ټولنیزه برخه

خپل ارمانونه له نظره مه غورځوئ

لیکوال: حامد افغان

احمد له ځانه سره پریکړه وکړه چې نور له ښاري موټرو ستړی شوی دی د زیاتو کارونو له پاره ټیکسیانو نیولو ترپوزي رسولی دی، نو خامخا به یو نوی موټر اخلي ، د نوي موټر د اخیستلو له پاره یې داسي پلان تیار کړ چې له خپل میاشتني لګښت نه به یوڅه پیسي سپموي او د ملګرو بانډارونه او له هغوی سره په چکر وتل ( چې ډېر بې ځایه لګښت پرې کیږي) به یومخ پریږدي. دا چې خپل هوډ ښه کلک کړي او له هغه نه هیڅکله په شا نه شي نو د یوه ښایسته موټر انځور یې په خپله خونه کې د دیوالي هنداري ترڅنګ ولګاوه ، چې دا انځور هره ورځ څو څو ځله ویني او تل پرخپل هوډ ولاړ وي څو د ژوند دا مهم ارمان ترسره کړي.

څو اونۍ تیرې شوې احمد له خپلو ګڼو غیر اهمو لګښتونو نه سپما کوله یوڅه پیسي یې یوځای کړې وې ، یوه ورځ په خپله خونه کې ناست و د خپل پلان په مختلفو اړخونو یې سوچ کاوه ، د دې پیسو د یوځای کولو په موخه یې څو پرې ایښي کارونه وریاد شول ، فکر یې وکړ چې خدای خبر څو میاشتي به نور داسي ډېر کارونه ونکړای شم .. له ځانه سره وبونګیدی: خدای خبر څو میاشتي به د پیسو د سپما په ټس کې څومره د خوند کارونه او د ملګرو بانډارونه رانه پاته شي ناڅاپه ولاړ شو، له خپل کټ نه پورته شو د هنداري خواته راځړیدلي د موټر انځور ته یې لاس اوږد کړ څیري یې کړ او ټوټه یې پر غولي وویشت، جامې یې بدلي کړې د باندي ووت ټیکسي یې ونیوله څو ګړۍ وروسته د ملګرو په خواږه بانډار ورګډ شو او شپه یې په ګپ شپ او خنداګانو روڼه تیره کړه.

پایله: تاسو به هم د احمد په څیر ډېر ځله د ژوند مهم ارمانونه او اساسي موخې نیمګړې پرې ایښې وي، پوهیږئ خلک ولي خپل کارونه نیمګړي پریږدې؟ ځواب یې له هنري فورد نه اورو، دی وایي: کله چې تاسو له خپلي موخي او هدف نه نظر پورته کړئ د ژوند په لاره کې مو په نورو ځلیدونکو غیرمهمو شیانو سترګي ولګیږي، دلته د هدف د ترلاسه کولو هوډ سست او کمزوری شي، نو طبعاً دا مهال له بده مرغه سړی اساسي موخه وبایلي او د ژوند مهم ارمان یې ناختلی پاته شي. نو د ژوند مهمو ارمانونو ته په لاره کې یو بل لور ته مه ګورئ خپل مهم ارمانونه په نظر کې لرئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد اجمل خان

ماشاءالله ڈیر خایستہ او پہ زڑہ پوري خپروني لرئ خوشحالہ اوسئ

محمد اجمل خان

او زہ ستاسي خپروني همیشه گورم، الله جل جلاله مو کامیاب لرہ او کفار دي الله جل جلاله تباه او برباد كي.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x