سره  د امریکايې سپیشل فورس (ځانګړوځواکونو) په منځ کې د یو وفادار او ښه دوست په بڼه ، ډېر ژر وځلیدی . هغه سپیشل فورس چې د رحیم الله هرډول اکمالات کوي ، له وسلو رانیولي نغدې پیسې ان د ریګ او شګو ډکي بوجۍ ورکوي چې د خپلي پوستي پرخواوشا یې راوګرځوي او خپل امنیت پري خوندي کړی .  نوموړی د غزني په لیري پرته سیمه آغوجان کې اوسي .

اوس امریکايي ځواکونه وتلي او رحیم الله یې ترشا د یو سیمیز زورواکي په حیث پریښود چې په یوازي سر د طالبانو په وړاندي وجنګیږي.

د سیمي یو اوسیدونکي عبدالاحد نامي په ریږدیدلي لهجه ماته وویل :  زه او زما ګاونډیان له طالبانو دومره نه یو ویریدلي لکه څومره چې له خپلو ساتونکو ملیشو څخه ویریږو. د رحیم الله اربکي ملیشې اوس د شکنجو او سړي تښتوني په یوه ډله بدل شوي دي .

ښاغلي عبدالاحد د تلیفون په لیکه د یادو ملیشو کیسه څه داسی راته وکړه . په تېره جنوري کې دغه اربکیانو نوموړی خپلي پوستې ته یووړ او دومره سخت وهل ټکول یې ورکړل چې د ولاړې نه وو، ګاونډیانو یې اخیر د لاس په ګاډۍ کې ترکوره را ورساوه .

په افغانستان کې اوس مشهوره ده چې د رحیم الله په څیر وګړي د امریکايې جګړې یو میراث دی ، امریکايي ځواکونو دغه ملیشې د دې لپاره جوړي کړي چې د افغان ځواکونو له واکه وتلي سیمي له طالبانو ځخه پري ونیسي .

له هماغه پیله ځینو افغان چارواکو چې په هغو کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم شامل و ؛ پر امریکایانو دا اعتراض درلود چې د دا ډول خودسره او غیر مسئولي ملیشې جوړول د افغانستان د بې ثباته کولو په معنی دی . او دا د افغان حکومت د تضعیف کولو هڅي دي .

نن د افغانانو هماغه اندیښنې په یو واقعیت بدلي شویدي . په کلیو او بانډو کې روزانه د ملیشو له لاسه ناوړه پیښې خلک ځوروي .

عبدالاحد زیاته کړه، د خدای لپاره!  موږ له دغو خلکو خلاص کړئ، دا راڅخه لیري کړئ، موږ نور د رحیم الله د اربکيانو د ظلم په وړاندي زغم نلرو .

د عبدالاحد له کلي تقریباً 50میله لیري، یو بل اربکي، یو 13 – 14 کلن هلک ونیوی ، او بیا یې وواژه .

د ملګرو ملتونو د یو تحقیقاتي رپوټ په آساس ، په شمالي ولایت کندوز کې د امریکا په مرسته جوړ شویو اربکي ملیشو یو 15- کلن هلک باندي جنسي تیری وکړ چې هغه یې په پوستو کې له ملګرتیا څخه انکار وکړ .

له شروع نه چې دلته امریکایان راغلي ؛ پر سیمیزو ملیشو او جنګ سالارانو یې زیاتي نغدي پیسې ویشلي دي .  لږ ترلږه شپږ ډوله ملیشې یې روزلي دي . ترڅو امریکايې اډې او مراکز پري خوندي کړي . سې آی اې هغوی ته روزنه ورکړې او مختلف نومونه یې ورکړي لکه د خوست ساتونکي قوه ، زیرو فور قوه او داسي نور … چې طالبان او القاعده تعقیب کړي او د امریکايې اډو حفاظت وکړي .

د امریکایې سپیشل فورس یا ځانګړو ځواکونو له لوري د افغان پولیسو او پوځیانو پروګرام یو ښه کامیابه ستراتیژي وه ، په ځینو ځایونو کې هغوی موفق وو ، خو د دغو خودسره ملیشو په جوړولو او ملاتړ باندي امریکا خپل حیثیت او نامه ته ډېره صدمه ورسوله .

د رحیم الله په څیر ملیشې هم د امریکا په مرسته او تربیه منځ ته راغلي ؛ خو کارونه یې ټول خودسرانه او بی مسئولیته وي .

په غزني کې په 2012م کال کې د طالبانو په وړاندي سیمیز بغاوتونه راڅرګند شول ، له دې فرصت نه په استفادې امریکایي ځواکونو هلته ملیشو ته پیسې ، وسلې او موټري ورکړي .

په هغوی کې یو هم د عبدالله په نوم اربکی قومندان دی . چې په صورت ډنګر ، په شکل وچوړوکی سړی دی . نوموړي تراوسه هم د امریکايي ځانګړو ځواکونو غوښتنه کوله ، او کوي یې . ده وویل : که دوی (امریکایی ځواکونه) له ما نه هرڅه وغواړي ؛ زه به هغه ترسره کړم ، که دوی د چا د وژلو امر راته وکړي ؛ زه به یې ورته ووژنم .

ده زیاته کړه :  امریکایي ځواکونو یوځل د غزني د اندړو په ولسوالي کې زما سره په جنګ کې مرسته وکړه ، راسره شریک سول ، موږ ته یې یوازي د نظم او ډیسیپلین خبري کولي ، د جګړي کولو طریقه یې را ونښودله او نه یې په هوائي ځواک زموږ مرسته وکړه .

عیدالله وویل : اوس زه او زما یونیم سل ملګري په یوازي سره له طالبانو سره جنګیږو ، یوځل می 11 ملیشې په داسی حال کې ووژل شول چې ویده وو ، په دې حمله کې زه هم زخمي سوم .

عبدالله داخبري په کابل کې د علاج پرمهال زما سره کولي ، نوموړی د علاج لپاره راغلی وو او د دې لپاره راغلی وو چې د ملي امنیت مرسته ځان ته جلب کړي .

د بشري حقونو د څار ډلي پخپل راپور کې عبدالله یو له هغو بدنام ترینو قوماندانانو څخه بللی چې له محکمې پرته په بې ګناه وژنو او ځورونو تورن دي . په تېره جنوري کې د عبدالله پوري تړلی یو فرعي قوماندان 14 کلن ماشوم په بی رحمۍ وژلی دی . د هغه پلار خیال محمد د خپل زوی کیسه راته وکړه چې هغه په لاروکوڅو کې لوبی کولي ، په هیڅ جرم کې ککړ نه وو.

عبدالله ومنله چې د خپلو دښمنانو (طالبانو) د جسدونو توهین یې کړی ، ده وویل چې د طالبانو مړي موږ ته را پاتي سو ؛ موږ په موټر پسي وتړل او کش مو کړل .  عبدالله امریکایانو ته بیا هم ورپه زړه کړل چې د جنګي قوانینو او بشري حقوقو په اړه دې دوی ته لیکچر ورکړي .

عبدالله وویل : اخیری ځل مې د ځانګړو امریکایی ځواکونو یوه قطعه ولیدله ، دوی ماته وویل : تا زموږ لپاره ډېر ښه کار کړیدی . ما ورته وویل : تاسو به ماته یادیږئ !  دوی ماته وویل : که موږ په افغانستان کې پاتي کیږو او چاته مو اړتیا پیښیږي ؛ هغه به ته یې او ستا غوندي وګړي به موږ ته پکار وي .

له کله نه چې امریکایی ځواکونو دغه ملیشې جوړي کړی او ترشا یې پریښودي ؛ نو ډېر بدترین درندګان تري جوړ شول . په غزني کې مقامات وایی : چې دوی اوس د خپلي غذا د پیدا کولو لپاره هرڅه کوي او څوک یې مخه نشي نیولی.  د غزني یو قبایلي مشر خیال محمد حسینی ، د دې اربکي ملیشو په اړه وویل : ( دا لکه د معدي چینجي هرڅه خوري . هیڅ هم نه پریږدي .)

خو ها خوا د آغوجان رحیم الله هم دا خبره تائید کړه چې ملیشې یې کلیوال خلک زوروي ، زه هغوی ته وایم چې خلک ونه ځوروي . مګر ډېر اتهامات راباندي طالبان او د طالبانو ملګري خلک لګوي .

ده زیاته کړه ، زه هم له افغان انټلی جینس سره کار کوم او هم د آغوجان د خلکو خدمت کوم ، خو بیا هم د دي سیمي کلیوال مشران تل د ولسوالۍ او ولایت مرکز ته ځي او  زما له عسکرو شکایتونه کوي . وایی  دوی راسره بده رویه کوي .

په جنوري کې کله چې د سړک د غاړي ماین رحیم الله زخمي کړ نو سمدستي یې ملیشو تر یو درجن زیات کلیوال خلک ګرفتار کړل او خپلي پوستي ته یې ورسول .

ښاغلی عبدالاحد په هغوی کې لومړنی سړی ؤ چې دوی نیولی وو ، مګر هغه اوس هم اصرار کاوه چې نه ، ده ، او نه هم نورو کلیوالو له دې چاودني سره څه اړه درلوده .   دلچسپه دا ده چې د ولسوالۍ د پولیسو مشر محمدهاشم هم د هغوی د بې ګناهی شاهدي ورکوله . او ویل یې چې دا ټول بی ګناه خلک دی اکثره یې بزګران او مزدوران خلک دي .  دغه اربکیانو دوی نیولي وو بیا یې په پوسته کې تر سخت تعذیب لاندي نیولي وو ان داچې د موترسایکل په ځینځیر به یی وهل .

ښاغلی احد وویل : د رحیم الله ملیشو موږ ته وویل ، یوازنی شی چې تاسی ژغورلای سی ؛ هغه دا دی چې  له  50،000   نیولي تر 100،000 افغانیو پوري باید تاسي اداء کړئ .

پای ….  !!!

2015-03-19

موسی فرهاد

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د