له کرزی تر اشرف غني؛ اوښتون او غبرګون

دادمحمد ناوک

دامان الله خان پر وړاندې خلک ځکه راپورته شول، چې د حکومت د لوړپوړو مشرانو پر وړاندې يې د هغه د مېرمنې لوڅ مخ لوی جنایت ګاڼه؛ د روسانو په وخت کې پر نورو نارواو سربېره د لینین د ستاینې یوه شعر هم ولسي غبرګون راوپاروه؛ د حامد کرزي په ناندریزه دوره کې ښايي ډېر څه شوي وي، خو د پردې شاته، د پردې شاته پر کړنو ځکه سړی یقین کولای شي، چې د امریکايي یرغل پر نورو دلایلو سربېره تر ټولو لوی علت د دوی – د اسلام ورکېدل – شعار دي. ښايي هغوی چې لا هم امریکا ورته وږې ښکاري دا دلیل ونه مني او ډېر نور مسایل رامخته کړي، ښايي نور علتونه هم ولري، خو د جګړې د پیل په وخت د جورج بوش وینا دا په ډاګه کړه چې دا یوه صلیبي جګړه ده او په ګرده نړۍ يې غږ وکړ، چې یا له موږ سره یا دښمن سره!

حامد کرزی د امریکايي ډرامې د لومړني لوبغاړي په توګه د افغانستان پر مقدس سټيج د شاشجاع او کارمل د یادګار را ژوندي کولو لپاره ولوبید، په ټوله کې د حامد کرزي دوره د نسل د اوښتون او د ذهنیتونو د بدلون دوره بللی شو، په دیارلس کاله کې په یوه کورني ذهنیت کې دومره بدلون راوست، چې وړاندې به يوې کورنۍ د ټولو غړو په منځ کې کوم غړي، دا جرئت نشوای کولای، چې د کومې زنا یا حد اقل نامحرمو سره د چا د اړیکو خبره وکړي، خو اوس د کورنۍ ټول غړي د تلویزونو په پرده د هغې ښځې سلګۍ او خبرې بې له کوم تفاوته اوري چې ان له خپل پلاره يې څلور کلن اولاد شوی دی. په ورته توګه په ډېرو نورو سیاسي مسایلو کې مثلاً د پاکستان په اړه ذهنیت تر دې اندازې بدلون وموند، چې د دښمنۍ پر دعوې سربېره يې خپل عسکر د دښمن غېږې ته دروزنې په پلمه ور ولېږل، ورسره حوخت يې پر ډېورنډ هم د رسمیت سر ورسره وښوراوه او په ټوله کرښه د خندق کېندلو لړۍ بېغمه روانه ده او داسې سلګونه نور د پردې شاته جنایتونه….

د اشرف غني دوره د دې اوښتي ذهنیت د ازموینې لپاره یو بل امریکايي لابراتوار دی، په سیاسي پروسه کې يې د دوی هغه اساسي قانون چې تر قرآن ورته مقدم دی، تر پښو لاندې کړ او د دې قانون خلاف يې په رژیم کې اجرایوي ریاست زیات کړ، ورسره جوخت يې د اساسي قانون پر ځای د امریکا په سفارت کې خپله توافقنامه د جان کېري په امر د جیزم کننګهم او حامد کرزي په شاهدۍ تر ټولو غوره کړنلاره او مقدسه وګڼله. د امریکا په امر اشرف غنی هغه څوک چې په ۲۰۰۹ میلادي کال کې يې مشهور جنکسالار باله، خپل مرستیال کړ، ورسره جوخت يې پر اجرایوي رییس دا ومنله چې باید جنرال مالک خپل سلاکار وټاکي، له نړۍ سره په اړیکو کې نږدې ټول هدایات د هماغه چا دي چا چې دې جوړ جاړي او د ارزښتونو پایمالولو ته اړ کړي دي.

د اشرف غني له لوړې سره جوخت:۱- د لوړې په مراسمو کې اشرف غني د خلیفه رسول الله صلی الله علیه وسلم حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه خطبه ولوسته؛ چې د امریکا تر اشغال، د جان کیري تر قضا او د امریکا د سفارت تر امر لاندې د دې خطبې لوستل، خطبې ته له توهین پرته بله معنی نه لرله.
۲- په څلورویشت ساعته کې يې له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړ، چې د معاصر تاریخ تر ټولو کرغېړنه پېښه يې بللی شو.
۳- حنیف اتمر مدرسې د تروریزم ځالې وبللې او په کلکه يې د سیمې په کچه د مدرسو د بندښت غوښتنه وکړه.
۴- ایکسپریس الله جل جلاله او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ښکنځل وکړل.
۵- جامع الکمالات (!)، په پردیو اسنادو چلېدونکي د فیسبوک مشر تر الله جل جلاله انصافدار وګاڼه.
۶- د اسراييلو لارویانو خدایزده د کومې پروژې په دوام د خره نمانځغونډه وکړه.
۷- پرتوګ ویستلې ځوانه ښځه د ښار په کوڅو کې تاو شوه.
۸- اوسپنیزو سینو او … مېرمن په ډک ښار کې وګرځېده.
۹- د ارګ عیسیاڼې په فرانسه کې د حجاب ضد اقدام ستاینه وکړه.
۱۰- څو تنو نرښځیانو د چادري په اغوستلو په اسلامي هېواد کې حجاب ضد لاریون وکړ.
۱۱- پرون بیا یوې پتلون کړې، لنډو ویښتانې، عصري پېغلې په عام محضر کې د قرآن مبارکې نسخې ته د اور اچولو جرئیت وکړ.

د دې وروستۍ پېښې په اړه ډول ډول څرګندونې کېږي، هغوی چې د دې ښځې په وهلو او وژلو کې يې برخه اخیستې په ټینګه وايي، چې دې مېرمنې قرآن ته اور ورکړی او دلیل يې دوی ته هم نه دی معلوم؛ خو هغوی چې د دې ښځې د وژلو کلک مخالف دي وايي چې پېښه داسې نه وه، خو داسې ښکاره شوله.

ځينې لګیا دې چې دا مېرمن لېونۍ وه، دوی يې دلېونتوب لپاره کوم دلیل نه لري، خو په مقابل کې يې هغوی چې دا ښځه روغه او کړنه يې قصدي بولي، ټینګ دلای لري، دوی وايي چې لېونۍ په داسې موډ او فېشن کې نه ګرځي، د لېوني لپاره قرآن د سوځونې لپاره ټاکنه، بیا يې د شاه دوشمشیره په څېر ګڼه ګوڼه ځای د سوځولو لپاره ټاکل، د یو مریض دماغ کار نه ګڼل کېږي؛ خو د دې پېښې لومړی مسوول ګډ حکومت دی، سقراط وايي په یوه نظام کې چې یو څوک ووړ فردي جرم هم کوي، د نظام مشر پکې ورشریک دی، ځکه چې دده تر نظام لاندې دا جرم شوی دی؛ خو دا چې د خلکو له خولې د خلکو پر ارزښتونو پښې ښوودل کېږي او پرلپسې تکراېږي، مسوول يې اشرف غني او عبدالله عبدالله دي، که داپېښه چورلټ بل ډول وي هم؛ خو چې داسې ښکاره شوه او دغه ډول غبرګون ورسره وښودل شو، لوی علت يې د پورته نورو ښکاره او ډاګیزو ګستاخیو پر وړاندې د دولت مرموزه چوپتیا ګڼلای شو.

ځينې بوخت دي او د دې ښځې د محکمې خبره کوي چې باید د خلکو پر ځای يې محکمې ته وړاندې کړې وای، دوی دومره په سپین سترګۍ لګیا دی، لکه بورته د ټولو پېښو عاملین چې همدې محکمو محکوم کړي وي. ورسره جوخت دوی دې پېښې ته دیني دلایل تراشي خو دې نظام، د نظام را منځته کېدو او محکمو ته يې بیا له دیني اړخه نه ګوري. ښايي پر ديني اړخ يې رښتیني علما تبصرې وکړای شي، خو هغوی چې دین د خپلو نورو موخو لپاره استعمالوي پخپل دې فورمول کې ښايي بریالي نه شي.

په ټوله کې پورته پېښه د غرب په اخور شخوند وهونکو ته بد زیری دی.

۱۳۹۳-۱۲-۲۹

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د