ورزش

پاکستان د کرکټ له نړیوال جامه ووت

نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۲۹مه ۱۳۹۳ل): استرالیا نن په منځلوبه کې پاکستان ته په ۶ ویکټو ماتې ورکړه او په دې سره نیمه پایلوبو ته ووتله او پاکستان له نړیوال جامه ووت.

استرالیا به نیمه پایلوبو کې له بل قوي لوبډلې هند سره مخامخ کیږي.

نننۍ لوبه کې پاکستان پچه وګټله خو توپوهنه کې د پخوا په څېر ناکام شول.

لومړۍ ویکټه يې په ۲۰منډو، دوهمه يې په ۲۴منډو د لاسه ورکړه. وروسته کپتان مصباح الحق او حارث سهیل د لوبې د کابو کولو کوښښ پیل کړ. دواړو تر ۹۷ پورې منډې ورسولې چې مصباح الحق وسوځېدلو.

تر مصباح الحق وروسته ډير ژر حارث سهیل او عمر اکمل هم ژر وسوځېدل.

د عمراکمل وروسته شاهد افریدي د لوبې د کنترولو کوښښ پیل کړ او تېزه لوبه یې شروع کړه خو د ۲۳ منډو په کولو سره د هازیلووډ په بال وسوځېد.
له شاهد افریدي وروسته شعیب مقصود، وهاب ریاض او احسان عادل هم ژر ژر وسوځېد.

د پاکستان له لوري ښه لوبه حارث سهیل (۴۱)، مصباح الحق (۳۴) وکړه. له دوی دواړو پرته ټولو تر ۳۰ کمې منډې جوړې کړې.

پاکستان په ۴۹،۵ اورنو کې استرالیا ته ۲۱۴ منډې هدف ورکړ.

استرالیا له لوري په توپ اچونه کې هازیلووډ ۴، سټار او میسکیول ۲-۲ ، جانس او فالکنر یوه یوه ویکټ واخېستله.

پاکستان د استرالیا په څېر قوي لوبډلې ته ډیر کم هدف وټاکه. د استرالیا د لوري سټیون سمیت او شین واټسن نیمه سلیزې ووهلې او د لوبې په ګټلو کې یې کلیدي رول ادا کړ.

سمت ۶۵ او واټسن ۶۴ منډې جوړې کړې.

همدا راز د استرالیا بل خطرناک او تیز لوبغاړي ګلین میکسیول د لوبې په پای کې خورا تېزه لوبه وکړه او په یوازې ۲۹ بالونو يې د پنځو څلوریزو او دوه شپږیزو پر مټ ۴۴ منډې وکړې.

د پاکستان له لوري وهاب ریاض ۲ ویکټې، سهیل خان او احسان عادل یوه یوه ویکټ واخېستله.

استرالیا تر دې دمه څلور ځل او پاکستان بیا یو ځل په ۱۹۹۲ کې نړیوال جام ګټلی دی.

تر دې سیالۍ وړاندې په نړیوال جام کې پاکستان او استرالیا ۸ لوبې کړې وې او دواړو لوبډلو څلور څلور سیالۍ ګټلې وې.

د یادونې وړ ده چې د ۲۰۰۵ز کال راهیسې پاکستان په استرالیا کې یوه لوبه هم نه ده ګټلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x