نړۍ

عمر داودزی د پيښور د ګورنر مسعود کوثر سره دافغانانو په مختلفوستونزو خبرې وکړې

OmarDawodzaiپه پاکستان کې دافغانستان اسلامې جمهوریت سفیر محمد عمر داودزی پرون د پيښور د ګورنر مسعود کوثر سره ولیده، په دغه لیدنه کې نومړي د ګورنر سره په مختلفو چارو باندې خبرې وکړې چی پکښې دافغان طالب علمانو د پاره د تعلیمې بورسونو، افغان مهاجر محصلینو د پاره په اعلی تعلیمی ادارو کې خصوصی برخو کې داخل ورکول، د افغان بندیانو په ستونزو او د پولیسو د لاسه د افغانانو تنګولو په چارو خبری وشوی.

خصوصآ هغه افغانان چې دعلاج د پاره پاکستان ته راځې او د پولیسو له خوا تنګول کیږي او اکثر تری جیب وهل کيږي، او هغوی بیرته بې له علاجه افغانستان ته په بیرته تګ مجبوریږي.. او په همدې توګه په اکثر لویو لارو باندې افغانان د موټرو او بسونو څخه کوزول کیږي، او روپۍ تر اخیستل کیږي.

عمر داودزی له ګورنر سره دافغان طالب علمانو د پاره د تعلیمی بورسونو په موضوع هم خبری وکړې او زیاته ئې کړه چې دلته میشته مهاجرین دغو بورسونه څخه استفاده نه شی کولې باید دوی د پاره  په تعلمی ادارو کې خصوصی کوټه مقرر کړی شې.

سلمیان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x