افغانستان

ګډحکومت پاتې ۱۶ وزیران ولسي جرګې ته معرفي کړل

نن ټکی اسیا (شنبه، وری ۱، ۱۳۹۴ل): د ګډحکومت ولسمشر محمداشرف غني پاتې ۱۶ وزیران نن د وري پر لومړۍ نېټه ولسي جرګې ته معرفي کړل.

اشرف غني تېره ورځ د ولسي جرګې وکیلانو ته ویلي وو چې د شنبې یا یکشنبې په ورځ ولسي جرګې ته نوي وزیران معرفي کړي.

ولسي جرګې ته په داسې حال کې وزیران معرفي کیږي چې ټاکل شوې د ګډحکومت ولسمشر اشرف غني او اجراییه رییس د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ امریکا ته ولاړ شي.

که څه هم په لومړي ځل د وزیرانو د معرفي کولو پر مهال یوه ښځه ولسي جرګې ته معرفي شوې وه چې د باور رایه يې ترلاسه نه کړه خو دا ځل په ۱۶ وزیرانو کې ۴ ښځې هم ولسي جرګې ته معرفي شوي دي.

دا لا نه ده څرګند چې په دغو کسانو کې څوک د ګډحکومت د ولسمشر او څوک یې د اجراییه رییس له لوري معرفي شوي دي، خو په کابینې کې د دواړو مشرانو برخه معلومه ده.

د نوماندو وزیرانو لست چې ولسي جرګې ته استول شوی او ولسمشرۍ ماڼۍ لږه شېبه وړاندې خپور کړ په لاندې ډول دی:

۱- همایون رسا –  سوداګرۍ او صنایعو وزارت

۲- عبدالباري جهاني –  اطلاعاتو او فرهنګ وزارت

۳- اسدالله ضمیر –  کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت

۴- محمد ګلاب منګل – سرحدونو او قبایلو چارو وزارت

۵-  انجنیر محمود بلیغ – فواید عامې وزارت

۶- عبدالستار مراد – اقتصاد وزارت

۷-  ډاکټر محمد الله بتاش – ترانسپورت او هوایي چلند وزارت

۸- اسدالله حنیف بلخي – پوهنې وزارت

۹- سید سعادت منصور نادري – ښار جوړونې چارو وزارت

۱۰ ډاکټر عبدالبصیر انور – عدلیې وزارت

۱۱- پوهنیار عبدالرزاق وحیدي – مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت

۱۲- مېرمن دلبر نظري – ښځو چارو وزارت

۱۳- پوهندوی مېرمن سلامت عظیمي – نشه یي توکو سره د مبارزې وزارت

۱۴-  ډاکټره فریده مومند – لوړو زده کړو وزارت

۱۵- ډاکټره مېرمن نسرین اوریاخیل – کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو وزارت

۱۶- علي احمد عثماني – اوبو او انرژۍ وزارت

د یادونې وړ ده چې ګډحکومت لومړنیو ۸ وزیرانو او د ملي امنیت رییس د سلواغې په ۸مه د ولسي جرګې څخه د باور رایه ترلاسه کړه.

د ګډ حکومت شاوخوا ۸ میاشتې تیریږي خو لا هم کابېنه بشپړ نه ده. په وروستي ځل د ۸ وزیرانو د باور رایې اخېستو وروسته شاوخوا ۲ میاشتې تیریږي چې ګډحکومت خپل پاتې ۱۶ وزیرانو ولسي جرګې ته معرفي کوي.

اوسمهال له ۸ وزارتونو او ۲ ولایتونو پرته نور ټول ولایتونه او وزارتونه د سرپرستو وزیرانو او والیانو  لخوا اداره کیږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close