شعـــــرونه

شعر /ﺧﺎﻟﻘﻴﺎﺭ ﺍﺣﻤﺪﺯی

شاعر: خالقیار احمدزی

څه سپیڅلي یې اخلاق دي عجیبه شانته انسان دی

څه د وخت نامتو افسر دی، مجاهد د قهرمان دی

څه خالد د زمانې دی دیرموک ډګر دی ګرم

څه د تورو ماتیدل دي ګرم کړی یې میدان دی

څه د سولې سپین عقاب دی، ستایل شوی دی نړۍ کې

د دې عصر په ښکلاو، نازولی غازي ځوان دی

یاداښتونه یې تازه کړل، ایوبی اوغزنویانو

ابدالی به هم پرې خوښ وي، دناهید هم دا آرمان دی

د تعریف له کچې لوړ دی صفتونه یې هم ډیر دي

دغه ول په ول پګړۍ یې چې په سر ده ‫‏طالب جان‬ دی

په دې هسې تخیل کې یې صفات غزل غزل شي

ستر اتل د زمانې دی خالقیاره راته ګران دی

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close