افغانستان

کندوز کې د چهاردرې امنیه قومندان ټپي او سرپل کې دوه اربکي قومندانان وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، وری ۱، ۱۳۹۴ل): د کندز ولايت چهاردرې ولسوالۍ امنيه قوماندان غلام محي الدين مومند پر موټر چاودنې درې تنه وژلي او د قوماندان په ګډون درې نور يې ټپيان کړي دي.

د کندز ولايت د والي وياند عبدالواسع باسل رسنيو ته ويلي، چې چاودنه نن له غرمې وړاندې يوولس بجې د کندز ولايت مرکز اړوند «هندو سوزان» سيمه کې د مقناطيسي ماين پر مټ شوې ده.

باسل زياتوي، چې چاودنه کې د قوماندان محي الدين يو زوی، ورور او چلوونکی وژل شوي او قوماندان محي الدين، د هغه ورور او يو ولسي وګړی ټپيان شوي دي.
راپورونه وايي، چې پېښه د قوماندان محي الدين کور ته څېرمه شوې ده.

د پېښې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی.

د يو بل خبر له مخې سرپل ولايت کې دوه اربکي قوماندانان وژل شوي دي.

د سرپل ولايت چارواکو د پېښې پخلی کړی او وايي، چې د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړي دي.

د سرپل ولايت يو چارواکي افغان اسلامي اژانس ته د نوم نه ښودلو په شرط ويلي، چې د اربکيانو دوه قوماندنان عيد محمد او محمد امان د ناڅرګندو وسله والو له خوا وژل شوي دي.

د سرچېنې په وينا دواړه قوماندان د سرپل ولايت د لغمان د سيمې اوسېدونکي وو او د ولايت اړوند سيمې ته د نوروز ميلمستيا ته تللي وو، چې د ناڅرګندو وسله والو له خوا ووژل شول.

طالبانو د دواړو اربکي قوماندانو د وژلو مسؤوليت منلی.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې دواړه قوماندان د دوی ملګرو په يو غلچکي بريد کې وژلي او د دوی ملګري د پېښې له ځايه روغ رمټ تښتېدلي دي.

بايد وويل شي، چې له تېرې لنډې مودې راهيسې کورنيو چارو وزارت ولايتي چارواکو ته امر کړی، چې رسنيو ته له معلوماتو ورکولو ډډه وکړي او له همدې امله ولايتي چارواکي د پېښې په تړاو له معلوماتو ورکولو ډډه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x