وینډوز ۱۰ به راتلونکی دوبی په مکمل ډول کاروونکو ته وړاندې شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۲۸مه ۱۳۹۳ل): مایکروسافټ کمپنۍ څو میاشتې وړاندې د وینډوز ۱۰ یوه نسخه د ازموینې په موخه کاروونکو ته وړاندې کړی و خو اوس دغه کمپنۍ اعلان وکړ چې راتلونکی دوبی کې به په مکمل ډول دغه نوی وینډوز کاروونکو ته وړاندې کړي.

تیره ورځ د مایکروسافټ کمپنۍ د یوې برخې مشر په چین کې کاروونکو ته وویل چې دغه کمپنۍ به د راتلونکی دوبی په پیل کې خپل نوی وینډوز بازار ته وړاندې کړي.

مایکروسافټ کمپنۍ د دغې وینډوز وړاندې کولو لپاره تر دې مهاله کوم ځانګړی ورځ ندی ټاکلی.

د مایکروسافټ کمپنۍ یو چګپوړی چارواکی لیکلی و چې مونږ غواړو دغې وینډوز کې ځینې نور بدلونونه راوړو او نوي اپشنونه زیات کړو.

د مایکروسافټ کمپنۍ دغه چارواکی لیکلی و چې راتلونکی دوبی کې به وینډوز ۱۰ د نړۍ په ۱۹۰ هیوادونو کې به په ۱۱۱ ژبو کاروونکو ته وړاندې شي.

نوموړي زیاته کړه چې وینډوز په نړۍ کې اوسمهال ۱.۵ بلیونه کاروونکي لري چې د هغې له جملې څخه په میلیونونه کسان يي له چین څخه دي.