نړۍ

زرداری نن شپه له دوبي څخه پاکستان ته ستنیږي

(نن ټکي اسیا دیسمبر۲۰۱۱/۱۷) داصف علی زرداری صدارتی ویاند فرحت الله بابر له رسنیو سره دخبرو پروخت وویل چي اصف علی زرداري به نن شپه له دوبی څخه وکراچي ته راستون شي.

نوموړی زیاته کړه په کراچي کي دنوموړي دراتلوپه مناسبت ترتیبات نیول شوی دي، اصف علی زرداري به دکراچي په ښارکي خپلی هستوګنځي بیلاول هاوس کی پاته شی.

ویل کیږی په ښارکی له هوایی ډګر څخه بیا دنوموړي ترهستوګنځي بیلاول هاوس پوری شاهراه فیصل باندی سخت امنیت نیول شوی دي. داصف علی زرداری ویاند فرحت الله بابر له رسنیو سره دخبروپروخت وویل په دوبي کي ډاکټرانو وښاغلي اصف علی زرداري ته دصحت ډاډ ورکړي دي، او ورته یی اجازه ورکړی چي نوره یی ناروغي داندیښنی وړنه ده کولای شي چی هیواد ته ستون شي.

ګمان کیږی چي دپاکستان دخلګو دګوند مشر او داصف علی زرداري زوی بیلاول بوټو زرداری به هم دپلار د استقبال لپاره کراچی ښارته له نوموړ ی څخه مخکي راورسیږی.
نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x