افغانستان

نيويارک تايمز: د «ملي يو والي» حکومت، د واک پر سر شخړو او اختلافاتو په ټپه درولی

نن ټکی اسیا (شنبه، وری ۱، ۱۳۹۴ل): په سلو ورځو کې به مو په دسترخوان کې بدلون راشي، دولت به مرکزي کړم، موازي حکومتونه او اداري فساد به له منځه يوسم. دا او داسې نورې هغه وعدې وې، چې د ګډ حکومت مشر اشرف غني د خپلې واکمنۍ په لومړيو ورځو کې تکرارولې، مګر د شپږو مياشتو په تېرېدو لا هم د يادو ژمنو د عملي کېدو څرک نه تر سترګو کيږي.

نيويارک ټايمز امريکايي ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه کې ليکلي، چې د اشرف غني په وعدو او ژمنو د شپږو مياشتو د تېرېدو سربېره لا هم اداري فساد په درز کې روان دی او د دولت د مرکزي کېدو خبرې لا هم نه دي عملي شوي.

ورځپاڼه زياتوي، چې د اشرف غني په مشرۍ د امريکايي پلان له مخې جوړ شوي حکومت دواړه مشران لا هم دکابينې په جوړېدو کې پاتې راغلي او راتلونکې يکشنبه، چې د ګډ حکومت دواړه مشران امريکا ته روان دي، لا هم د کابينې ګڼ پوسټونه خالي پراته دي.

د نيويارک ټايمز په وينا د اشرف غني مخالفين فکر کوي، چې دی له خپل سيال عبدالله سره د روان اختلاف او ډيډلاک څخه په ګټه اخيستو هڅه کوي، چې د افغانستان سياست او پاليسي په خپله ګټه راوڅرخوي او د دوی په ګومان اشرف غني د سياسي استبداد پر لور روان دی.

بل پلو د اشرف غني پلويان بيا دغه تورونه په کلکه ردوي او وايي، چې دوی هېڅکله داسې کوم استبدادي پلان نه لري او د دوی ټوله هڅه دا ده، چې حکومت کې روان اداري فساد له منځه يوسي او په دې اړه يې له خپل سيال او شريک عبدالله څخه د ګډې همکارۍ غوښتنه کړې ده.

نيويارک ټايمز د اشرف غني د وياند اجمل عابدي له قوله ليکي «افغان حکومت او نړيواله ټولنه غواړي، چې افغانستان کې رشوت او اداري فساد له منځه يوسي، موږ په دې اړه ډېر جدي يو او دا په دې معنا نه دي، چې موږ د حکومت ټولې واګې په خپل لاس کې نيوسو او هېڅوک بايد داسې فکر ونه کړي.»

د اشرف غني وياند دا هم زياته کړې، چې دوی د واک د تمرکز په اړه په نوې پاليسۍ کار نه کوي، بلکې د اشرف غني دفتر هغه پاليسي پر مخ بيايي، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي چلوله.

د ولسمشرۍ ماڼۍ يو پخوانی لوړپوړ افسر نجيب امين، چې نيويارک ټايمز ته يې ځان د اشرف غني ملګری معرفي کړی وايي، چې دولت مرکزي کول ښه خبره ده او دا کار د افغانستان په ګټه دی؛ ځکه چې دې سره به د واک او ځواک مرکز يو شي، مګر که دا کار په غلطه او ناوړه طريقه وشي، پايلې به يې ډېرې خطرناکې وي.

تېره اونۍ سلګونو څارنوالانو د ولسمشرۍ ماڼۍ مخته د ولسمشر د حقوقي سلاکار د هغو غوښتنو پر ضد لاريون وکړ، چې ويلي و، له پخوانيو څارنوالانو به امتحان اخلي او کوم څارنوالان چې مسلکي او تخصصي اسناد نه لري، له دندو به يې ګوښه کړي، مګر د اشرف غني سلاکار عبدالعلي محمدي رسنيو ته وويل، چې دوی دا پرېکړه د مدني ټولنو د فشار له مخې کړې، چې غير مسلکي څارنوالان بايد له دندو ګوښه کړي.

د حکومت صفونو کې پړسوب او زياتوالی د اشرف په امر راغی؛ اشرف غني د وزيرانو په کچه ځېنې خلک په مهمو دولتي پوسټونو ولګول؛ ځکه چې کله اشرف غني د امريکا له لوري اړ شو، چې عبدالله سره په ګډه حکومت حکومت جوړ کړي، نو د اشرف غني ګڼو پلويانو دندې له خطر سره مخ شوې او اشرف غني اړ دی، چې دغو پلويانو کې ځينو ته مهم پوسټونه ورکړي. يو شمېر باوري سرچينې وايي، چې اشرف غني ولسمشرۍ ماڼۍ کې شل سلنه اضافي سټاف زيات کړی دی.
د نيويارک ټايمز په وينا اشرف غني غواړي، چې ځوان کدرونه په دولتي څوکيو کې ځای پر ځای کړي، چې له هر ډول فشارونو او مداخلو پرته خپله مسلکي دنده پر مخ بوځي.

د ولسمشري ماڼۍ يو پخوانی مامور، چې لا هم خپل دفتر ته ځي، نيويارک ټايمز ته ويلي، چې د اشرف غني له لوري نوي ټاکل شوي افسران هر يو د ځانګړي مشر او باس په توګه تعامل کوي.

« د ګڼو وزارتونو چارې د اشرف غني د نږدې کسانو او د ولسمشرۍ ماڼۍ د مامورينو له لوري پر مخ بوول کيږي او وزيرانو ته خپل ځانونه او دندې هسې بې معنا ښکاري»

اشرف غني په خپل فکر غواړي، چې د غربي مامورينو په شکل اداري جوړښت رامنځته کړي، مګر دی به په دې شيانو کې څومره بريالی شي، دا به وخت څرګنده کړي.

نيويارک ټايمز زياتوي، چې له ۳۴ ولایتونو څخه يوازې د دوو ولايتونو واليان ټاکل شوي او پاتې نور ۳۲ واليان لا د سرپرستانو په توګه کار کوي، له نېمې زيات وزارتونه خالي دي د دې تر څنګ د لويې څارنوالۍ او سترې محکمې د قاضي القضات په ګډون ګڼې مهمې څوکۍ د ګډ حکومت د دواړو مشرانو د اختلاف له امله خالي پرتې دي.

«اشرف غني د خپل مشهور عصبي خوی له امله په خپلو ناستو او مجلسونو کې پر لوړپوړو چارواکو، واليانو او د کابينې پر غړو غوسې کوي او هغوی ته سپکې سپورې وايي او څو ځل يې افغانستان کې د لويديزو هېوادونو چارواکي او د ملګرو ملتونو يو لوړپوړی افسر سپک کړی و، سره له دې چې دی هېڅ قانوني حق پرې نه لري»

اشرف غني سره په اداري جوړښت او کار کې ګزاره ډېر ستونزمن کار دی او اداري اخلاق يې بې خونده دي.

د نيويارک ټايمز په وينا اشرف غني د ګڼو ادارو لسګونو لوړپوړي کارکوونکي له دندو ګوښه کړي او دا فکر نه کوي، چې د دغو مامورينو تشه به څوک ډکوي.

نيوريارک ټايمز زياتوي، چې اشرف غني د خپل اداري عصبي خوی سربېره له اوږدو ټاکنيزو شخړو وروسته د امريکا له لوري د داسې دوه سري حکومت مشر شو، چې خپل مخالف سره د واک نېم وېش ته اړ شو او د کورنيو او بهرنيو چارو مهم وزارتونه يې هم عبدالله ته ورکړل، د دې تر څنګ داسې يو حکومت په ميراث کې ور پاتې دی، چې له سره تر پښو په اداري فساد کې ککړ دی.

نيويارک ټايمز د ګڼو چارواکو له قوله وايي، چې اشرف غني د تکړه پلويانو مامورينو اداره او کار غواړي او د دې لپاره يې عملا هڅې پيل کړي، چې عبدالله او د هغه مرستيالان بې واکه کړي او د اشرف غني بانډ غواړي، چې د عبدالله له بانډه واک راخپل کړي.

يو پخواني لوړپوړي افسر نيويارک ټايمز ته ويلي، چې د دواړو مشرانو پلويان اوس هم د ټاکنيز کمپاين په څېر تعامل کوي.

له اوږدو ټاکنيزو شخړو وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزير په نوښت د اشرف غني او عبدالله په مشرۍ ګډ حکومت جوړ شو، مګر هغه مهال هم افغان امريکايي او افغانستان کې د امريکا پخواني سفير زلمي خليل زاد او ګڼو نورو کارپوهانو وويل، چې د ګډ حکومت د بريا چانس د نشت برابر دی او د راتلونکو پنځو کالو په ترڅ کې به د هر مشر پلويان د خپلو ګټو او ډلې لپاره کار کوي او اداري چارې به په ټپه ولاړې وي.

د شپږو مياشتو په تېرېدو د يادو کارپوهانو وړاندوينې رښتيا کيږي او د ګډ حکومت د نا انډوله مشرانو له امله له تېرو شپږو مياشتو راهيسې د ارګ په ګډون د ډېرو وزارتونو چارواکو تنخواګانې نه دي اخيستي او اداري چارې تقريبا په ټپه ولاړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x