ورزش

آی سي سي مشر: د بنګله دیش او هند منځلوبه «فکس» وه

نن ټکی اسیا (جمعه، کب۲۹مه ۱۳۹۳ل): د نړیوال کرکټ کونسل (ICC) مشر مصطفی کمال د نړیوال جام په منځلوبه کې د بنګلادیش خلاف د لوبڅارو په ناسمو پریکړو د دندې پرېښودلو ګواښ کړی دی.

پرون پنجشنبه هند ملي لوبډلې بنګلادیش ته په سترو منډو ماتې ورکړه. تر ماتې وروسته د آی سي سي بنګلادیشي مشر مصطفی کمال د لوبڅارانو پریکړې له لوبې مخکې پلان شوې وبللې او زیاته یې کړه چې د آي سي سي په را روانه ناسته کې به په دې خبره کوي.

بنګلادیشي رسنیو د راپور له مخې مصطفی کمال ویلي چې د اي سي سي د مشر په توګه به دی په را روانه ناسته کې خپله خبره وکړي او دا هم امکان لري چې له دندې استعفا ورکړي.

نوموړي په لوبڅارانو تور ولګاوه چې په سمه توګه یې دنده نه ده اجرا کړې او په وینا یې داسې بريښي چې لوبڅاران تر لوبې وړاندې خپلې پریکړې پلانوي.

نوموړي دا خبرې په داسې حال کې کوي چې بنګلادیش د هند سره په لوبه کې په ۱۰۹ منډو ماتې وخوړله.

د هند روهین شرما د بنګلادیش سره په لوبه کې ۱۳۷ منډې جوړې کړې. په ۹۰ منډو باندې نوموړی په یوه فل ټاس بال باندې کېچ وسوځېد خو لوبڅار علیم ډار او آین ګویلډ د روبیل حسین توب (نو بال) وګڼلو.

همدا راز بنګلادیش کې تر هغه وروسته خلک وپاریدل چې په باونډرۍ د محمد الله ناسم اوټ ورکړل شو.

کمال ویلي چې داسې فکر کوي چې اوس د نړیوال کرکټ کونسل څخه د هند کرکټ کونسل جوړ شوی دی.

«زه د هند کرکټ کونسل استازیتوب نشم کولای. که څوک پر موږ داسې پایلې تحمیلول غواړي موږ یې نشو منلی».

بنګلادیش هم د خپلې ماتې سبب د لوبڅارانو ناسمې پریکړې ګڼلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x