نظــر

قومندان مطیع الله څوک و او ولې ووژل شو؟

لیکوال: زخمي افغان

خبر دی چې د کابل ښار د شپږمې حوزې مربوط د عليمردان په سیمه کې تېره شپه په یوه فدایي برید کې د روزګان ولایت امنیه قومندان مطیع الله خان وژل شوی دی .

مطیع الله خان د واکمن رژیم په رسمي تشکیل کې د روزګان امنیه قومندان بلل کیده، اما په نفس الامر کې دنوموړي دنده ، صلاحیتونه او کړنې تر امنیه قومندان څه بلکې تر والي هم پورته وې، مطیع الله خان د ګوډاګي ملوک الطوایفي نظام تر سیوري لاندې په وروستیو کلونو کې د روزګان ولایت محلي دیکتاتور یا ټولواک و، چې په مظلومو هیوادوالو یي د خپل جاهلانه او ظالمانه مزاج سره سم راج چلاوو، نوموړی د نورو محلي ګوډاګیو ټوالواکانو غوندې د یرغلګرو یو تر ټولو باوري او لومړی لاس ګوډاګی و چې دادی تیره شپه د هستۍ له صفحې محو شو .

کومندان مطیع الله له نن شاوخوا ۴۵ کاله وړاندې د روزګان ولایت د مرکز تیرین کوټ په توري سیمه کې زیږیدلی، نوموړی بې تعلیمه او بې روزګاره ستر شو او کله چې د امریکایانو له راتګ سره د نوموړي یو قریب جان محمد خان د امریکایانو سره د مرستې په بدله کې د روزګان والي وټاکل شو، مطیع الله چې د جان محمد خان د عملیاتي لاس حیثیت یي درلود همدغه مهال مطرح او مشهور شو، نوموړي د امریکایانو په هراړخیزه مرسته او تمویل له محلي پخوانیو ټوپکیانو څخه ملیشه جوړه کړه تر څو په روزګان کې د یرغلګرو لپاره د مقدمة الجیش رول ولوبوي.

د یرغل په لومړیو کلونو کې چې د روزګان ولایت په چوره، لنګر، مراباد، خاص روزګان او د مرکز تیرین کوټ په مربوطاتو کې څومره عملیات ترسره کیدل، مطیع الله یي د لومړۍ لیکې جنګیالی و، دغه مهال نوموړی او ټوپکي ملګري یې له امریکایانو سره په یوه ټانګ او چورلکه سپاره د پتمنو افغانانو په کورونو ورختل، په کلیو او عامه میشت سیمو کې یي د طالبانو د پلټلو په نامه عملیات ترسره کول، د خلکو دروازې یي ورماتولې او چې چاته به یې خوښه شوه د طالب او القاعده په نوم یي په امریکایي زولنو تړلي بګرام او کیوبا ته لیږل.

د یرغل د لومړنیو کلونو په مهال چې په اکثره سیمو کې منظم دولتي تشکیلات نه وه او د مطیع الله غوندې اجیر ټوپکیان له یرغلګرو سره د لنډمهاله قراردیانو په حیث لګیدلي و، مطیع الله او ملګرو یي له امریکایي زور او پیسو نه په استفاده د روزګان په خلکو سخت ظلمونه ترسره کړل ، چې ورسره نوموړی د خلکو ترمنځ د یوه وحشي او ظالم ټوپکمار په حیث مشهور شو، خو له امریکایانو سره یي د مخلصانه خدمت له امله اړیکې دومره تودې شوې، چې یرغلګرو د مرګ تر نیټې د روزګان سیمه نوموړي ته وبښله چې بیا ورباندې هیڅ والي یا بل چارواکي دده له خوښې پرته حکومت ونه کړای شو .

د یرغل له لومړیو کلونو وروسته چې کله د کندهار په شمالي ولسوالیو کې جهادي عملیاتو زور واخیست او د یرغلګرو اکمالاتي کتارونه له بریدونو سره مخامخ شول، امریکایانو مطیع الله ته د کنډک شاهراه په نوم یو ځانګړی کنډک ورجوړ کړ چې نوموړی یي د قومندان په حیث وټاکل شو، وروسته چې د شخصي امنیتي کمپنیو بازار ګرم شو، او له کرزي نیولې تر رحیم وردګ پورې د ټولو لوړپوړو چارواکو خپلوانو شخصي امنیتي کمپنۍ جوړې کړې، مطیع الله خان هم د والي جان محمد د قریب په حیث د عملیاتي ریزرف قطعې په نامه یوه شخصي امنیتي کمپنۍ جوړه کړه او له کندهاره بیا تر روزګان پورې لاره باندې د یرغلګرو د اکمالاتي کتارونو د امنیت ساتلو مسؤلیت یي په غاړه واخیست.

د شخصي امنیتي کمپنیو اصلي موخه د اکمالاتي کتارونو ساتل بلل کیدل، خو تر دې عنوان لاندې دې کمپنیو، د قاچاق، اختطاف، داړه مارۍ، غلا او باجګیرۍ غوندې ګڼ نور جنایات هم ترسره کول، مطیع الله د کلیدګروپ له یوه خبریال سره په مرکه کې ویلي و، چې په داخله وزارت کې د نوموړي د کمپنۍ د څه باندې شپږ سوه کسانو نومونه ثبت دي، خو په حقیقت کې دده د شخصي ټوپکیانو شمیر تر درې زره هم زیات دی.
په دې موده کې د مطیع الله سراېله سیکورټیانو په خلاص مټ د کندهار او روزګان په لاره د ډول ډول جنایاتو لړۍ پیل کړه، دوی نه یوازې په سیار شکل له امریکایي کتارونو سره تګ او راتګ کاوو، بلکې له روزګان څخه د کندهار په خوا یي د شهیدان، سرخو بیګ، تناوچي، یلبکان، باختوګانو او بوره ګان په سیمه کې پوستې هم درلودې ، دغه راز یي له ترین کوت څخه د دهراوت تر کوتل مورچې پورې، د چورې تر ولسوالۍ او د چینارتو ولسوالۍ د شپلخې تر سیمې یي هم پوستې درلودې چې په محلي خلکو یي ځمکه دوزخ کړې وه.

شاوخوا پنځه کاله وړاندې مطیع الله د روزګان د امنیه قومندان په حیث وټاکل شو، نوموړی که څه هم په نامه امنیه قومندان و خو په واقعیت کې یي په روزګان کې د عام و تام واکمن حیثیت درلود، چې له والي نیولې بیا تر کرزي ورباندې د چا زور نه رسید، ځکه نوموړی دکرزي لخوا نه بلکې د امریکایانو او استرالیایانو لخوا نصب شوی و، او له یرغلګرو سره یي خورا ژورې اړیکي درلودې.

له خارجي یرغلګرو سره دنوموړي د نږدیکت یو مثال دادی چې کله د جهادي عملیاتو د ډیریدو په مهال امریکایانو د چاپو اچولو او شپنیو عملیاتو لړۍ پیل کړه او ددې ظالمانه عملیاتو لپاره یي د بلیک واټر، سپیشل فورس، مرین ځواکونو او په نورو نومونو ځانګړي غیرمعمولي ځواکونه افغانستان ته راوستل، په ځینو سیمو کې یي خپل افغاني اجیران هم د بلیک واټر د وحشیانو غوندې وروزل تر څو له خارجیانو سره د هغوی په یونیفورم کې په چاپو کې برخه واخلي، دغه مهال مطیع الله د خپلو ټوپکیانو له منځه ۳۰۰ تنه امریکایانو ته وسپارل چې هغوی ترې په شپنیو عملیاتو کې په روزګان، زابل او کندهار ولایاتو کې داجرتي قاتلانو په حیث استفاده کوله.
په روزګان کې د نوموړي د واکمنۍ مثال داسې و لکه په کندهار کې د جنرال رازق واکمني، مطیع الله هم شخصي موازي تشکیلات لرل، چې د خپل شخصي بانډ نه په استفاده یي خلک نیول، شکنجه کول او له منځه وړل.

د روزګان یواوسیدونکی چې ډیر وخت یي د مطیع الله په شخصي زندان کانتینر کې تیر کړی دی، وایي چې هلته یي نور زندانیان هم لیدلي چې راوړل کیدل، مګر وروسته د هغو توقیف شویو کسانو د ژوند او مرګ هیڅ درک نه دی لګیدلی، له دې څخه معلومیږي ، چې مطیع الله هم د جنرال رازق غوندې ډیر افغانان تر تورو خاورو لاندې ورک کړي دي .

مطیع الله نه یوازې د طالبانو او دولت د مخالفینو په نامه خلک وژل او شکنجه کول ، بلکې ګڼ شمیر حکومتي سیالان چې نوموړي ترې خطر محسوساوو نوموړي په مرموز ډول له منځه وړي، د مطیع الله په ځانګړیو جاسوسانو او قاتلو ملګرو باندې وړم کال په روزګان کې فدایي برید ترسره شو چې لسګونه نږدې ملګري یي په کې له ختم شول، د مطیع الله شتون په روزګان کې د یوه سرطاني جاني جراثیم حیثیت درلود چې نه یوازې یي د کفري یرغلګرو لپاره مزدوري او جاسوسي کوله بلکې په مؤمن اولس یي هم د ژوند ماحول تنور کړی و، له همدې امله نوموړی د مجاهدینو د بریدونو یو مهم هدف و چې څو ځله تر مرګونو بریدونو لاندې راغلی و د نوموړي له منځه تلل له شک پرته د یرغلګرو او د هغوی د جاسوسانو لپاره لوی ماتم او د اشغال ځپلي اولس لپاره لوی زیری دی .
نابود دي وي د کافرو ګوډاګیان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x