ورزش

بنګله دیش د هندوستان په خلاف لوبه کې په ۱۰۹ منډو ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۲۸مه ۱۳۹۳ل): نن د نړیوال جام دوهمه منځلوبه د هندوستان او بنګله دیش لوبډلو تر منځ وه چې دغه لوبه کې هندوستان د بنګله دیش لوبډلې ته په ۱۰۹ منډو ماتې ورکړه.

هندوستان د لوبې پچې ګټلو سره لومړۍ توپ وهنې پریکړه وکړه. که څه هم د لوبې په پیل کې هندوستان خپل دوه لوبغاړي له لاسه ورکړ خو بیا هم د روهېت شرما غوره توپ وهنې په مرسته یو ستر هدف په ټاکلو بریالی شو.

هندوستان لوبډلې لومړۍ توپ وهنې سره په ټاکل شوي پنځوس اورونو کې یوازې ۶ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۰۲ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته يي د ۳۰۳ منډو هدف وټاکه.

نننۍ لوبه کې روهېت شرما په ۱۲۶ توپونو د ۱۴ څلوریزو او ۳ شپږیزو په مرسته ۱۳۷ منډې جوړې کړې چې وروسته بیا د تسکین احمد په توپ خپله ویکټه له لاسه ورکړه. سریش راینا هم په ۵۷ توپونو د ۷ څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۶۵ منډې جوړې کړې.

د بنګله دیش لوبډلې لپاره تسکین احمد تر ټولو غوره توپ اچوونکی ثابت شو. تسکین احمد خپل ۱۰ اورونو کې ۶۹ منډې ورکړې او د هندي لوبډلې درې لوبغاړي يي له مخې لرې کړ.

په ځوابي توپ وهنه کې د بنګه دیش لوبډلې توپ وهوونکي د هندوستان لوبډلې توپ اچوونکو په وړاندې پاتې راغلل. بنګله دیش ۴۵ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۹۳ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي د ۱۰۹ منډو په ستر توپیر د هندوستان په ګټه وبایلله.

د بنګله دیش لپاره توپ وهنې په برخه کې ناصر حسین په ۳۴ توپونو د ۶ څلوریزو په مرسته ۳۵ او صابر رحمان په ۴۰ توپونو د دوه څلوریزو په مرسته ۳۰ منډې جوړولو سره غوره توپ وهنه وکړه.

هندوستان لپاره ټول توپ اچوونکي غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه او سیالې لوبډلې ته يي د منډو جوړولو چانس ورنکړ. دغه لوبه کې یادف تر ټولو غوره توپ اچوونه وکړه.

یادف خپل ۹ اورونو کې ۳۱ منډې ورکړې او دسیالې لوبډلې څلور لوبغاړي يي له مخې لرې کړ. نننۍ لوبه کې د هندوستان لپاره محمد شامي ۲، جدیجا ۲ او شرما یوه ویکټه واخیسته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x