نړۍ

یمن: چاودنو سلګونه حوثيان مړه او ژوبل کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، کب۲۹مه ۱۳۹۳ل): د یمن په پلازمېنه صنعا کې چاودنو تر ۹۰ پورته کسان وژلي او شاوخوا ۲۸۰ نور ژوبل کړي دي.

په وژل شوو کسانو کې د شیعه حوثیانو یو مشر مرتضی المحتوري هم شامل دی.

د پلازمېنې صنعا په مرکز کې پروت دوو مسجدونو باندې هغه مهال چاودنې وشوې چې خلک د جمعې لمانځه لپاره تیاری نیولو.

د صنعا جوماتونو اوس د شیعه لږکیو حوثي وسله والو قبایلو تر کنترول لاندې دي.

د الجزیره تلویزون د راپور په اساس دوه چاودنې د بدر په جومات کې چې د شیعه ګانو د مهم مشر مرتضی محطوري دیني او تعلیمي مرکز هم دی وشوې. همدا راز دوې نورې چاودنې د یو موټر بم پر مټ د حشوش جومات سره نېږدې هغه مهال وشوې چې د حوثیانو د انقلاب عالي شورا غړی طه المتوکل خطبه ورکوله او حزام ناسف هم په مسجد کې موجود وه.

الجزیرې د تلویزون د راپور په اساس د حوثي شیعه ګانو دوه مهم مشران طه المتوکل او خالد المداني په چاودنو کې سخت ټپي شوي او روغتیايي حالت یې نازک دی.

که څه هم حوثیان وايي چې چاودنې د جومات دننه سرتیرو کړي خو د یوسف عجلان په نوم یو ژورنالست الجزیرې ته ویلي چې په صنعا کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو، چاودنې یو په بل پسې وشوې او د موټر بم پر مټ شوي.

د پېښې وروسته حوثي ملېشو سیمه محاصره کړې او خلک یې سیمې ته نېږدې پرېښودلو څخه منع کړي.

د راپورونو له مخې دغو مسجدونو ته په ځانګړي ډول د حوثي وسله‌والو ملېشو لخوا سخت امنیتي تدابیر د هرې جمعې په ورځ نیول کیږي او لمونځ ته راتلونکي ټول خلک د تلاشۍ وروسته مسجد ته ننوځي.

تر هغه وروسته چې حوثي وسله والو ملېشو صنعا د ستمبر په ۲۱مه ونیوله دا لومړی ځل دی چې په دې کچه سترې چاودنې پرې کیږي.

د چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخېستی.

د یادونې وړ ده چې حوثي شیعه ملېشې د ایران او ځينو لویدیځو هېوادونو ملاتړ تر شا لري او د همدې ملاتړ په نتیجه کې یې د پلازمېنې صنعا په شمول ځېنې سیمې له حکومته نیولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x