نړۍ

مسکو:زرګونو کسانو دپوټین په خلاف په مظاهرو لاس پوری کړ

(نن ټکی اسیا ډسمبر۲۰۱۱/۱۰) دروسیی په پلازمیني مسکوکی په زرګونو خلګو دتیرو ورځو ټاکنو په خلاف په مظاهرو او لاریونونو لاس پوری کړ، له هغه څخه وروسته چی روسیی کی ټاکنی وشوی او ویلادیمیرپوتین ترټولو ډيري رایی واخیستی، دنوموړي مخالف لوی دغه ډله په درغلیو تورنه کړه او دټاکنو دپایلو له منلو څخه یی ډډه وکړه.

ویل کیږی دروسی په پلازمینه مسکو له دیرشو زرو څخه زیاتو کسانو په لاریونونو او مظاهرو کی برخه واخیسته او دټاکنو پایلی یی ناسمی وبللی، لاریونکونکو په لاسونوکی بینران اوچت کړی وو او ور باندی لکلی وو دټاکنو پایلی ناسمی او دمنلو وړ نه دي، زندانو ته به لاړ شو خو دټاکنو پایلی به ونه منو.

دازادو رسنیو له لوري په خپاره شوی راپورکی نشر راغلي دي، چی دروسیی له پلازمیني مسکو څخه علاوه نورو ښارونو کی هم وګړو دپوټین په خلاف مظاهرو ته مخه کړی ده، چی ځینو سیمو کی دپولیسو او لاریونکونکو ترمنځ دسپک اخ اوډب خبرونه هم ورکول شوی دي.

ویل کیږی دروسیی په دوهم مهم ښار خاباروفسک کی هم زیات شمیر خلګو دپوټین په خلاف مظاهری کړی دي، خودغه ښارکی بیا مظاهره کونکی دپولیسو دګړندي غبرګون سره مخ شول، چی ډیرژرپولیسو وکولای شول چی د مظاهره کونکو مخه ونیسي او لاریونکونکي یی دی ته اړیستل چی بیرته له سړکونو څخه دکورونوپه لور لاړشي.

له بله لوری دروسیی اولسمشر پوټین دامریکي پرمتحده ایالاتو تورلګولي دی چی ددغه هیواد دبهرنیو چارو وزارت په تیره بیا دامریکي دبهرنیو چارو دوزیري هیلري کلنټن په خاصه توګه   یاده کړی ده چی روسیی وګړی یی دی ته لمسولی دي چی هیواد کی بی نظمی او افراتفري ته لمن ووهي او دهیواد امن او ثبات ګډ وډ کړي.

دخلګو دګوند له مشرسره دکتني پروخت نوموړي زیاته کړه چي مخالفین یی دامریکي دمتحده ایالاتو دحکومت له لوري له هرډول مرستو  اوکمکونو څخه برخه من دي، او هیواد کی روانی مظاهری او تاوتریخوالی یی دامریکي دمتحده ایالاتو له لوري یو منظم سازش وباله، نوموړي زیاته کړه دلاریونکونکو په وړاندی به له سخت عکس العمل څخه کارواخلي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x