
عطاء الله لودین د قرآن کریم د توهین په اعتراض استعفا ورکړه
نن ټکی اسیا (شنبه، وری ۱، ۱۳۹۴ل): د ننګرهار سرپرست والي «مولوي عطاء الله لودین» د افغان ځواکونو لخوا د قرآن کریم د توهین پیښې په اعتراض له خپلې دندې استعفا ورکړه.
ښاغلي لودین نن په جلال اباد کې له قومي مشرانو سره په یوې غونډه کې د خپلې استعفا اعلان وکړ.
نن ټکی اسیا ته رارسیدلي راپورونه وايي چې تېره اونۍ د ننګرهار ولایت د غني خیلو ولسوالۍ په ګلاهي کلي کې د افغان ځانګړو ځواکونو لخوا د ولسي وګړو په کورونو چاپې ووهل شوې چې په ترڅ کې یې شپږو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.
په ننګرهار کې د نن ټکی اسیا همکار ته د سیمې اوسیدونکو ویلي چې افغان ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر مهال قرآن کریم په چاقوګانو او پوځي برچو (چې خلکو تبرونه بلل) وهلي او پاڼې يې په ډیرې بې رحمۍ شکولې وې.
ځايي اوسیدونکو د نن ټکی اسیا همکار ته زیاته کړې وه چې د قومي مشرانو یو پلاوي د ننګرهار سرپرست والي مولوي عطاء الله لودین سره کتلي وه، نوموړي ډاډ ورکړی وه چې د دې پیښې په اړه به سیمې ته هیئت استوي. د سیمې د اوسیدونکو په وینا، ښاغلي لودین له قومي مشرانو سره دا ژمنه هم کړې وه چې که د متهمو عسکرو په وړاندې د جدي اقدام په تر سره کولو کې پاتې راغی، نو له خپلې دندې به استعفا ورکوي.
ښاغلي لودین نن د خپلې استعفا لامل ته په اشارې همدومره ویلي چې د اداري نظام په ښه کولو کې پاتې راغلی.
باید وویل شي چې نن ټکی اسیا د قرآن کریم هغه انځورونه هم تر لاسه او تېره ورځ خپاره کړل چې افغان ځانګړو ځواکونو په جارحه آلو وهلي او پاڼې يې ورڅیري کړي دي.
مولوي عطاء الله لودین د ۲۰۱۳ کال په ورستیو کې د ننګرهار والي په توګه ټاکل شوی وه.
تر دې وړاندې نوموړي د سولې عالي شوری مرستیال په توګه دنده تر سره کوله.