افغانستان

د ګډ حکومت مشران د «۱۸۰» کسیز کاروان په بدرګه «امریکا» ته ځي

نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۲۹مه، ۱۳۹۳ل): امریکايي چارواکي وايي چې ولسمشر بارک اوباما د ګډ حکومت دواړه مشران امریکا ته ورغوښتي چې د رواني میلادي میاشت په ۲۲مه به دغه هیواد ته سفر وکړي.

په هغې بلنه کې چې له سپینې ماڼۍ څخه ګډ حکومت ته استول شوې له ولسمشر او اجرایوي رئیس هر یوه سره د مل هیئت اندازه تعین شوې، چې په کې د اشرف غني لپاره تر اوو زیاتو کسانو ته اجازه نه شته او عبد الله عبد الله به له پنځو کسانو زیات ملګري له ځان سره نه بیايي.

خو نن ټکی اسیا ته یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط څرګنده کړې چې تر دې دمه په دواړو ډلو کې «۱۸۰» کسانو د سفر تابیا نیولې او هر یو کوښښ کوي چې امریکا ته د سفر له دغه فرصت څخه ګټه واخلي.

سرچینه زیاتوي چې د دغو کسانو اکثریت هغه مخور خلک تشکیلوي چې په ولسمشریزو ټاکنو کې یې دواړو مشرانو ته کمپاینونه چلولی، خو د دولت په لوړو څوکیو کې برخه نه ده وررسیدلې. له دولتي څوکیو پاتې دغه کسان غواړي لږ تر لږه د امریکا په لیدو خپل متضرر شوي حقوق بیرته اعاده کړي.

د سرچینې په وینا، د هغو کسانو شمیر چې امریکا ته یې د رسمي هیئت په تشکیل کې د سفر ارزو درلوده، تر دې هم لوړه وه، خو دا چې یو شمیر هم رتبه چارواکي له دغه امتیاز څخه په خپلو کې یو تر بله تیر شوي، نو اخیرنۍ شمیره یې «۱۸۰» ته راټیټه شوه.

که څه هم وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د ګډ حکومت اجرایوي رئیس په دې اعتراض چې د امریکا له ولسمشر سره د ملاقات په اجنډا کې د ده نوم نه شته او یوازې اشرف غني به له اوباما سره ملاقات کوي، له سفر څخه چور انکار کړی؛ خو نن ټکی اسیا ته یادې سرچینې په ډاګه کړې چې اجرایوي رئیس ته نږدې کسانو او پلویانو یې په دې خاطر چې امریکا ته له سفر څخه پخپله پاتې نه شي، په نوموړی فشار راوړی، او همدا لامل دی چې عبد الله عبد الله اوس په خپل دریځ کې نرمي ښودلې.

سرچینه زیاتوي چې امریکايي چارواکو یو ځل له ګډ حکومت څخه غوښتي چې امریکا ته د تلونکي پلاوی شمیر کم کړي، خو ګډ حکومت بیا هم په کابل کې د امریکا سفارت ته د «۱۸۰» کسانو نوملړ لیږلی تر څو دغه هیواد ته د سفر موافقه تر لاسه کړي، خو ویل کیږي چې تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.

یاده سرچینه وايي چې اوسمهال د دواړو ټیمونو مشران امریکا ته د سفر لپاره له کاندیدو پلویانو څخه ژمنې اخلي، چې که د رسمي هیئت په تشکیل کې يې د سفر خبره یقیني شوه، نو بیرته به افغانستان ته راګرځي او په امریکا کې به د پناه اخیستو هڅه نه کوي.

د تیر کال په سپتمبر کې په لندن کې د ناټو سرمشریزې ناستې ته یو افغان پلاوی د جنرال بسم الله محمدي په مشرۍ تللی وه، چې په هوايي ډګر کې له پلي کیدو سره سم د افغان پلاوي بیرغچي «جګړن عنایت الله بارک» له خپلو ملګرو بېل او د برتانیې پولیسو ته ځان سپارلی وه. نوموړي د برتانیې له حکومته د پناه ورکولو غوښتنه کړې وه. د ګډ حکومت مشران اندیښنه لري چې له دوی سره تلونکي هیئت ځیني غړي به په واشنګټن کې د پناه اخیستلو کوښښ وکړي.

باید وویل شي چې سر له اوسه د ګډ حکومت مشر اشرف غني په امريکا کې د افغانستان پخوانی سفير او د مالیې وزیر «اکليل حکيمي» واشنګټن ته لېږلی، تر څو د افغان پلاوي د سفر لپاره ترتيبات ونيسي، او په عين حال کې اجرایوي رئيس هم «سيد طيب جواد» ته دغه دنده سپارلې، چې دواړه استازي دا مهال په امریکا کې دي.

کتونکي د ګډ حکومت لخوا پیشنهاد شوي «۱۸۰» کسیز هیئت سره د امریکایانو موافقه ستونزمنه بولي او په باور یې، که دواړه مشران بیا هم په خپل موقف ټینګار وکړي نو امریکا ته د دواړو مشرانو د راتلونکې اونۍ سفر د لغوه کیدو له ګواښ سره مخامخ کیدی شي.

د شننونکو په اند که امریکا ته د ګډ حکومت د مشرانو دغه سفر لغوه اعلان شي نو د اجرایوي رئیس ټیم به د ولسمشر په پرتله زیات تاوان وکړي، ځکه چې د ولسمشر ډیری پلویان هغه افغانان دي چې پخوا په امریکايي او اروپايي هیوادونو کې اوسیدلي خو د ډاکټر عبد الله عبد الله د پلویانو غوڅ اکثریت په افغانستان کې ژوند کړی او امریکايي او اروپايي هیوادونه یې نه دي لیدلي.

د یادونې وړ ده چې د ګډ حکومت له تشکیل وروسته امریکا ته د ولسمشر دا لومړنی رسمی سفر دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x