
خرابې توپ وهنې ویسټ انډیز له نړیوال جام څخه وویست
نن ټکی اسیا (شنبه، ورۍ ۱، ۱۳۹۳ل): نن د نړیوال جام وروستۍ منځلوبه د ویسټ انډیز او نیوزیلینډ لوبډلو تر منځ وه چې دغه لوبه کې ویسټ انډیز په ۱۴۳ منډو سخته ماتې وخوړه.
نیوزیلینډ د لوبې پچې ګټلو سره د توپ وهنې پریکړه وکړه. نیوزیلینډ لومړۍ توپ وهنې سره ټاکل شوي پنځوس اورونو کې خپل ۶ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۹۳ منډې جوړې کړې.
د نیوزیلینډ لپاره مککلم او ګپټېل توپ وهنه پیل کړه چې میککلم د لوبې په پیل کې یوازې په ۱۲ منډو خپل ویکټه له لاسه ورکړه خو ګپټېل د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.
نننۍ لوبه کې د نیوزیلینډ لوبډلې توپ وهوونکي غوره توپ وهنه ونکړه خو د ګپټېل غوره او پیاوړی توپ وهنه له نیوزیلینډ سره د یو غوره هدف په ټاکلو کې ډیره زیاته مرسته وکړه.
نننۍ لوبه کې ټېلر په ۶۱ توپونو د دوه څلوریزو په مرسته ۴۲ منډې جوړې کړې او ګپټېل په ۱۶۳ توپونو د ۲۴ څلوریزو او ۱۱ شپږیزو په مرسته ۲۳۷ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.
د ویسټ انډیز ټول توپ اچوونکي د ګپټېل په وړاندې پاتې راغلل او د نوموړی د منډو جوړولو مخه يي ونشو نیولی خو بیا هم دغه لوبه کې ټېلر درې او رسل دوه ویکټې اخیستلو سره نسبت نورو توپ اچوونکو ته ښه وځلیدل.
ټېلر خپل ۷ اورونو کې ۷۱ او رسل خپل ۱۰ اورونو کې ۹۶ منډې ورکړې.
ویسټ انډیز په ځوابي توپ وهنه کې یوازې ۳۰.۳ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۲۵۰ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي د ۱۴۳ منډو په ستر توپیر وبایلله.
د ویسټ انډیز لوبډلې لپاره کریس ګېل په ۳۳ توپونو د دوه څلوریزو او ۸ شپږیزو په مرسته ۶۱ او هولډر په ۳۳ توپونو د پنځه څلوریزو او دوه شپږیزو په مرسته ۴۲ منډې جوړې کړې.
د نیوزیلینډ لپاره بولټ ۴، سوتي او ویټوري دوه دوه ویکټې واخیستې. بولټ خپل ۱۰ اورونو کې ۴۴، سوتي خپل ۸ اورونو کې ۸۲ او ویټورې خپل ۶.۳ اورونو کې ۵۸ منډې ورکړې.