ټولنیزه برخه

د میرمنو زړونه شیشې دي

لیکوال: حامد افغان

میړه: د مازدیګر لمونځ دي کړی؟

میرمن: نه

میړه: ولې؟!

میرمن: سخته ستړې وم ویده شوې وم ..

میړه: ښه.. اوس د مازدیګر او ماښام دواړه لمنځونه وکړه.

سبا سړی کار ته ولاړی، څو ګړۍ وروسته کارځای ته ورسید، میرمني ته یې نه مویایل وکړ او نه یې لیک ورته راولیږه چې زه په خیر ورسیدلم، که څه هم د ده عادت و چې خپلي میرمني ته به یې کارځای ته درسیدلو حال ورکاوه.

د میرمني یې اندېښنه شوه موبایل یې ورته وکړ څو یې په خیر د رسیدلو ډاډ ترلاسه کړي خو هغه موبایل ځواب نه کړ، د هغې اندېښنه زیاته شوه ډېر ځله یې موبایل ورته وکړ زنګ هم ورتلو خو ځواب نه و!. خپه شوه له ځانه سره یې کړه ده خو داسې کله هم نه کول یا الله ته خیر پېښ کړې..

څو ساعته وروسته د هغه له لوري موبایل وشرنګیده او دې په بیړه ځواب کړ په الویزانده لهجه یې ورته وویل: په خیر ورسېدې؟

میړه: هو، الحمدلله

میرمن: څومره وخت کیږي چې رسیدلی یې؟!

میړه: تقریبا څلور ساعته کیږي

میرمن: دا څلور ساعته دي ولې ماته حال رانه کړ؟! (په غوسه)

میړه: چې ورسیدم ستړی وم لیږ ویده شوم

میرمن: دومره چې زما سره دي دوه درۍ دقیقې خبري هم نشوی کولی .. او بیا چې ما موبایل درته کاوه هغه دي نه اوریده؟!

میړه: اوریده مې..

میرمن: نو ولې دي نه ځوابوه! دومره توجه هم نه راته کوې!!

میړه: ته چې پرون ماښام ویده وې اذان دي نه اوریده؟! د الله اواز ..

میرمن یې وشرمیدله چوپ پاته شوه.. لیږ وروسته یې زیاته کړه: ته په حقه یې، زه تاسف کوم، ما وبښه ..

میړه: زما بښنه ګټه نه درته کوي، له الله نه بښنه وغواړه او بیا داسې مه کوه، زما لویه موخه دا ده چې په دنیا کې د الله په بندګي کې ژوند سره وکړو څو په اخرت کې هم د الله په ښایسته جنتونو کې تلپاته ژوند سره ولرو. او میرمني یې د خپل ګران او هوښیار میړه دا حکیمانه چلند داسې پند کړ چې هیڅکله یې بیا لمونځ ناوخته او قضا نه کړ. څوک چې ستاسو سره رښتینې مینه لري هغه مو د الله لورته په غځېدلې لاره کې پرمختګ ته هڅوي.

د کور وګړي مو په نرمي، مینه او حکمت سره د الله لارې ته برابر کړئ، د میني او حکمت په پایله کې منل شوي نصیحتونه تلپاته او خوندور وي، په ځانکړې توګه له خپلو میرمنو، خوندو، لوڼو او نورو ښځمنو سره خورا زیاته نرمي او خوږلښت غوره کړئ د هغوی زړونه شیشې دي په سخته، تروشه او سپکه خبر خچنیږي او ماتیږي، رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه سفر کې خپل غلام انجشه ته وایي: د میرمنو اوښان کرار وله دوی شیشې دي. يا أنجشة رويدك سوقا بالقوارير ” . رواه البخاري [ 6149 ] ومسلم [ 2323 ] .

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close