فرخنده، تر وژني او بی ستره کېدو تر مخه

په کابل کې د قران کریم د توهین په جرم وژل شوې ښځه محجبه وه – ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه، وری ۱، ۱۳۹۴ل): هغه ښځه چې تیره ورځ د کابل د شاه دوشمشیره په زیارت کې د پاریدلو ځوانانو په لاس ووژل شوه او وروسته اور ورکړل شو او بیا یې جسد د کابل سیند ته وغورځول شو؛ یوه محجبه ښځه وه چې سوځول شوې قرآني ورقې یې بیرون موندلې او زیارت ته راوړې وې.

دغه ښځه چې فرخنده نومیده ۲۷ کاله عمر یې درلود او د کورنۍ په قول یې عصبي ناروغي هم لرله.

په یوه ویډیو کې چې تیره ورځ په فیس بوک نشر شوې، نوموړې ښځه د قران کریم د توهین پر سر له پاریدلو ځوانانو سره په خبرو کې وايي چې دې قرآن کریم نه دی سوځولی، بلکي بل چیرته یې موندلی او دلته راوړی دی.

تیره ورځ ولسمشر اشرف غني دغه پيښه په کلکو ټکو وغندله او عاملینو ته یې د سزا غوښتنه وکړه.

باید وویل شي چې نن د ننګرهار ولایت والي هم د ورته یوې بلې پیښې په اعترض له خپلي دندي استعفاء ورکړه، د نوموړي د استعفاء د نورو اسبابو تر څنګ یوه وجه دا هم ویل کیږي چې چې تیره اونۍ د ننګرهار ولایت د غني خیلو ولسوالۍ په ګلاهي کلي کې د افغان ځانګړو ځواکونو له خوا د ولسي وګړو په کورونو چاپه ووهل شوه او د شپږو ملکي وګړو د وژني تر څنګ قران کریم په برچو او چاقوګانو وهل شوی وو.

نوموړي د غني خیلو د قومي مشرانو په وړاندي ويلي وه چې که د دې پيښي په تحقیقاتو او جانیانو ته په سزا ورکولو کې پاتې راغی، نو به له خپلي دندي به استعفاء ورکوي.

له هغه راهیسي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «جان کیري» په ابتکار د اشرف غني او عبد الله عبد الله په مشرۍ د ګډ حکومت تشکیل منځته راغلی، داسي انګیرل کیږي چي دغه نوی حکومت له اسلامي شعایرو او مقدساتو سره سپک چلند کوي، چې له کبله یې د حکومت په وړاندي ولسي قهر او غوصه ورځ په ورځ په زیاتېدو ده.

ویډیو:

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Hameed
میلمه
Hameed

زما په نظر خو داپیښه داسلام او مسلمانانو دبدنامولو لپاره دامریکایانو او دهغوی دی نورو صلیبی ملګرو له خوا یوه پلان شوی دسیسه وه چی دا ښځه یی په کی قربانی کړه ترڅو هغه نوری کومی اسلام ضد کړنی چی په کابل کی وشوی د خلکو له ذهنه وباسی چی دا به بی دینانو ته نور هم خدای مکړه موقع په لاس ورکوی چی اسلام او مسلمانان تر اعتراضونو لاندی ونیسی ترڅو دبی دینی فرهنګ خپرولو ته لاره هواره شی خو الله پاک دی ددوی دا دسیسه هم له ناکامی سره مخ کړی او نور دی هم ذلیله او شرمنده… نور لوستل »

کلیم الله
میلمه
کلیم الله

محترمو ورونو! نه پوهیږو چې د چا خبره منو ، ځینې وایی چې دا محجبې ښځې وډیو د بل چا ده، هغه نه ده، ځکه داسې څه یی پکې نه دي ویل چې د هغې په اړه ترې څه ثابت شي. زما په فکر خبره لا سمه نه ده معلوم. والله اعلم. نو ښه ده چې په اړه یی دا وډیو او نور څه نشر نه شي: خو ځینې افغانانو په خپلو فیسبوک پاڼو کې په لاندې ډول څرګندونې کړي دي: د حیات افغان په نوم نفر په خپله لاندې فیسبوک پاڼه کې داسې لیکلی دی: دا هم لیونی، په… نور لوستل »