نړۍ

پاکستاني طالبانو له حکومت سره خبري کول ردکړي

(نن ټکی اسیا دسمبر۲۰۱۱/۱۱) دپاکستاني طالبانو ویاند او دغي ډلي پوری تړلی نورو چارواکو له حکومت سره دهرډول خبرو کولو مخالفت وکړ.

ایسوسیټیټ پریس خبري رسنی له اوس څخه څو شیبي مخکي خبرخپورکړی دي، په خبرکي راغلي دی چي دپاکستاني طالبانو ویاند له دغي رسني سره ټلیفوني اړیکي نیولي، ورځپاني وړاندي کاږي چي دطالبان ویاند احسان الله احسان له پاکستانی حکومت سره دهرډول خبرو کولو مخالفت کړي.

خبرزیاته وي چی احسان الله احسان زیاته کړ له حکومت سره به ترهغه وخت پوری هیڅ ډول خبرو او مذاکراتو ته حاضر نه شو ترڅو چی  حکومت پاکستان کی بشپړ اسلامی نظام نه وی پلی کړي.

یو بل کس ملاداد الله چی ځان په باجوړ ایجنسي کی دطالبانو قومندان بولي، نوموړي هم له خبري رسنیو سره دخبرو پروخت له پاکستاني حکومت سره هرډول خبري او مذاکرات ردکړی دي.

تیره ورځ مولوی فقیر محمد چی دپاکستاني طالبانو دمرستیال په توګه پیژندل کیږي له خبري رسنیو سره دپاکستاني طالبانو او حکومت ترمنځ دخبرو کولو پخلي کړی وو، مولوي فقیر محمد له ډیر پخوا څخه دپاکستانی طالبانو دباجوړ سیمي دامیر په توګه سره هم یادی ده، او له تیرکال رابدی خوا داسي ګنګوسي دی چی ګواکي مولوی فقیرمحمد له پولي څخه هغي غاړي افغانستان ته تلل دي، مولوی فقیر محمد یواځیني کس وو چی تیره ورځ یی دحکومت او طالبانو ترمنځ دخبرو کولو پخلي وکړ.
نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x