افغانستان

ارګ «نن» د مطیع الله خان «پرونۍ» وژنه وغندله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۲۸مه، ۱۳۹۳ل): ارګ څو شېبې وړاندې د تېرې شپې په سرتيري برید کې د روزګان د امنیه قومندان چې د روزګان په امپراطور مشهور و وژل کېدل وغندل.

د ارګ په رسمي پاڼه څو شېبې وړاندې د ګډ حکومت د مشر اشرف غني پیغام خپور شو چې پکې يې د قومندان مطیع الله خان پر وژنه خواشيني ښوودلي او ویلي يې دي چې د داسې عملونو د ترسره کوونکو جرړې به وباسي.

نن ټکی اسیا له پېښې څو ساعته وروسته د کره سرچینو له قوله خبر ورکړ، چې د کابل ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې په سرتيري برید کې د روزګان امنیه قومندان مطیع الله خان وژل شوی دی.

د ارګ خبر پاڼه هم کاږي، چې قومندان مطیع الله خان تېره شپه په شپږمه امنیتي حوزه کې ووژل شو، په داسې حال کې چې دولتي سرچینو نږدې څلورویشت ساعته د مطیع الله خان پر وژنه خوله پټه کړې وه او په شپږمه امنیتي حوزه کې يې یوازې د دوو سرتيرو بریدګرو د وژل کېدو دعوه کوله.

د ګډ حکومت مشر اشرف غني د کورنیو چارو وزارت ته امر کړی، چې د پېښې څېړنه دې وکړي.

مطیع الله خان د روزګان په مرکز ترینکوټ کې د امریکايانو د ځانګړې قرارګاه په سل مترۍ کې اوسېده
مطیع الله خان د روزګان په مرکز ترینکوټ کې د امریکايانو د ځانګړې قرارګاه په سل مترۍ کې اوسېده

قومندان مطیع الله خان چې د رزوګان په امپراطور هم شهرت درلود، د روزګان د امنیه قومنداني پر مسوولیت سربېره يې د کندهار – ترینکوټ په لویه لاره د بهرنیانو د اکمالاتي کاروان د امنیت مسوولیت هم پر غاړه درلود.

مطیع الله خان چې د امریکایان نږدې کس بلل کېده، له هغوی سره د اړیکو او هغوی ته د اخلاصي خدمت په بدل کې هغه ته د نږدې سرچینو له قوله د نوموړي میاشتنی عاید دوه نیم میلیونه ډالره ښوودل شوی دی.

مطیع الله خان د روزګان په مرکز ترینکوټ کې د امریکايانو د ځانګړې قرارګاه په سل مترۍ کې اوسېده، د نوموړي په اړه د دې قرارګاه یو لوړ پوړي مسوول رسنیو ته ويلي و: «په دې ځای کې مطیع الله تر ټولو ښه کس دی.»

یاده دې وي د دې سرتيري برید مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابوسیف

الله پاک دی زر تر زره جهنم ته ورسوی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x