نظــر

د جنوب لویدیځې حوزې پر امنیتي وضعیت به د مطیع الله خان وژنه څه اغیز ولري ؟

شاهد غزنيوال
د پنجشنبې په شپه د کابل ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې د روزګان ولایت امنیه قومندان مل پاسوال مطیع الله د طالبانو په یوه غلجکي برید کې ووژل شو.

مل پاسول مطیع الله خان چې په سیمه کې یې د روزګان په امپراتور هم شهرت درلود بي له شکه چې په جنوب لویدیځه حوزه کې د کندهار ولایت تر امنیه قومندان مل پاسوال رازق خان وروسته د كابل رژیم لپاره په پوځي او امنیتي لحاظ تر ټولو موثر ، مهم او با نفوذه شخص ګڼل کیده .

نوموړي هم له بهرنیو ځواکونو او هم د کابل له رژیم سره د دندې اجراء کولو پرمهال د طالبانو په خلاف مهم رول لرلی ، او دغه رول یې یواځې د روزګان تر ولایت پوري نه وه محصور ، بلکې دجنوب غربي په ټولو ولایتونو په تیره روزګان، کندهار او هلمند کې یې اغیزې محسوسې ولې.

نو طبیعي ده چې د ده وژل کیدل او په ساحه کې نه شتون به یې خامخا په ټوله لویدیځې حوزې کې د رژیم د ځواکونو پر مورال سخت منفي اغیز ولري

مطیع الله خان څرنګه ووژل شو؟

په کابل کې د مل پاسوال مطیع الله خان ناڅاپي وژنې د کابل رژیم په امنیتي حلقاتو کې هیښتیا او یوډول ابهامات راولاړ کړي ، چې نوموړی څرنګه کابل ته تر یوه وظیفوي سفر سمدستي وروسته په نښه او په داسې مبهم ډول له منځ یوړل شو چې حتی امنیتي چارواکو یې تر وژل کیدو وروسته د نوموړی د جسد اړه معلومات نه درلودل؟

د کابل د امنیه قومندان په وینا د مطیع الله خان جسد هغه مهال وپیژندل شو چې کله هغه د څیړنو لپاره طب عدلي ته انتقال او هلته يي له جیبونو څخه یو لړ لیکونه او اسناد تر لاسه شول کوم چې له مخه یې د مطیع الله خان هویت تري تشخيص كړای شو.

تر اوسه پوري د کابل رژیم امنیتي چارواکو د نوموړي د وژل کیدو په اړه دری متضاد رپوټونه ورکړي لومړي رپوټ چې د نوموړي تر وژل کیدو نیږدي ۱۸ ساعته وروسته ورکړل شو وركې ویل شوي چې د کابل ښار په ۶ امنیتي حوزه کې سرښندونکي برید تر سره چې د امنیتي مسؤلينو په وینايي له سرښندونکي پرته نور هیڅ تلفات نه لرل.

دویم رپوټ چې رسما د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په ترڅ کې اعلان شو ویل شوي چې د پنجشنبې په شپه شاوخوا نهه بجې ، یوه بریدګر چې چادري او د ښځو جامې يې پرتن وې، ځان ته د کابل ښار په شپږمه حوزه کې چاودنه ورکړه او د ارزګان امنیه قومندان مطيع الله خان يي ووژاه.

او دریم رپوټ چې د مطيع الله خان دخښولو پرمهال په ولسي جرګه کې د اروزګان د وكيل عبيدالله بارکزي لخوا رسنيوته وړاندې شو هغه دا وه چې قومندان مطيع الله کوم بل ځاى وژل سوى او بیا يې مړى د شپږمې امنیتي ساحې په سیمه کې غورځول سوى وو. اووژنه یې هم د کلاشنکوف په يوه مرمۍ شوې نه د سرښندونکي برید په وسیله ځکه چې د نوموړي پر ټول بدن نور کوم علايم نه ښکاريدل.

باركزي داهم ويلي چې د پښو په شاتنۍ برخه يې کوچنۍ کوچنۍ چرۍ لګيدلي او پر دي داسې ګمان کيداى شي چې لومړی یې د چريز توپک ډز پر پښو شوى وي.

که څه هم چې طالبانو دیوې رسمې اعلامیې په صادرولو سره دنوموړي د وژل کیدو پړه پرغاړه اخیستي او هغوی هم د ده وژنه د یوه پیچلي تکتیک کارول بولي ، خو له امنیتي پلوه د کابل په زړه کې په داسې ابهام لرونکی ډول خپل زماني او مکاني مدلولات لري .

کومه خبره چې د ده دکورنۍ لخوا د ده دقتل په اړه کیږي هغه پورتني دري واړه احتمالات ردوي او داسې ترې ښکاري چې نوموړی خپله د رژیم د امنیتي چارواکو د یوې پلان شوې توطیې ښکارشوی وي؛ ځکه د ده کورنۍ وايي چې دوى د هغه هوټل ټولي کيمري او ثبت تصويرونه کتلى چې نوموړى پکښې اوسيدى.

هغوى وايې چې په تصوير کې نوموړى ليدل کيږي چې له هوټل څخه يوازي په شخصي کاليو(جامو) وځي او بيا ښکاري چې تر سړک اوړي او همدا راز د کميري له سکرين څخه وځي.

هغوى دا نه مني چې پر مطيع الله خان دي سر ښندونکی بريد سوى وي بلکي وايې چې نوموړی په يوه ګولۍ ويشتل سوى او وژل سوى دى.

دا چې نوموړی یو ماهر امنیتي فعال او دخپل ځان امنیت ته ډیر متوجه وه څرنګه کیدای شي چې بغیر له امنیتي کسانو دي په شخصي کالیو کې د کابل غوندي په نا امنه ښارکې په یواځي سر چیرته ووځي ؟

او دا چې د وژل کیدو په ځای کې د ده یواځي ګرځیدوته څه ضرورت وه ؟

اوداچې په دغه معین وخت کې کابل ته د ده د بیړنى سفر دڅه لپاره وه هغه مبهمې پوښتنې دي چې د مطیع الله خان د مرموزقتل ابعاد نور هم پیچلي کوي.

اوس خبره داده چې د ده قتل به په روزګان او همداراز په کابل کې پر هغو دولتي چارواکو کوم چې د مطیع الله خان په څیر له لیري پرتو ولایتونو څخه کابل ته د خپل سر د خونديتوب په نیت راځې او یاهم له پخوا راهیسې دلته میشت دي څه اغیز ولري؟

یقینا چې په کابل کې د مطیع الله خان غوندې نظامي او امنیتي شخص وژل کیدل او هغه هم په دغه تکتیکي ډول سره په دواړو ساحو خپل خاص اثر لري .

ځکه کابل د هیواد د پلازمینې په توګه چې لاهم د لسګونو زره بهرنیو ځواکونو ، خارجي سفارتونو او نړیوالو موسسو مرکز دی د اطرافي سیمو په نسبت ډیرو لوړ پوړو دولتي چارواکو د اوسیدنې لپاره غوره کړی او اوس مهال د ټولو ولایتونو د والیانو ، امنیه قومندانانو او نورو امنیتي چارواکو کورنۍ د ولایتونو په ځای په مر کزکې اوسي .

دا چې په مرکز کې د طالبانو لخوا هغوی تر دومره تعقیب لاندې چې له یوې ورځې تیریدو وروسته يي د اوسیدنې ځای مشخص او په نښه شوی شخص له منځه وړل کیږي ، خامخا له امنیتي پلوه د طالبانو د جدې تعقیب او د هغه په مقابل کې د امنیتي ځواکونو د کمزوري په اړه له هر چاسره پوښتنې را پیدا کوي.

همدا راز د نوي کال په راتګ سره چې هم طالبان او هم دکابل رژیم د اروزګان غوندې په لیرې پرتو خو استراتیژیکو سیموکې یو د بل پرخلاف د جګړې محاذونه تقویه کوي په دغسې نازک وخت کې به په ټوله جنوب لویدیځه حوزه په تیره اروزګان ولایت کې د مطیع الله خان نشتوالی هغه تشه وي چې په پوځي او امنیتي ډګر کې به د کابل رژیم لپاره نه جبرانیدونکي زیانونه ولري.

ځکه په جنوب لویدیځه حوزه کې د طالبانو په مقابل کې تر ټولو اغیزمن شخص د کندهار امنیه قومندان رازق خان دی چې د هغوی د فعالیتونو مخه یې ډب کړی ، او د اروزګان امنیه قومندان مطیع الله خان بیا په یاده حوزه کې د نوموړی ښی لاس ګڼل کیدو اوس چې طالبان وتوانیدل په دا ډول ماهرانه تکتیک نوموړي له مخې لیرې کړې دا کار به د رازق خان دامنیت په اړه هم له نوموړي سره خامخا اندیښنې راپورته کوي چې یوه ورځ به دی هم د خپل نیږدي او اعتمادي ملګري په څير له منځه وړل کیږي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x