کراچي: چاودني دوه کسه ژوبل کړه
(نن ټکی اسیا ډیسمبر۲۰۱۱/۱۰) نن له غرمی څخه وروسته دکراچي ښار یونیورسټي سړک باندی چاودنه رامنځ ته شوه، چاودنه هغه وخت ترسره شوه کله چی دپیښي ځای ته څيرمه دپاکستاني نیمه فوځي عسکروموټر دتیریدو په حال کی وو.
امنیتي مسؤلین وایی چاودنه ډير زوروره نه وه یواځي دوه تنه لاره باندي تیریدونکی کسان ژوبل شوی دي، له سیمي سره څیرمه تیریدونکو عسکرو او دهغوي سپرلي ته یی کوم زیان نه نه ده اړولي.
دیادولو وړ ده چی دنن ورځي چاودنه دتیري جمعي دچاودني وځای ته ډيره نژدی ترسره شوی ده، دتیري جمعي په چاودنه کی څو تنو پاکستاني عسکرو ژوند له لاسه ورکړي وو او ځیني نور ژوبل شوی وو.
نن ټکی اسیا