سعودي عربستان او اسرائلوترمنځ نوي دیپلوماتیک روابط

عبد الرحيم (ثاقب) ليكوال اوسياسي شناند

په داسې حال کې چې منځنی ختیځ داخلي جګړو او خپل منځي اختلافاتو پر سر اخیستی د سعودي او اسرائیلي حکومت ترمنځ نوي دیپلوماتیک، تجارتي او اقتصادي روابط مخ پر ګرمیدو دي.

سعودي عربستان چې د اسلامي نړۍ د مرکز حیثیت لري د منځني ختیځ په کچه هغه هیواد دی چې تر اوسه يي نه اسرائیلي حکومت پر رسمیت پیژندلی او نه يي هم ورسره ډیپلوماتیک روابط لرلې.

اوس چې د سعودي سرسخت سیال ایران په سیمه ییزه کچه په اتومي ځواک بدليدونكى دى سعودي هم غواړي چې ځان د اتومي ځواک لرونکو هیوادونو په كتار کې راولي تر څو وکړای شي د پوځي او اوتومي موازنې پر برابرولو سره په سیمه کې د ایراني نفوذ مخنیوی وکړاي شي.

له اسرائیلو سره د نویو تجارتي اړیکو د پیلولو لپاره د تیرکال د نومبر په میاشت کې د سعودي د نفتو وزیر علي النعیمي پر اسرائلو باندې د نفتو د خرڅولو لپاره تیاری وښود.

نوموړي سعودي وزیر هماغه مهال وویل چې د سعودي باچا له ټولې نړۍ سره د ښو اړیکو جوړولو یوه بيلګه ده ، چې اسرائیل هم د نړۍ له هیوادونو څخه نشي استثناء کیدای .

سعودي عربستان د عربي ټولنې د یوه مهم غړی په توګه په ظاهره باندې پر هغه دریځ ټینګار لري چې اسرئیل باید له فلسطني لاندې کړیو سیمو څخه پر شا سي او له فلسطنیانو سره د سولې خبرې وکړي .

خو په سیمه کې وروستیو تحولاتو او په عراق ، سوریه او یمن کې ایراني تحرکاتو سعودي چارواکي دیته اړیستل چې له اسرائیلو سره په خپل موقف کې تغیر راولي .

د سعودي چارواکو په رسمي موقف کې نا اعلان شوی تغیر تر هغو ګونګوسو وروسته رامنځته کیږي چې سعودي او اسرائیل به یو مهال په ګډه د ایران اتومي تأسیسات له منځه وړي.

د تیر کال په وروستیو کې (میداه) نومي اسرائیلي ورځپاڼې یوه څیړنه خپره کړه چې په ترڅ کې یې د تل ابیب او ریاض ترمنځ د نویو تو دو علائقو پر پیلیدو بحث شوی وه.

په دې څیړنه کې ویل شوي و چې په منځني ختیځ کې وروستي بدلونه او د عرب پسرلي له امله د سیمې د مهمو چارواکو او نظامونو سقوط سیمه ییز هیوادونه دې ته اړباسي چې په خپلو مواقفو او سیاستونو کې بدلون راولي چې د رياض اوتل ابیب وروستی ديپلوماتیک نیږدي والی د دغو تغیراتو محصول بلل کیږي.

د اسرائیلي ورځپاڼې په باور چې د منځني ختیځ وروستي تحولات د دې لامل ګرځیدلي چې ریاض او تل ابیب په مختلفو برخو په تیره د اتومي مجال په برخه کې چې سعودي غواړي ۴ اتومي بټۍ جوړې کړي یوله بل سره هماهنګي ولري.

واشنګټن پوست ورځپاني هم د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیرې له خولې لیکلي چې سیمې ته د نوموړي د وروستي سفر په مهال چې د تیر ۲۰۱۴ کال د مارچ په میاشت کې ترسره شو د منځني ختیځ د هيودونو ټولو چارواکو له نوموړي څخه غوښتنه کړې چې واشنګټن باید په تهران باندې اقتصادي بندیزونه لاسخت کړي تر څو هغوی له خپل اتومي پروګرام څخه لاس واخلي ، نوموړی وايي چې دا غوښتنې یواځې اسرائیلي چارواکو نه دې کړې ، بلکې د سعودي عربستان چارواکو هم پر ایران باندې د اقتصادي تعزیراتو د سختولو غوښتنه ترې کړي .

د ورځپاڼې په وینا جان کیري ويلي چې په ایران باندې د اقتصادي بندیزونو په اړه د سعودي او اسرائیلي چارواکو د موقف یووالی د ده لپاره هیښونکی ښکاري .

واشنګټن پوست زیاتوي چې د ایران اتومي پرو ګرام د اسرائیلو او خلیجي هیوادونو ترمنځ د جوړ جاړي او صمیمیت نوي چاینلونه پرانیستی چې کیدای شي د هغوی په وسیله نور هم یوله بل سره نیږدي شي.

واشنګټن پوست ورځپاڼه د سعودي د استخباراتو د پخواني مشر تر کي الفیصل له خولې لیکي :

كه اسرائيل له فلسطينيانو سره روغْې جوړې ته ورسيږي كيداي شي د منځني ختیځ د قضایاوو په اړه تر ټولو د مهم لوبغاړي رول ولوبوي .

د منځني ختیځ د سیاسي محللینو له نظره د مصر د پوځي حکومت له مشر عبدالفتاح السیسي سره د سعودي عربستان پراخ مالي ملاتړ هم د سعودي او اسرائیلي چارواکو د تقارب او نیږدي والی له امله دى .

د مصر پوځي چارواکي عبدالفتاح السیسي په خپل هیواد کې د اخوان المسلمین په مشري مشروع منتخب حکومت ړنګ او د فلسطین د حماس جهادي تنظيم يې د تر هګرو تنظیمونو په لیست کې شامل کړ.

پر دې سربيره يي د سیناء په سیمه له غزې سره پر پوله ترځمکه لاندې ټولې هغې سمڅې ونړولې چې محاصره غزې ته به له مصر څخه په قاچاقي ډول خوراکي توکي راوړل کیدل.

اسرائیلي عبري رادیو تیر کال د جولای د میاشتې په اتمه نیټه په غزې باندې د اسرئیلي ځواکونو د برید په مهال په خپلې تبصرې کې وویل چې هغو د يپلوماتیکو هلو ځلو چې سعودي او مصري چارواکو په سیمه کې د تاوتریخوالي د کمولو په غرض تر سره کړې حماس جنګي ډلې ته د وسلې د قاچاق په مخنیوي کې مثبت رول لرلی.

یادې سرچیني له دې څخه هم پر ده پورته کړه چې سعودي چارواکو د سوډان پر ولسمشر جنرال عمر البشیر هم ډیر فشار راوستلی چې د ایران له لاري حماس ته د وسلو قاچاق اورسول پریږدي.

اسرائیلي او امریکايي چارواکي پردې باور دي چې د سوډان ولسمشر غزې ته د ایراني وسلو په رسولو او قاچاق کې مهم رول لري.

د سعودي او اسرائیلي ديپلوماتیکي علائقوته یوه ځغلنده کتنه

په کال ۱۹۴۸ کې د اسرائیلي حکومت تر جوړیدو وروسته سعودي د هغه له په رسمیت پیژندلو څخه انکار وکړ. همدا راز سعودي عربستان هغه هیواد دی چې اسرائیلي تابعیت لرونکو یهودانوته په خپل هیواد کې د اوسیدو اجازه نه ورکوي .

په کال ۱۹۷۳ کې د اسرائیلو پرخلاف د عربو په جګړه كې سعودي پوځیان هم شریک ول ، خو له هغه پرته په دوو نورو جګړو کې چې په کال ۱۹۴۸ او ۱۹۶۷ کال کې د عربو او اسرائیلو ترمنځ پیښ شول بیا ګډون نه درلود.

په کال ۱۹۷۸ کې د سعودي پخواني باچا ملک فهد وویل که چیري نور عربي هیوادونه اسرائیل په رسمیت وپیژني نو سعودي به هم د اسرائیلو په اړه پرخپل موقف تجدید نظر وکړي .

په ٢٠٠٢م کال کې د سعودي پخواني باچا ملک عبدالله دفلسطینیانو او اسرائیلو ترمنځ د مبادرة السلام العربي الاسرائیلي تر نامه لاندې سوله ییزې هڅې پیل کړې .

په کال ۲۰۰۵ کې د سعودي حکومت د دې لپاره چې د نړیوال تجارت د سازمان غړیتوب ترلاسه کړي پر ټولو هغو تجارتي مالونو بندیز لیري کړ کوم چې به له اسرائیلو څخه سعودي ته صادریدل .
پای
۱۳۹۴د وري لومړۍ نیټه

منابع:
جریدة الخلیج الجدید
http://www.thenewkhalij

http://www.thenational.ae

http://www.the-american-interest.com

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د