نړۍ

هند : داور لګیدنې له امله (۷۳) تنه وژل شوي، ګڼ شمیر ټپیان دي.

.

نن ټکی اسیا: دهندوستان په شمالی ایالت کلکته کې په یوه روغتون کې داور لګېدنې له امله درې اویا تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي .دکلکتې وزیراعلی ممتا بنرجي رسنیو ته دپېښې دپخلي کولو تر څنګ ويلي چې اور په یوه شخصي روغتون کې لګيدلي چې له امله یې د روغتون درې تنه کارکونکو په شمول اویا تنه ناروغان هم شامل دي ، چې زیاتره یې دسابندۍ له کبله ووژل شول .د(اې ایم آر اي) روغتون یو تن کارکونکي په وینا دروغتون په لاندینۍ برخه کې کابو ۱۶۰ تنه ناروغان بستر وو چې دهغوي له ډلې څخه اویا تنه وژل شوي ، او نوې تنه نور په زخمي حالت کې ژغورل شوي دي .دنوموړي په وینا اور پنڅه ساعته اوږد شو چې له امله یې ګڼ شمېر کسان لا اوس هم په روغتون کې دننه پاته دي او دهغوي دژوندي راایستلو هڅي روانې دي .

دروغتون د یو تن ډاکټر له قوله چې دامونیاګاز د ناڅاپي اخراج له کبله پيښه رامنځ ته شوې چې سمدستي په روغتون کې ګڼه ګوڼه جوړه شوه ، په وژل شوو کسانو کې یې ځینې د سابندیدلو او ځینې یې په اور وسوځېدل .

عابرمسافر/ نن ټکی اسیا

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x