په جرمني کې سخت ټولنيز اړو و دوړ روان دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۲۸مه ۱۳۹۳ل): د آلمان د فدرالي جمهوريت په فرانکفورت ښار کې له تېرو دوو ورځو راهيسې سخت ټولنيز اړودوړ روان دی، خو څنګه چې دا  څه د نړیوالو استکباري ځواکونو د ګټو خلاف دي ځکه نو لويديځوالو رسنیو هم د هغو انعکاس ته پام نه دی کړی.

د تفصيلاتو تر مخ د آلمان په فرانکفورت ښار کې د پانګوالي نظام زرګونه مخالفین هغه مهال واټونو ته راووتل چې دلته د اروپا د مرکزي بانک د مرکزي دفتر د پرانستلو مراسم پيل شول. په پام کې وه چې د اروپا د مرکزي بانک مرکزي ودانۍ فرانکفورت ته رانقل شي خو  جرمنیانو دغه اقدام د استعماري قوتونو له لوري د ځان ښکېليدنه وګڼله او پر خلاف یې سخت غبرګون وښود.

د پانګه والۍ ضد زرګونه مظاهرين لومړی د ښار په مرکزي څلورلارې کې سره راټول شول. وروسته یې د بانک د مرکزي ودانۍ پر لورې مارش وکړ او غوښتل يې چې د پرانستوب غونډه ګډه وډه کړي خو پوليسو یې ځای پر ځای مخه ونیوله. مظاهرینو د پوليسو پرخلاف هم سخت غبرګون وښود او په سیمه کې شته د پوليسو ټول ګاډي یې وسوځول، وروسته د اروپايي مرکزي بانک ودانۍ ته څيرمه د پوليسو د قومندانۍ ودانۍ ته یې اور واچاوه چې د چارواکو په وینا دری افسران پکې ټپیان شول. مظاهره چیانو د ښار په بیلابیلو برخو کې د پوليسو تاڼو او موټرانو ته اور واچاوه او همدا راز یې د بانک د ودانۍ د پرانستنې مراسم هم ګډوډ کړل.

په آلمان کې ټولنيز نارضائيت هغه مهال رامنځته شو چې تېرکال د ګرين ساريزا ګوند ټاکنې وګټلې او د آلمان د اقتصادي بحران د حل په موخه یې له نوموړي بانک سره سخت سودي معاملات ترسره کړل. د بانکي هدایاتو د پلې کولو له امله په آلمان کې سخته بیکاري او غربت رامنځته شو چې د ولس نارضائيت یې راوپاراوه او په دې ډول لاره احتجاجونو ته هواره شوه. خو په وروستیو وختونو کې چې کله د اروپا د مرکزي ودانۍ لپاره فرانکفورټ وټاکل شو نو ولس دا څه یو داسې استعماري ګام وګڼل چې موخه یې د آلمان ښکېلول دي. د یادولو وړ ده چې دغه نارامۍ لا هم دوام لري او چارواکي وايي تر دری سوه زیات شراچونکې يې نیولي دي.

frankfurt GermanyFrankport2Frankfurtfire

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د