افغانستان

ګډ حکومت د قرآن سوځونې څلور غچ اخیستونکي نیولي

نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۲۹مه، ۱۳۹۳ل): ګډ حکومت له هغو کسانو نه چې تېره ورځ يې د قرآن کریم سوځوونکې مېرمن له وژلو وروسته وسوځوله څلور تنه نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي چې دوی د دې مېرمنې د وژنې په تور څلور تنه نیولي دي، صدیق صدیقي د قرآن سوځولو ته له اشارې پرته وايي چې د قانون او قضايي سیستم په موجودیت کې د خلکو دا ډول کار له قانونه سرغړونه ده او دوی به يې جدي پلټنه وکړي.

پرون پنجشنبه – د کب ۲۸مه – یوې مېرمنې چې وروسته يې رسنیو نوم – فرخنده – یاد کړ، د شاه دوشمشیره زیارت کې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې د قرآن کریم مبارکې نسخې ته اور ورکړ، چې په غبرګون کې يې خلکو دغه مېرمن په ډبولو ووژله او وروسته يې اور ورکړ.

دغه مېرمن چې لنډي ويښتان، چسپ شین رنګه پتلون او توره کورتۍ يې اغوستې وه، په ټولنیزو رسنیو کې هم ډېره وغندل شوه، چې ډېری تبصره کوونکو د دې پېښې مسوولیت د ګډ حکومت پر غاړه بللی دی.

د خان محمد ستانکزي پر نامه د فیسبوک یو تن کاروونکی لیکي: «په نننۍ مسئله کې یوازې دا ښځه نه ده ملامته؛ په دې کې تر سیافه پورې ټول هغه ملامت دي چې خلکو ته یې دین په دوه پیسو کړ.»

د ګډ حکومت په نږدې شپږ میاشتې موده کې د اسلامي مقدساتو پر ضد پرلپسې څرګندونې او عملونه پر داګه شوي، خو دا يې لومړی هغه دی چې خلک يې پر وړاندې داسې غبرګون ښيي.

تر دې وړاندې د ګډ حکومت امنیتي سلاکار حنیف اتمر د سیمې په سطحه د مدرسو د بندښت غوښتنه وکړه او ټولې مدرسې يې د «تروریزم ځالې» وبللې، ورپسې د افغانستان لومړۍ مېرمنې رولا غني په فرانسه کې د حجاب ضد اقدام ملاتړ وکړ او هغه يې وستایه، چې د ولس توندو څرګندنو  يې په اړه ارګ هم د اعلاميې خپرولو ته اړ کړ.

د حکمت الله ځلاند پر نامه د فیسبوک یو تن کاروونکی دې او ځینو نورو پېښو ته په اشارې لیکي: «زغره يې واغوسته، چادرۍ يې واغوستې، خر يې ونمانځه او يوه بله رواني ناروغه نيمه لوڅه راووته او… خو که دا رواني ناروغه ژوندۍ پاتې وای، د دغو پروژو لړۍ کاميابه وه. شرعي اړخ يې دې پر ځای پاتې وي، مګر که دا ښځه ژوندۍ پاتې وای، په اسلامي نړۍ کې يې د افغانستان پر حيثيت هم سخت بد اغېز کاوه.»

ځلاند وړاندې د قضايي سیستم او محمکې په اړه لیکي:« څوک چې د محکمې او قضا نارې وهي، کومه قضا او محکمه يادوي؟ هماغه چې مرتد عبدالرحمان پکې محاکمه شو، هماغه چې د افغانستان اکسپرېس ورځپاڼې مسؤولين پکې محاکمه شول او… د دې خبرې معنا دا ده، چې ښځه به يې له لاسه نيولې وه او د امن کورونو ته به يې رسولې وه.»

سلګونو نورو هم ګډ حکومت پر دې ملامت کړی، چې د ګڼو شویو «ګستاخیو» پر وړاندې يې خوله چوپه نیولې ده. سره له دې چې ولس پر دولتي محکمو او د قانون پر نوم پر تورو شویو پاڼو باور له لاسه ورکړی خو د ګډ حکومت د کورنیو چارو وزارت مسوولین د پرونۍ پېښې په غبرګون کې را ولاړ شوي خلک له قانونه سرغړوونکي بولي او د څلورو تنو پر نیولو سربېره يې لا هم د پېښې د پلټنې د جدي اقدام خبر ورکړی دی.

تر اوسه روښانه نه ده، چې د کورنیو چارو وزارت له لوري نیول شوي کسان څوک، د کوم ځای او څه کاره دي او نه هم دا روښانه ده چې سلګونه نور کسان به د خپلو ملګرو پر نیول کېدو څه اقدام وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
m.taher

سلام او درناوی هر رشتینی مسلمان او افغان ته! زمینه د بی احترامی خپل دین او وطن ته زمونژ خلک په خپل لاس برابروی. د امریکایانو او نورو غربیانوته چاپلوسی د منصب او دالرو په خاطر کوی، ولی دا یی فکر ته نه رازی چی دا بی ننگی او همتی ده.امریکا او پر مختللی غربی هیوادونه چا ترقی ته رسولی او پرمختللی تکنالوژی خاوندان دی؟ جواب معلوم ده : د دوی دملتونو په مت او زحمت. ایا تاسو فکر کوی چی غربیان افغانستان به هم اباده کی ؟ جواب : نه خو په یو شرط ابادوی چی د دوی قوانین… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x