نړۍ

ترکیې دفاع وزیر: هغه وخت لاړ چې امریکا به راسره مرستې کولې

نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۲۹مه، ۱۳۹۳ل): د ترکیې د دفاع وزیر ویلي چې په هر ترکي وګړي باندې د سوریایي ولس دا حق دی چې بې دریغه مرسته او کومک ورسره وکړي.

«عصمت یلماز» وايي چې که څوک د ترکیې په خاوره د سوریايي شهیدانو د مقبرو او هدیرو تاریخ وګوري، پخپله به پوه شي چې ولې مونږ د سوریايي ولس تر څنګ ولاړ یو.

نوموړي د یوې اقتصادي پروژې د پرانیستنې پر مهال په خپلې وینا کې وویل چې دوی ځکه د سوریايي ولس تر څنګ ولاړ دي چې د دوی اجدادو زمونږ څخه د دفاع په لار کې د شهادت جامونه په سر اړولي. نوموړي زیاته کړه:

«په ترکیه کې د سوریایانو تاریخي هدیرې او قبرونه د دې ښکارندويي کوي چې د سوریايي ولس پلرونو او اجدادو زمونږ څخه د دفاع په لار کې سرونه نذرانه کړي، له حلب، دمشق، درعا او دیر الزور څخه دلته راغلي او زمونږ په ملاتړ همدلته په جګړه کې د شهادت لوړ مقام ته رسیدلي».

عصمت یلماز همدا راز وویل چې ترکیه په اقتصادي لحاظ ډیره پیاوړې شوې، پخوا به یې له نورو هیوادونو څخه مرستې اخیستې اوس له نورو سره مرستې کوي. نوموړي په خپلو خبرو کې وویل:

«نن ورځ ترکیه تر بل هر وخت پیاوړې ده، پخوا به د امریکا په کلنۍ بودیجه کې د ترکیې د مرستې لپاره یوه برخه ځانګړې وه، خو اوس هغه وخت نه دی چې مونږ د امریکا مرستو ته سترګې نیولې وې».

عصمت یلماز وايي چې له سوریايي ولس سره د مرستو سربیره، ترکیه په نړۍ کې څلورم لوی مرستندوی هیواد دی. اما د نوموړي په وینا، که د دوی ملي بودیجه په پام کې ونیول کیږي بیا ترکیه د نړۍ په کچه لومړی ستر مرستندوی هیواد راځي چې له نورو ولسونو سره مرسته کوي.

يوازې په تیر کال کې د ترکیې سرې میاشتې ټولنې د سوریې ولس ته د ۴۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت مرستې لیږلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x