افغانستان

اسلام ته د سپکاوي بله کړۍ؛ افغان ځواکونو «قرآن کریم» په تبر وهلی

نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۲۹مه، ۱۳۹۳ل): له ننګرهار څخه رارسیدلي راپورونه وايي چې افغان امنیتي ځواکونو د هغو عملیاتو په ترڅ کې چې تیره اونۍ يې د یاد ولایت په غني خیلو ولسوالۍ کې تر سره کړي، قرآن کریمونه په تبرونو وهلي او شکولي دي.

افغان امنیتي ځانګړو ځواکونو په دغو عملیاتو کې د قومي مشر په ګډون شپږ ولسي وګړي وژلي وو، چې نن ټکی اسیا یې په خپل وخت راپور هم خپور کړی وه.

ځاي اوسیدونکي وايي چې افغان ځواکونه په قرآن کریم د تبرونو او چاقوګانو بې دریغه ګوزارونه کول
ځاي اوسیدونکي وايي چې افغان ځواکونه په قرآن کریم د تبرونو او چاقوګانو بې دریغه ګوزارونه کول

په ننګرهار کې د نن ټکی اسیا همکار د قران کریم د هغو نسخو انځورونه تر لاسه کړي چې افغان ځواکونو په دغو عملیاتو کې په بې دریغه توګه په تبرونو او چاقوګاني وهلي او مبارکې پاڼې يې ورڅیرې کړي دي.

د نن ټکی اسیا همکار له ځايي خلکو سره خبرې کړي او هغوی ورته ویلي چې د قومي مشرانو یو پلاوی د ننګرهار سرپرست والي «عطاء الله لودین» ته ورغلي او هغه ته یې د ولسي خلکو په استازیتوب اعتراض څرګند کړی، خو نوموړي په ځواب کې ویلي چې د پیښې د څیړلو لپاره به ډیر ژر سیمې ته یو هیئت واستوي.

د ننګرهار سرپرست والي عطاء الله لودین ویلي چې د پیښې په اړه به یو تحقیقاتي پلاوی وټاکي
د ننګرهار سرپرست والي عطاء الله لودین ویلي چې د پیښې په اړه به یو تحقیقاتي پلاوی وټاکي

نن ټکی اسیا هڅه وکړه چې د پیښې په اړه د ننګرهار د چارواکو نظر معلوم کړي، خو چارواکي د یادې پیښې په اړه له رسنیو سره د خبرو له کولو ډډه کوي.

تر اوسه دا نه ده معلومه چې افغان ځواکونه خپل دغه عمل څنګه توجیه کوي، خو پر افغانستان د امریکا له پوځي برید وروسته په دې هیواد کې اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي پیښې زیاتې شوي او د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د ګډ حکومت له تشکیل وروسته دغه لړۍ تر بل هر وخت ډیره په چټکۍ روانه ده.

تیره ورځ د کابل په شاه دوشمشیره سیمه کې یوې ښځې په عام محضر کې قرآن کریم ته اور ورته کړ، خو مخکې له دې چې د پیښې له ځای څخه وتښتي ولسي خلکو ونیوله او په مرګ یې ووهله. ولسي خلکو تر وژلو وروسته د ښځې مړی په اور وسوځاوه.

په افغانستان د امریکا له پوځي برید وروسته په دې هیواد کې د اسلامي مقدساتو د سپکاوۍ پیښې زیاتې شوي دي
په افغانستان د امریکا له پوځي برید وروسته په دې هیواد کې د اسلامي مقدساتو د سپکاوۍ پیښې زیاتې شوي دي

ولسي خلکو په ګډ حکومت نیوکې وکړې چې د اسلامي مقدساتو د دفاع او حفاظت لپاره جدي اقدام نه کوي، خو افغان چارواکو د خلکو د توند غبرګون په ځواب کې څرګنده کړه چې نوموړې ښځه «لیونۍ» ده.

افغان دولت همیشه د اسلامی مقدساتو توهینوونکي افغانان «لیوني» بولي؛ په ۲۰۰۶ کال کې چې کله د عبد الرحمن په نامه یو تن له اسلام څخه ارتداد او د عیسویت دین قبول کړ، خلکو یې د عاجل اعدام غوښتنه وکړه، خو دولت نوموړی «لیونی» وباله، چې بالآخره د ملګرو ملتونو په سپارښتنه او د پخواني ولسمشر کرزي د ځانګړي فرمان پر اساس له بنده ازاد او یو بهرني هیواد ته ولیږدول شو.

افغان دولت همیشه د اسلامی مقدساتو توهینوونکي افغانان «لیوني» بولي
افغان دولت همیشه د اسلامی مقدساتو توهینوونکي افغانان «لیوني» بولي

د ننګرهار د پیښې نږدې یوه اونۍ پوره کیدونکې ده خو ګډ حکومت لا هم مثبت یا منفي غبرګون نه دی ښودلی، خو کتونکي اټکل کوي چې که ګډ حکومت په دې اړه څرګندونو ته مجبور شي، نو د یو تحقیقاتي پلاوي په خوله به متهم عسکر لیونیان وبولي او له دغه جرم څخه به یې بري اعلان کړي.

په ۲۰۱۲ کال امریکایانو د کندهار په پنجوايي کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۱۶ تنه په یوه شپه کې ووژل، افغان دولت او امریکایانو د دغې کړنې تر سره کوونکی عسکر «لیونی» وباله او متضرر شویو افغانانو سره یې د نغدي معاوضې ژمنه وکړه.

د ننګرهار د پیښې نږدې یوه اونۍ پوره کیدونکې ده خو ګډ حکومت لا هم مثبت یا منفي غبرګون نه دی ښودلی
د ننګرهار د پیښې نږدې یوه اونۍ پوره کیدونکې ده خو ګډ حکومت لا هم مثبت یا منفي غبرګون نه دی ښودلی

کتونکي په دې باور دي چې افغان حکومت د ورته پیښو د مخنیوي په لار کې ځکه ډاډه ګام نه شي اوچتولی چې د بهرنیو هیوادونو د پوځي او اقتصادي مرستو احسان یې په اوږو بار دی او د ورته پیښو د مخنیوي په صورت د نړیوالو مرستو او کومکونو د بندیدو خطر ویني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
صمیم نورو زيوال

ای ځوانانو پورته شئ لاس ټوپک ته کړئ چې دغه دکفارو مزدوران ګوډاګیان ټول مردار نه کړو بل رکم نه سیميږي ، داسي درس ورکړو لکه پرون چې دکابل په شاه دوشمشیر سره ورکړل شوه ، داڅنګه دقرآن کریم توهین دی چې په مسلسله توګه دیوه خاص پلان له مخې یې ګوډاګیان ترسره کوي

قرآن ژړیږي کوي خدای ته شکایته ::: زمانشته حفاظته :::: داڅه دروان په مادی
دا دلیلن بچې مي اورته غورځوینه :::: زمانشته حفاظته ::: داڅه دروان په مادی

ميرويس مجاهد

الله تعالي(ج) د المايده سورت په ۵۱ آيت کې داسي فرمايې: اې مؤمنانو تاسو يهود او نصارا خپل دوستان مه جوړوې، ډوي په خپل منځ کې د يو بل دوستان دي، چا چې ستاسو څخه د دوې سره دوستي وکړه هغه د دوې څخه دې، بيشکه الله داسي ظالمانو ته هدايت نه کوي۔ نو د دې منافقو واکدارانو ، د دوې د ادارې ټول مصارف د اردو د روزلو ټول مصارف د همدې يهودو او نصاراوو له خوا اکمال کيږي۔ نو دوې به ولي داسي کارونه نه کوي۔ دا د ډالرو په نشه کي مست مزدوران چې ايمان يې له… نور لوستل »

افغان ځلمی

کله چه منطق ختم شی جنګ پیلیږی ، بیا هغه جنګ چه د کس په ځای د کتاب سره جنګ کوی کتاب سیزی ، توهین یی کوی او داسی نور . وایی [په تامی زور نه رسیږی مړ به دی دادا کړم ] د قران سیزنه د نړیوال کفارو اخری درجه کمزوری ده (( کشکی دوی خپلو شرمیدلو او احمقانه کمزوریو ته پام وکړی )) . زما پوښتنه بیا داده ، چه دغه ښځه باید د وژلو او سیزلو په ځآی نیول شوی ، پوښتل شوی او پلټل شوی وی څوک وه ؟ دا کار یی خپله او که چا… نور لوستل »

khalidafghan

انالله واناالیه راجعون کوم عمل یی داسلام وګڼودقران عزیزسوځونه که دتوهینوونکوکارتونستانودوژلوغندنه که دحجاب ضدغندنی ملاتړکه ددینی مدارسوبندول که دمساجدوسوځول که دواده دشپی ناوکی اودهغی دواده مناسبت کونکی په توپوشهیدانول افسوس افسوس ځان مسلمان بولی اوبیادغه کفری عمل توجیه کوی

کلیم الله

زما د معلوماتو په اساس د ننګرهار والی مولوی عطاء الله لودین ته چې کله ولسي خلک ورغلل هغه ورته وویل چې زه به په دې اړه د پلټنې لپاره یو پلاوی د ګلايي کلي ته ولیږم، او د دې پوښتنه به وکړم چې دغه عملیات زما له اجازې پرته ولې ترسره شوي او ولې د قرآن کریم بې عزتي شوې، که زه په خپل دغه هوډ ترسره کولو کې پاتې راغلم نو استعفاء به وکړم، نو معلومه به شي چې عطاء الله لودین به پخپله دغه وعده ترکومه عملی کوي. والله اعلم خو عجیبه یی دا ده چې له… نور لوستل »

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x