افغانستان

اشرف غني د قرآن سوځوونکې میرمن وژنه په کلکو ټکو وغندله

نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۲۹مه ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت ولسمشر محمد اشرف غني د قران سوځوونکې مېرمن وژنه په کلکو ټکو غندلی او د قران په ننګه پاڅېدلي ولس سره یې د جدي چلند امر کړی.

اشرف غني د قران توهینوونکې مېرمن وژنه «فجیع» عمل او د «اسلامي عدالت» خلاف کار بللی دی او په وینا یې هېڅوک نشي کولای « د خشونت له لارې په فجیع ډول وګړو ته سزا ورکړي».

اشرف غني همدا راز کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه کړې څو د پرونۍ پېښې په اړه څېړنې وکړي او د پېښې د څېړلو لپاره د دیني عالمانو په ترکیب یو مستقل کمېسیون جوړ شي.

په داسې حال کې چې ویل کیږي پخواني جنګسالاران، مرتدین او قاتلین د محاکمو پر ځای د دولت په لوړو څوکیو ناست دي، د ګډ حکومت ولسمشر وايي چې د عدالت تامین د افغانستان د محاکمو کار دی او هغه کسانو سره به جدي چلند وکړي چې د قانون له چوکاټه بهر «د تاوتریخوالي او تشدد» عملونه ترسره کوي.

د اشرف غني په اعلامیه کې زیات ټینګار په دې شوی چې ښځه د ولسي خلکو لخوا وژل شوې، خو د ښځې لخوا د قرآن سوځونې عمل ته یې ضمني اشاره کړې چې په وینا یې، دولت هر هغه عمل غندي چې د قرآن د سپکاوي لامل ګرځي.

اشرف غني د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ننګه کې د ګستاخې مجلې «چارلي ایبدو» په دفتر برید هم سختو ټکو غندلی و او وژل کسانو کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې وه.

په وروستیو څو کلونو کې د عبدالرحمن او پرویز کامبخش په څېر مرتدین د حکومت لخوا د «لیونیو او روحي مریضانو» په نوم خوشې شوي دي.

د اشرف غني د حکومت راتګ سره اسلامي مقدساتو ته توهین زیات شوی دی.

د حکومت د پیل په لومړیو ورځ کې د اشرف غني عیسايڼې مېرمن رولا غني په فرانسه کې په حجاب لګېدلی بندیز وستایه، افغانستان ایکسپریس ورځپاڼې الله جل جلاله، قران او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته توهین وکړ، وروسته ځېنو مدني فعالانو تر الله جل جلاله د فیسبوک مشر ډير انصافداره وباله، تر هغه وروسته د حجاب ضد لاریون او دې ته ورته نورې پېښې وشوې، خو یو یې هم محاکمه نشو.

شننونکي په دې باور دي چې د ولس له حکومته په دغسې کارونو کې د جدي اقدام تمه شکېدلې او مجبورا اړ دي چې توهینوونکو ته په خپله سزا ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x