نړۍ

پاکستان: له طالبانو سره هیڅ ډول مذاکرات نه دی ترسره شوی

(نن ټکی اسیا دیسمبر۲۰۱۱/۱۱) دپاکستان دکورنو چاور وزیر رحمان ملک دمتحده عرب اماراتو له سفیر سره دګډي خبری ناستي پرمهال وویل، حکومت یی له پاکستاني طالبانو سره هیڅ ډول خبري ندی دی کړي، نوموړي زیاته کړه کچیري طالبان غواړي چی له حکومت سره مذاکرات وکړي لومړي دي دغه کسان له غرونوڅخه راکوز شي وسلي دي دولت ته وسپاري پرتیرو کړونو باندی دی بخښنه وغواړي وروسته به حکومت ورسره خبری او مذاکرات وکړي.

رحمان ملک دطالبانو دیوه قومندان مولوی فقیر محمد خبري بی ځایه او بی اساسه وبللي، ملک وویل کچیري فقیر محمد غواړي په رښتیا سره له حکومت سره مذاکرات وکړي نو اول باید نوموړي له غرونو څخه ارکوز شي او وسلی دی دولت ته وسپاري.

رحمان ملک دشمسي هوایی ډګرپه اړه وویل دغه هوایی ډګر نور په بشپړه توګه امریکایانو خوشي کړی او دپاکستاني فوځ له لوري دشمسي هوایی ډګرخالي کیدل تاید شوی دي نور ددي ځای نه پاته کیږي چی کوم څوک دی اوس هم شک وکړي.

همدارنګه نوموړي زیاته کړه تراوسه پوری دمتحده عرب اماراتو حکومت رسما دشمسي هوایی ډګر ودغه هیواد ته دسپارلو غوښتنه نه ده کړی.

له بله لوری نن دپاکستان لومړی وزیر یوسف رضا ګیلانی له خبري رسنیو سره دخبرو پروخت وویل حکومت یی له طالبانو سره مذاکرات نه دی ترسره کړی او که کله هم حکومت مذاکرات کول هغه وخت به ددغو مذاکراتو ټول جزیات دملت په وړاندي ښکاره کړي، نومړي زیاته کړه تراوسه پوری دولت له طالبانو سره یو ډول مذاکرات نه دی کړي.
نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x