نړۍ

بلوچستان: په دوو جلا جلا پیښو کی څلور کسان ووژل شول

نن ټکی اسیا دیسمبر۲۰۱۱/۱۹: دوه کسان چی امنیتی چارواکی وایی دواړه  افغانان وو له کراچي څخه وکوټي پرلاره دنامالومو کسانو له لوري ووژل شول.
دپیښي له ځایه څخه منیتي مسؤلینو خبرورکړي، وایی چي دواړه وژل شوي کسان چي یو امان الله اوبل شمس الدین نومیدي افغانان وو، دغه دواړه له کراچي څخه دکوټي په لور په خپل شخصي موټرکی روان وو چي نامالومو کسانوتعقیب کړی او وژلی دي.

پولیس وای کیدای شي امان الله اوشمس الدین دغلو له لوري وژل شوی وي، ددواړو وژل شویو کسانو مړي کوټه کي کوم روغتون ته رسول شوی چی وروسته دنوموړیو خپلوانوته تسلیم شوی دی.

له بلي خواڅخه بیا په ورته پیښه کی له افغانستان سره پرپوله باندی دنامالومو وسلوالو له لوري دوه نفره وژل شوی او دهغو دریم ملګري ژوبل شوی دي.
دوژل شوی کسانو ژوبل ملګري چي محمد اشفاق نومیده روغتون ته رسول شوی او تردرملنه لاندی دي، امنیتی مسؤلین وایی تراوسه پوری دامالومه نه ده چي برید دچالوري او ولی شوی دی.
نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x