د نن سرلیکنه

نوی کال او نوې هیلې !

نن ټکی اسیا ـ سرلیکنه: نن د نوي ۱۳۹۴ هجري لمریز کال لومړۍ ورځ ده.

زمونږ ځوریدلو هیواد والو تیر ۱۳۹۳ هجري لمریزکال له بي شميره بحرانونو سره تر شا پریښود.

د تیر کال د وري د میاشتې په ۱۶ چې د ټاکنو په نوم کومه ډرامه پیل د هغې حیراونوونکې او له تراجیدې ډکه سناریو لا هم تراوسه روانه ده .

دغې هیښوونکې ډرامې د پیل له لومړۍ ورځې تراوسه په مسلسل ډول د افغانانو لپاره بحرانونه وزیږول .

هغه بحرانونه چې ټول هیواد یې پر سر اخیستی او د نوي کال تر را بریدو پوري له هغو څخه د وتلو هیڅ څرک نه تر سترګو کیږي.

افغانستان لاهم د خارجي ځواکونو تر اشغال لاندې دی ، د ملي یووالی په نوم د ګډ حکومت مشران د افغان ولس د ملي وحدت د له منځه وړلو په لټه کې دي ، ناآمني او بی ثباتي پر ټول هیواد حاکمه او اداري فساد ، د ملي شتمنیو غصبول خپل اوج ته رسیدلی ، د هیواد د بي ثباتي لپاره نړیوالې او سیمه ییزې تو طیې یو په پل پسې په شدت طرحه ، د مذهبي او نژادي اختلافاتو د راپورته کولو په پلمه په لویو لاروکې مسافرین یرغمل کیږي او …

له هیواد څخه د خارجي ځواکونو پرشاتګ هغه څه وه چې افغانانو ته یې د اشغال د خاتمې او جګړې د پایته رسیدو زيرى وركاوه ، هغه هم له بده مرغه چې د ګډ حکومت د مشر په غوښتنه له ځنډ سره مخ او امریکایانو په افغانستان کې پایته رسولي پوځي عملیات بیرته له سره پیل کړل .

د ګډ حکومت د مشر لخوا چې د سولې په پلمه کومې هڅې پیل شوې ولې د وخت له ضياع او ولس تیر ایستلو پرته یې بله هیڅ پایله نه ولرله ، او افغانان همداسې د خپل ورک برخلیک په لټه کې دي چې د هیواد روان بحراني وضعيت یې تر دې هم دبدو ورځو د رارسیدو شاهدي ورکوي .

په دغسي یوه هیښناک حالت کې ځوریدلي افغانان نوی کال پیلوی ، خو دا چې افغانان مسلمانان او په ژوند کې د خیر اوشر مقدرات ټول الهي پریکړه بولي او پرهغه ایمان لري نو له هماغه څښتن څخه د خپل هیواد او ولس لپاره د خیر او ښیګڼې هیلې لري .

الله تعالی دي خپل رحمت ته هیله من افغانان د خیر له هیلو نه محروموي او په خپل رحمت سره دې نور جګړه ځپلی افغانستان د جګړو نا امنيو او د دښمن د ټولو سازشي دسیسو له شره په امان لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x