نړیوال جام: ګپټېل خپل توپ وهنې سره ټوله نړۍ حیرانه کړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ورۍ ۱، ۱۳۹۴ل): د نړیوال جام وروستۍ منځلوبه د نیوزیلینډ او ویسټ انډیز لوبډلو تر منځ وه چې دغه لوبه کې نیوزیلینډي لوبغاړی ګپټېل خپل غوره توپ وهنې سره ټوله نړۍ حیرانه کړه.

نیوزیلینډ د دغې لوبې پچې ګټلو سره لومړۍ توپ وهنې پریکړه وکړه چې ګپټېل دغه پریکړه خپل غوره او پیاوړی توپ وهنې سره تر ټولو غوره پریکړه ثابته کړه.

د نیوزیلینډ لپاره ګپټېل او میککلم توپ وهنه پیل کړه چې نننۍ لوبه کې میککلم خپل ویکټه د لوبې په پیل کې له لاسه ورکړه خو ګپټېل د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

ګپټېل دغه لوبه کې په ۱۶۳ توپونو ۲۳۷ منډې جوړې کړې. نوموړی دغه لوبه کې ۲۴ څلوریزې او ۱۱ شپږیزې په وهلو سره د ویسټ انډیزي توپ اچوونکو زړه له کرکټ لوبې څخه تور کړ.

دغه لوبه کې نیوزیلینډ ټاکل شوي پنځوس اورونو کې خپل شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۹۳ منډې جوړې کړې چې دغه هدف په ټاکلو کې د ټېلر ۴۲ منډې هم د یادولو وړ دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د